د څلور کلن امنیتي پلان ګټې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

څلور کلن امنیتي پلان د ملي یووالي حکومت له هغو مهمو لاسته راوړنو څخه ده چې له تطبیق سره به یې د جنګ مدیریت، د امنیت تامین، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز، د وسله وال پوځ په لیکو کې د فساد د مخنیوي او نورو برخو کې پام وړ اغېزې ولري. 
نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان هرکلی کړی او د هغه غوڅ ملاتړ یې اعلان کړی. په امنیتي پلان کې مهم ټکي په لاندې ډول دي:
·         په افغان امنیتي ځواکونو کې پراخ اصلاحات چې له امله به یې په مختلفو برخو کې فساد له منځه لاړ شي او د امنیتي او دفاعي ځواکونه انګېزه او مورال به لا لوړ شي. 
·         د امنیتي او دفاعي ځواک ظرفیت لوړول، چې یوه مهمه غوښتنه ده. د دې امنیتي پلان پر اساس، په مختلفو برخو کې ښه کادرونه روزل کېدلی شي، ترڅو امنیتي ځواکونه په مستقیم ډول عملیات او فعالیتونه وکړي؛ لکه همدا اوس چې زموږ مېړني ځواکونه د جنګ مدیریت په لاس کې لري او په مستقله توګه د دښمن ضد عملیات په بریالیتوب ترسره کوي، مګر د دغه پلان پرمټ به د دوی وړتیاوې لا وغوړېږي.
·         په امنیتي او دفاعي ځواکونوپانګونه چې د امنیتي پلان مهمه برخه ده او له دې لارې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې وړتيا پیدا کړي چې د ملي حاکميت ښه دفاع وکړي او د جګړې ډګر کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د دغه امنیتي پلان جوړولو د یو مهم اصل او پلان په توګه  د ځواکونو د ارزونې زمینه برابره کړه او پر اساس به يې له اړتیا او امکاناتو سره سم تشکیلات او جوړښتونه جوړ شي. حکومت اراده لري چې د دې امنیتي پلان پلي کولو له لارې په څلورو کلونو کې د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ کړي.
ولسمشر غني په بین المللي کنفرانسونو کې د ګډون او وینا له لارې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د نړیوالو پام ډېر کړی. د دوی اتلولۍ، سرښندنې او مېړانه یې ځلولې او په څرګنده یې ورته ویلي دي چې زموږ مېړني ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د نړۍ د امنیت او د ثبات لپاره د ترهګرۍ ضد مبارزه په قوت او جرئت مخته بیایي او دا یو واقعیت هم دی، ځکه زموږ ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او له همدې امله نړیوالو وخت پر وخت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز، روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې دي. 
امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو څلورو کالو کې نه یوازې په مسلکي لحاظ زیاته وده کړې، بلکې د نړیوالو او هیوادوالو پام یې هم ځانته ور اړولی او د دوی پراخ ملاتړ له ځانه سره لري. د افغانستان خلک تر بل هر وخت په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو زیات باور لري او د دوی غوښتنه او ټینګار همدا دی چې د قوې مشروع استعمال دې یوازې تر امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې محدود شي. غیر مسوولې وسله والې ډلې چې همېشه خلک ځوروي هغوی دې وځپل شي.

.