توحید ملي مرکز او د جګړې کنټرول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې جګړه توده شوه، ځکه له یوې خوا بهرنیان په وتو وو، له بل لوري د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت نوی خپل کار پیل کړ او له بل لوري تروریستانو او د دوی ملاتړو داسې ګنله چې همدغه د واک د لېږد په فرصت کې چې حکومتي مسوولین د واک د لېږد په پروسه بوخت دي باید اعظمي استفاده وشي او د ترهګریزو بریدونو له لارې په حکومت فشار زیات او ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

له همدې امله جنګ شدت پیدا کړ او په ورته وخت کې د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې تروريستانوجبهه يي جګړه پیل کړه، ځکه دوی داسې ګڼلې وه  چې افغان امنیتي ځواکونه په يواځې دغه جګړه نشي مهارولې.

سره له دې چې هغه مهال د تجهیزاتو او لازمې همغږۍ نشتوالی او  په امنیتي ځواکونو کې د فساد شتون له هغو لویو مسلو څخه وو چې د تروریزم پر وړاندې جګړې کې یې ډېرې منفي اغېزې لرلې. ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونو د اوس هومره مورال نه درلود، نو دغو ستونزو ته په پام، جمهوررئیس پرېکړه وکړه چې د اعلی سرقومندانۍ او د توحید ملي مرکز جوړ کړي.

د جګړې د سمې رهبرۍ لپاره، جمهوررئیس د دغو ادارو رهبري په خپله  غاړه واخیسته او د امنیتي ځواکونو همغږي ته یې لا زیاته پاملرنه وکړه: د دغو مرکزونو له لارې جمهوررئیس په مستقیم ډول امنیتي ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې اړیکه نیسي او ستونزې یې اوري.

د توحید ملي مرکز له جوړېدو سره د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ زیاته شوه، ټولې هغه ساحې چې امنیتي ګواښونو سره مخ وې په نښه شوې او لا هم په نښه کېږي او د تهدیدونو د دفعه کولو په موخه پر وخت لازمې لارښوونې کېږي. د جګړې په پلان او عملیاتو کې واضح بدلون رامنځته شوی. بهرنیو ځواکونو سره همغږي زیاته شوې.

د ولسمشر غني د واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې، افغان ملي امنيتي ځواکونود ګڼو عملیاتو او محاربوي فعالیتونو ترڅنګ د ماینونو شنډولو، ګزمو، مانور، اکمالاتو، د تلاشۍ کمربندونو او کمينونو کې پام وړ تحرک او پرمختګ لرلی دی او تر ټولو مهمه دا چې زموږ ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي او د چارو ابتکار د دوی په لاس کې دی.

د ولسمشر غني د دغو اقداماتو او نوښتونو له برکته نه یوازې په تېرو څلورو کالو کې جنګ ښه مدیریت شو، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي او محاربوي وړتیاوې ښې وروزل شوې، د دوی تمویل او تجهیز ته پام زیات شو، اعاشه او البسه یې ښه شو، د فساد، غلا او درغلیو مخه ونیول شوه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو درملنې ته پاملرنه زیاته شوه او د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وشوه.

د ملي توحید مرکز څخه وخت پر وخت جمهور رئیس غني له امنیتي او دفاعي مسوولینو او منسوبینو سره په اړیکه کې وي، د دوی ستونزې اورېدل کېږي، په اړه یې اجرات کېږي، د عملیاتو په اړه ورته لازمې لارښوونې ورکول کېږي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي هم له دغې لارې زیاته شوې او لنډه دا چې د همدغو اقداماتو له برکته د تروریستانو او د هغوی د ملاتړو هغه شوم پلانونه چې د حکومت د سقوط او د ځینو ولایتونو د نیولو لپاره یې لرل له خاورو سره خاورې شول.