ولسمشر غني پرمختګونه او شته فرصتونه له نړیوالو سره شریک کړل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د افغانستان په اړه جنیوا کنفرانس د روان میلادي کال د نومبر په ۲۸ د سویټزرلېنډ په جنیوا ښار کې جوړ شو. د افغانستان په اړه دغه مهم دوه ورځني کنفرانس کې د نړۍ د نيږدې سلو هیوادونو او بین المللي بنسټونو استازوګدون کړی وو. یاد کنفرانس ته له  افغانستان څخه د ولسمشر محمد اشرف غني، د هیواد د لومړۍ مېرمن او  اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړ پورو چارواکو ګډون کړی وو.

د جنیوا کنفرانس د افغانستان د سولې او ثبات او د افغان حکومت د حساب ورکولو لپاره جوړ شوی وو.  په یاد کنفرانس کې افغان حکومت خپلې لاسته راوړنې نړیوالو ته وړاندې کړې او نړیوالو په یادو لاسته راوړنو د خوښي څرګندونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ژمنې نوې کړې.

په یاد کنفرانس کې د غونډې ګډونوالود افغانستان په ستونزو خبرې وکړې له افغان ولسمشر سره یې هوکړه وکړه چې د افغانستان  د اقتصادي ودې ښه کول ،بېوزلي کمولو، کارموندلو، د اداري فساد پروړاندې مبارزه کولو، د ښځو ځواکمنولو او د حکومتولۍ، د قانون د واکمنۍ او بشري حقونو د ښه کولولپاره به  مونږ زیاتې هلې ځلې وکړو او یادې ټولې ستونزې به له منځه یوسو.

ولسمشر په یاد کنفرانس کې د وینا پرمهال د افغانستان له ستراتیژیکو نړیوالو همکارانو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه مننه وکړه.هغه وویل که څه هم له ۲۰۰۱کال راپدېخوا امریکا په افغانستان کې زیات سرتېري له لاسه  ورکړل، خو بیا هم دوی پر شا نشو او له ستونزو سره یې مقاومت وکړ، او له مونږ سره یې د اساسي متحد په حيث مالي مرستې وکړې.

ولسمشر غني یادې غونډې ته د وینا پرمهال د تحول لسیزې له پیل څخه تر دې مهاله په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې په مفصل ډول شریکې کړې او همدارنګه یې د لارې د شته خنډونو او ستونزو یادونه هم وکړه، نوموړي وویل، افغانستان د بقا جګړه ګټلې او اوس د ثبات او خودکفایۍ په لور خپل ګامونه لنډوي، مګر په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان لپاره زیات مهم دی.

ولسمشر غني په یاده غونډه کې د افغانستان د تولیداتو او صاداراتو، د هوايي دهلیزونو د پرانیستلو په ترڅ کې په وروستیو کې چین ته د هوایي دهلیز د پرانیستلو یادونه وکړه، چې د افغانستان ۳۰ټنه جلغوزي په لومړۍ جوپه کې د لومړي ځل لپاره چين ته صادر شول او دغه لړۍ به نوره هم ادامه ومومي. په دې سره یې نړیوال دې ته وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او نړیوالو هم ورسره ژمنه وکړه چې مونږ به په افغانستان کې پانګونه کوو.  چې له دې سره به د افغانستان په اقتصاد کې خواره پرمختګ راشي.   

په جنیوا کنفرانس کې د هیواد لومړۍ مېرمن د ښځو د وضعیت په اړه غونډه کې وویل، نن سبا په افغانستان کې ښځې له سخت حساس حالت سره مخامخ دي، که څه هم په دې وروستیو څلورو کلونو کې د نړیوالې ټولنې او د ملي یووالي حکومت  په رهبرۍ کې د سیاسي ارادې له برکته، ډېرو ښځو په سیاسي او ټولنیزو چارو کې پرمختګ وکړ،خو ټولو ته یې د بریالیتوب لپاره ضروري روزنه ورنه کړه او د ښځو په حق کې بې پروايي وشوه.