خپلواک ولي استعفا وکړه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ش کاکړ

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر او د ولسمشر سیاسي سلاکار محمد اکرم خپلواک نن له خپلې دندې لاس په سر او ولسمشر ته یې د کابینې له مجلس وروسته خپله استعفا پاڼه وړاندې کړه.

خپلواک ولسمشر غني ته خورا نږدې او د نوموړي د راز او نیاز کس و، چې حتا په ورځنیو غلاوو کې له نوموړي سره شریک و. اوس پوښتنه دا ده چې خپلواک ولې له خپل موقف څخه لاس په سر شو؟

له تېرو څلورنیمو کلونو را په دې خوا خپلواک د هېواد چور ته بډې وهلې وې او تر نن پورې یې بېحده غلاوې وکړې چې تر ډېره بریده یې په حکومت کې د کمېشنکار په نوم شهرت درلود. دلالي، مخکښو سیاسیونو ته توطیې جوړول، د قومونو په ځانګړې توګه د پښتنو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهل یې نورې هغه دندې وې چې تر نن پورې یې په پوره ایماندارۍ ترسره کړې دي.

اوس چې د ولسمشر غني د واکمنۍ وروستۍ سلګۍ دي او غلاوې هم وروستۍ مرحلې ته رسېدلې، د استعفا په نوم غواړي ځان لکه سپینه مرغۍ داسې پاک وښيي، خو خبر نه دی چې د اوسني نظام تر ټولو پلیته او سپکه څېره دی خپله دی. د دې هېواد اصیل بچي چې تاسو یې د وینو پر سر لوبې وکړې، د کونډو، یتیمانو حقونه مو وخوړل او د سولې په نامه مو په بېلابېلو بهانو پیسې غلا کړې او د دوی عزت مو وپلوره، اداره مو ټوټې ټوټې کړه، د پرمختګ پر ځای مو هېواد شاتګ ته سوق کړ، د هېواد د وروڼو قومونو تر منځ مو نفاق رامنځته کړ او په ټوله کې د پښتنو قومونو تر منځ مو چې کومه بې اتفاقي راوسته، هېڅکله به مو ونه بښي.

تېر کال داسې راپورونه خپاره شول چې ولسمشر غني د خپلو ورځنیو غلاوو شریک خپلواک ته امر کړی چې هره ورځ سل زره ډالر د ټاکنیز کمپاین لپاره پیدا کړي. خپلواک چې اصلي دنده یې د ولسمشر کمېشنکاري وه، هره ورځ په مختلفو بهانو پیسې ټولولې او نن چې د کمپاین وخت را ورسېد د ځان د پاک والي په پار یې هم خپله دنده خوشي کړه او هم یې د مظلوم ملت په میلیونونو ډالر په بډه ووهل.

په پای کې د افغانستان له اعظیم ولس څخه غواړو چې ټول سره یو شي او د خپلواک د غلاوو او دوسیو د څېړنې غوښتونکي شي، کومې غلاوې چې د ولس په نامه خپلواک په بډو وهلې دي، د هېواد په تاریخ کې یې ساری نشته؛ که چېرې ولسمشر واقعاً د فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي او له خپلواک سره په ورځنیو غلاوو کې شریک نه وي، نو اړینه ده چې نوموړی د محاکمې مېز ته را کش او د ولس د حقونو په تړاو ترې پوښتنه وشي.