‎پر علي وزیر برید !

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مینه منګل
‎تېره دوشنبه پر علي وزیر برید وشو ، دا یو څرګند حقیقت دی چې دا برید د پاکستان د پوځ کار دی په دې کار سره دوی دا وښوده چې دوی د ترهګرۍ ملاتړي دي کله چې څوک د ترهګرۍ ضد غږ پورته کوي د پاکستان پوځ یې وژني، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر وايي چې د پاکستان پوځ د طالبانو تر شاه ولاړ دی .
‎د علي وزیر پر کور برید ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

 
‎ددې برید په غبرګون کې 
‎ د عراق او افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د پاکستان امنیتي بنسټ په واڼه کې د وینې تویېدو مسؤول بللی دی.
‎نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، نړۍ پوهېږي چې واڼه کې څه روان دي او هلته طالبان د چا په ملاتړ حضور لري: 
‎"واڼه کې ټولوژنه ده، چې مسؤول به یې د پاکستان امنیتي بنسټ وي. پوځي مشران پوهېږي چې څه روان دي او طالبان هلته د دوی په ملاتړ حضور لري. نړۍ پوهېږي هلته څه روان دي.

‎د پاکستان حکومت چې په ظلم او د ترهګرو د روزنې په نوم په ټوله نړۍ کې شهرت لري ، تل هڅه کوي چې د حق غږونه خاموشه کړي تر څو ددوی ګندګۍ همداسې پټې پاتې شي،د پاکستان ستمګرحکومت تل په خپله خاوره کې یې پښتانه زورولي، تل یې له خپلو حقونو محروم کړي او تل یې د خپلې نېکنامۍ  د پاره له پښتنو ناوړه  استفادې  کړي دي. 
‎‌‌‌‌‌‌ډېری وخت ددې لپاره چې پآکستان نړۍ ته ځان سپين کړي د ترورست په نوم یې پښتانه له کورونو را باسلي او په رڼا ورځ یې یا وژلي او یا یې زندانونو کې اچولي، تنکي ځوانان یې بې کوره کړي او بیا یې د ترهګرۍ زده کړې ورکړي او ګمراهۍ ته یې سوق کړي ،د پاکستان ادارې  دېته ورته ‌‌‌‌‌‌ډېر ظلمونه کړي چې مثالونه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر دي. 
‎تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلونو وروسته په پاکستان کې مېشت د پښتنو څو مشران وروسته تر هغې  را غون‌‌‌‌‌‌‌ډ شول
‎په کومه ورځ چې د پاکستان پوځ یو وزیری ځوان د ترهګر په نوم په شهادت ورساوه، چې تر پلټنو وروسته دا ځوان بۍګناه وُ.
‎له همغې ورځې وروسته په ټول پاکستان کې پښتانه را پاڅېدل د خپلو مشرانو غږ یې بدرګه کړ
‎ او د عدم تشدد د لارې یې د حق او عدالت غوښتنې غږونه پورته کړل ، دا پښتانه خپل حق غواړي ، دوی د هغه ظلم پوښتنه کوي چې دا کلونه کلونه پرې شوی، دوی خپل ورک شوي عزیزان  غواړي .
‎د همدې حق د پاره دې پښتنو د پاکستان په لویو ښارونو کې لویې غږن‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې ددې پښتنو شعار دا دی چې  
‎پښتانه دهشتګر او ترهګر ندي. 
‎اوس چې پاکستان تر سخت فشار لاندې راغلی غواړي د پښتنو دا حرکت بدنام کړي او د تشدد رنګ ورکړي  چې ګواکې د پښتون ژغورنې غورځنګ  د تشدد غورځنګ دی .
‎یو ځل پخوا د غون‌‌‌‌‌‌ډې پر مهال د پښتون ژغورنې مشران د پولیسو له خوا ونیول شول چې تر خوشې کیدو وروسته یې وویل چې پولیسو غوښتل د فشار د لارې پرې دا ومني چې ګواکې هغوي د نورو هیوادونو لپاره کار کوي.
‎ددې غورځنګ یو مشر وزیر وايي چې د پنجاب پولیسو د څو هیوادونو نومونه یاد کړل چې ګڼې د دوي تر شا ولاړ دي او د دوي د هغوي په لمسون کا رکوي
د غورځنګ دې  غړیو همدارنګه وویل د پنجاب پولیسو ورته ویل پاکستاني مطبوعات ځکه د هغوي د غورځنګ راپورونه نه ورکوي چې "تاسو سم خلک نه یاست 
‎رښتیا هم د پاکستان رسنیو ددې غورځنګ غږ یې نشر نه کړ. 
‎سره د ټولو ستونزو بیا هم دې پښتنو خپلو مبارزو ته دوام ورکړ، اوس د پاکستان پوځ د طالبانو په ذریعه غواړي ددې غورځنګ مشران تر وسله وال برید لاندې راولي او ویې وژني .
‎اوس اړتیا ده چې پښتانه خپلو مبارزو ته د عدم تشدد د لارې دوام ورکړي دوی د پاکستان په حکومت دومره فشارونه راوړي څو نور د پښتنو له زورونې لاس واخلي او خپل حقونه ورکړي ، او نور پښتون د ترهګر په نوم استفاده نه کړي . 
‎د پښتون ژغورنې غورځنګ یو معدني حرکت دی چې په دې کې د افغانستان حکومت هېڅ راز لاس نه لري.
‎خو اړتیا ده چې دواړو خواو ته پښتانه نور د پاکستان په لومو کې بند نشي او د هېڅ قیمت په مقابل کې د پاکستان د ظلم په وړاندې تابع نشي. 
‎انشاءالله چې د پاکستان ظلم به نور پای ته رسېږي او دا ظالم او جابر حکومت به یوه ورځ را نسکوره
‎کېږي. 
مینه منګل