سیاسي مخالفین دې خپلې طرحې وړاندې کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

لکه څنګه چې حکومت او نظام د ټولو دی، نو په اړه یې ټول د نیوکو حق لري، مګر دغه نیوکې باید عادلانه او په انصاف ولاړې وي. خصوصاً د حکومت سیاسي مخالفین، ګوندونه او بنسټونه دې پر حکومت یوازې نیوکې نه کوي، بلکې د چارو د ښه والي لپاره دې خپل مسلم وړاندیزونه او طرحې هم وړاندې کړي.

حکومتونه له ځانه کره او پوره نه وي، بلکې د دغه ډول معقولو نیوکو، طرحو او وړاندیزونو په پایله کې کرار کرار پختګۍ ته رسېږي، خو په افغانستان کې خبره برعکس ده. دلته اول سیاسي مخالفین نشته او که وي هم هغوی د حکومت د پیاوړي کولو پرځای د نظام د کاواکه کولو هڅه کوي، عقده یي چلند کوي. دوی د شخص او فرد پرځای له نظام څخه غچ اخلي او له نظام څخه غچ اخیستل په خپله د خپلو پښو وهل او له حرکته غورځول دي، ځکه چې نظام نه وي، نو یوازې د مشخص فرد  او ډلې نه، بلکې د ټولو ژوند په خطر کې لوېږي.

په افغانستان کې د حکومت د سیاسي مخالفینو بله بدګڼه داده چې دوی تل په شخصي، لنډمهاله او نغدو ګټو فکر کوي، دوی ائتلافونه، شور او غوغا یوازې د دې لپاره جوړوي چې د حکومت پام ځانته ور واړوي او بیا دوی ور وغواړي او بالاخره د یو پټ جوړجاړي له لارې د امتیاز له ترلاسه کولو وروسته خپل اعتصاب پایته ورسوي، همدغه دلیل دی چې دلته نه حکومت پختګۍ ته ورسېده او نه هم سیاسي مخالفین دوامدار مخالفین پاتې شول.

په افغانستان کې چې څومره له حکومت څخه ولس ګیله من دی، نو همدومره له سیاسي مخالفینو څخه هم زاره ترکی دی. سیاسي مخالفین د دې پرځای چې د حکومت چارې وڅاري، نقد یې کړي او د سمون لپاره یې رغنده طرحې وړاندې کړي، یوازې نیوکې کوي  او په ډېرو مواردو کې یې نیوکې هم بې اساسه وي، ځکه دوی د خلکو د پام ور اړولو په خاطر ځینې مهال بې اساسه تورونه لګوي. ځینې تورونه دومره خطرناک وي چې د نظام پایې لړزوي، د ولس نهیلي او بې باوري زیاتوي او بالاخره حکومت معاملې ته اړباسي.

کاشکې زموږ سیاسي مخالفین د مخالفت اصول مراعات کړي او خپل مخالفت د هېواد ملي ګټو سره سم عیار کړي. هغه څه چې د نظام بقا او ملي ګټو ته خطر پېښوي له هغو صرف نظر وکړي او هغه څه چې د سمون، رغون او د نظام د پیاوړتیا لامل کېږي هغه مسایل په دقت او جرئت مطرح کړي او په حکومت مشروع فشار زیات کړي، مشروع په دې مانا چې حکومت وارخطا او ټکنی نه کړي، بلکې حکومت خپلو تېروتنو او نیمګړتیاو ته متوجه کړي او دا هغه مهال ممکن ده چې زموږ سیاسي موافقین او مخالفین تر هر څه لومړی په افغانستان او ملي ګټو باور ولري.

له بده مرغه د حکومت او سیاسي مخالفینو تر منځ په ناندریو، اعتصابونو او لاریونونو کې تر دې مهاله یوازې ولس دل شوی دی، ځکه ستونزې دوی ګوري، خدمات دوی ته نه عرضه کېږي، قرباني دوی ورکوي، مګر امتیاز، مقام او منصب سیاسي مخالفین ترلاسه کوي. سیاسي مخالفین دې د سوداګرۍ او معامله ګرۍ پرځای برحقه مبارزې ته مخه کړي، داسې مبارزه چې هم د نظام، هم د ولس او هم د هېواد په خیر وي. دا هغه مهال کېدلی شي چې سیاسي مخالفین د لنډمهالو او شخصي ګټو پرځای په اوږدمهالو او ملي ګټو فکر وکړي او د نیوکو ترڅنګ خپلې طرحې هم شریکې کړي.