د افغانستان د بشپړې ویجاړونې د پاره د کرغېړنو کړیو لوی ملي ضد ایتلاف

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

دا ایتلاف نه ډېر حيرانونکې او نه هم کومه فوق العاده پېښه ده ، دا د هغه څېرو ایتلاف دی چې په تېرو کې هم ایتلافو کړي او هم يې  تر هر ایتلاف وروسته د یو بل ویني بهولي دي . د افغانستان د تاريځ په وروستیو څلوېښتو کلونو کې همدغه ډلو له هغه چا سره ایتلاف کړی چې هغه يې خپل نه پخلا کېدونکی دښمن بللو ، یانې دا لنډمهاله د لنډو وخت ګټو پر بنسټ را منځ ته شوي ایتلافونه دي چې د هیواد له ملي ګټو او ارزښتونو له ساتنې سره هيڅ تړاو نه لري، بلکې دغه ایتلافونه تل د فغانستان د لا ویجاړولو او بربادۍ په هدف رامنځ ته شوي دي چې پایلې يې تل  وژل، ویجاړول

، سوزول، غلا او چپاول کول ، د بیت المال او د ملي شتمنیو غصب او تالانول، د بې دفاع خلکو پر شرف او ناموس  تېری ، قاچاق ، جاسوسي او نور بې شمېره جنایتونه ول. له دې کبله دغه څېرې خلکو او نړيوالو  ښه پېژاندلي او پر حقه يې دوی ته  ، د ټوپکوال، پاټکي ، جنګسالار، غل ، لاره وهونکي ، تندلاري، دهشتګر ، لنډغرو ، مافیا ، پردي پال، متعصب ، اشرار، لاره شکوونکي او داسې نور يې شمېره القاب ورکړي. نو ځکه ددوی د تورو څېرو د پېژاندلو دپاره کومې څېړنې او تحقیق ته اړتیا نشته او کله چې د هر یو نوم یادېږي نو د پې شمېره جنایتونو لړۍ د انسان تر سترګو را درېږي.

هغه څه چې د خلکو د پراخ غبرګونو سبب شوی او کېږي ، ددغه تورو څېرو د تورو او وطن دښمنه کړنو او تګ لارو له امله دی. دوی څو څيزونه په څرګنده ثابت کړي : او هغه داچې  دوی د خپلو ګټو دپاره د افغانانو په وژلو کې هيڅکله هم له زغم او ترحم کارنه دی اخیستی ، دوی ته د انسان وژل د څارویو له وژلو آسانه او بې ارزښته دی، دوی د تنظیمي جګړو پر مهال  په زرګونه انسانان ووژل، دوی د کابل ښار وران او ویجاړ کړ ، دوی د افغانستان ملي  شتمنۍ چور او تالا کړې ، دوی د خلکو په وژلو او زورولو کې د وحشت ددورې له کړنو زیات بربریت وښود. دوی ته وطن او د وطن راتلونکې هيڅ ارزښت نه لري ، دوی د واک دپاره هرې غلامۍ ته چمتو دي ، دوي د پاکستان، ایران غلامي په مړو سترګو وکړه ، دوی واک ته د رسېدو دپاره هرې دروازې ته سرټيټ کړ. دوی میلیاردونه ډالره چې افغانستان ته د مرستې په نامه راغلي ول ، غضب  او تلان کړل، دوی ځمکې، دشتې او غرونه ،غصب کړل، لنډه دا چې دوی د پيسو او قدرت بې وجدانه لېونیان دي چې دې هدف ته د رسېدو دپاره  هر راز جنایت ته تل چمتو ول او چمتو دي.

څرنګه چې دغه ډلو د خپلو بدماشیو له لارې نژدې ۱۹ کاله افغانستان او د افغانستان خلک یرغمل کړي  نو لازمه ده دا ګواښونه جدي و ګڼل شي ، ځکه ددوی له ناولو خولو نه د مرګ او تباهۍ پیغامونه تر غوږه کېږي. دوی د ژغورنې تر ماسک لاندې د وطن د بربادۍ دپاره تړونونه کوي ، په تېره بیا چې د افغانستان خلاف مغرضه هیوادونه ددوی د تورو پلانونو ملاتړ او ننګه کوي.

دوی د خلکو له احساساتو څخه د ناوړه ګټې اخستنې زیاته تجربه لري ، دوی د یو قاتل ، داړه مار نه د یو قوم مشر جوړوي ، او ساده او بې خبره خلک لارو او کوڅو ته را باسي څو له یو مجرم څخه دفاع وکړي.

 دوی خپل ایتلاف د ژغورون ایتلاف بولي خو پوښتنه داده چې دوی افغانستان له چا ژغوري، وسله والې ډلې چې هره ورځ د خلکو پر مال او شرف تیري کوي د همدغه ایتلافیانو پوځونه دي،  چې نه قانون  مني او نه د انسان حقوق، دوی دي چې د خپلو ګټو دپاره  د قانون د پلي کېدو مخنیوی کوي او د انسانیت او شرافت ټول اصول تر پښو لاندې کوي.. همدوی دي چې په خلکو کې د نفاق او بدبينۍ زهر شیندي ، همدوی دي  چې په میلیاردونه ډالره  يې غلا کړي  ، د لوړو ودانیو، مغازو ، ښارګوتيو ، سوداګریزو موسسو او داسې نورو خاوندان دي ، همدوی دي چې میلیونونه ډالره يې له افغانستانه بهر  زیرمه کړي دي، نو دوی څه له چا ژغوري؟

دوی چې د هرې شبکې او  د وطن د هر دښمن  دپاره جاسوسي کوي ، نو وطن له چا ژغوري؟ یقني خبره داده چې ددوی مقابل لوری د افغانستان ، مظلوم ، ربړېدلی او تر ستم لاندې ملت دی چې ددغه شر اچونکو  له فتنو څخه په تنګ راغلي او غواړي د شر او فساد دغه کړۍ د تل دپاره د عدالت منګولو ته وسپاري او دغه هیواد د تل دپاره ددوی له تورو دسیسو وژغوري. په حقیقت کې دوی غواړي ځان له قانون څخه وژغوري، دوی غواړي خپلې غلاوی او دهشتونو د قانون څخه وژغوري . دوی غواړي د حساب او کتاب د ورځې د رسېدو څخه ځان وژغوري.

هغه څه چې د تاسف او تشویش وړ دی دادی چې دوی اوس هم د هغه هیوادونو ملاتړ له ځانه سره لري چې دوی يې واک ته ورسول او دوی يې په پیسو او شتمنیو وپړسول. او دوی د همغوی د پوځي، اقتصادي او سیاسي چتر لاندې په سیستماتیک ډول افغانستان د بحران او ګډوډۍ په لور بیايي. که څه هم ددوی څېرې خلکو ته څرګندې دي خو له دوی څخه پراخ بهرنی ملاتړ دوی ته دا ځواک او امکان ورکوي څخه زموږ د خلکو د دردونو او کړاونو لړۍ نوره هم اوږده کړي. دوی د شر او شرارت په کار کې پراخ او هر اړخیز مالومات او تجربې لري، دوی پوهيږي چې څرنګه د یو بحران وروسته بل بحران را وپاروي ، یوه ډله ایتلاف جوړوي او ګواښونه کوي او بل يې د بحران اور ته تیل اچوي او د تذکرو د نه منلو غږ اوچتوي ، بل د قوم او ژبې غږ اوچتوي او موږ وینو څرنګه ساده او خوشباوره وګړي ، د قومي او ژبنیو او دیني شعارونو تر چتر لاندې د خپلو شومو غرضونو دپاره کاروي.

نو ځکه لازمه او ضروري ده  ددغه جنایتکاره بانډونو پرخلاف منظمه او ټينګه مبارزه  ترسره شي څو دغه تور بانډونه  ونه شي  کړی شي خپلو شومو او تورو مخو ته ورسېږي.