اتمر صاحب د خدای پار دی!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 اېمل پیاوړی

نو ښاغلی اتمر  چې ټولو ته د نجات پرښته معلومېده، دومره معامله ګر راووت چې د واک د ترلاسه کولو لپاره دې په قانون، وطن او ملت معامله وکړي، نو بالاخره په دې وطن کې سړی په چا اعتبار او حساب وکړي. ډېرو دا ګنله چې د افغانستان دغه بحراني او توپاني کښتۍ به که خدای کول دغه مبتکر مدیر (اتمر) ساحل ته رسوي، مګر درېغه چې دغه ښاغلي یې د لا توپاني کېدو لپاره له لېوانو او جنګسالارنو سره لاس یو کړی دی

.

اتمر صاحب د خدای پار دی! موږ هیڅ وخت داسې نه ګڼله، حتی د دې فکر مو لا نه کاوه چې تاسو دې هم د واک د ترلاسه کولو لپاره له جمعیتیانو سره هغوی چې په کورنیو جګړو کې یې هیواد په دغه بدبختۍ ککړ کړ، تاسیسات یې ویجاړ کړل، خلک یې ووژل، هر څه یې چور او تالان کړل، له کرزي یې بېدرېغه باج واخیست، نظا م یې بدنام کړ او لسګونه داسې جنایتونه یې ترسره کړل چې په یادولو یې سړی شرمېږي، مګر د دې ټولو باوجود تاسو بیا هم له دغو جنایتکاو او جنګسالارانو سره لاس یو کړی دی.

اتمر صاحب، ولس امن غواړي، ولس له جنګ او جنګسالارانو ستړی دی. د خدای لحاظ وکړئ. د وطن او وطنوالو په سر له دغې بدرنګې معاملې تېر شئ. جمعیتیانو سر له اوسه ورته ګېډې خیشتې خړي اوتاسو هم ورته ډاډ ورکړی چې په واک کې به ښه غوښنه برخه ورکوئ او د دوی په فرمایش او غوښتنه به د نظام جوړښت بدلوئ.

اتمر صاحب تاسو باید زړه او عاطفه ولرئ. په دې ولس باید رحم وکړئ. تاسو ولیدل چې له تېرو څلوېښتو کالو زموږ خلک په وینو کې شټېږي. هره ورځ د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي. شتمنۍ یې له لاسه ووتې، کور او کلی ترې پاتې، له جنګ، وحشت او زورواکانو را تښتېتدلي، په دښتو او پردیو وطنونو کې مېشت دي. یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دریان دي. دوی هیڅ هم نه غواړي یوازې او یوازې سوله غواړي، امن غواړي، ثبات غواړي، د جنګسالارانو او زورواکانو ورکاوی غواړي، مګر تاسو برعکس د همدغه ولس په سر له داسې چا سره معامله کوئ چې ولس ورڅخه کرکه لري.

ښاغلی اتمر ومو لیدل چې دغو جمعیتیانو له تا سره د تړلو دروازو تر شا معامله وکړه. تاسو د دوی هره غوښتنه ومنله او له دوی سره مو هوکړه وکړه، تاسو فکر وکړ چې دوی مو تېراېستل مګر دوی لا سر له اوسه تاسو وپلورلئ، ستاسو معامله او ستاسو څېره یې رسوا کړه. تاسو یې ټولو ته ور وپېژندلئ. ولس خو جمعیتیان بې له هغې هم پېژندل، مګر تاسو یې تازه وپېژندلئ. ولس پر تاسو کړي اعتماد باندې پښېمانه دی او د خدای شکرونه ادا کوي وایي ښه شوه چې معامله مخکې له مخکې رسوا شوه، کنه دوی مو بیا د لېوانو خولې ته برابر کړي و.

هیله ده چې ولس نور ونه غولېږي. نور باید له عقل کار واخلي. ولس باید د قانوني په څرګندونو ښه فکر وکړي او د دغه فکر په نتیجه کې د وطن خواخوږي او سوداګر سره تفکیک کړي. دوی باید په دې پوه شي چې جمعیتیان څوک دي او څه غواړي او اتمر د څه لپاره لاس او پښې وهي او همدارنګه باید د وطن د نجات لپاره د ولسمشر غني ملا ور وتړي او د هغوی ټینګ ملاتړ د دې لپاره وکړي چې مافیا، جنګسالاران او معامله ګر نور هم منزوي او څنډې ته کړي.