د افغان علماو بېساری اقدام

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د هېواد له ګوټ ګوټ څخه درې زره علما، خطیبان، مفتیان، ملاامامان او د پوهنتونونو د اسلامي زده کړو پوهان او استادان د لویې جرګې په خېمه کې په دې سره را غونډ شول چې د قران د نصوصو او معتبرو احادیثو په رڼا کې یې د افغانستان د مسلمان ملت او افغان دولت پر وړاندې روان جنګ مطلق حرام وباله

.

له تېرو څو کالو راهیسې پر افغان علماو همدغه نیوکه وه، چې دوی ولې د روانې بدمرغه جګړې پر وړاندې خاموش دي او د افغان وژنې پر ضد خپل غږ نه پورته کوي، که څه هم یو شمېر علماو په بېلابېلو وختونو کې په انفرادي توګه خپل غږ پورته کړی او دغه جګړه یې غندلې او غیر مشروع یې بللې، مګر دا د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دغومره ګڼ شمېر کې علما سره راټولېږي او ټول په ګډه دغه جګړه مطلق ناروا او حرامه بولي.

د افغان علماو دغې غونډې د دغې جګړې د حراموالي لپاره څلرویشت مخیزه تفصیلي او جامع اعلامیه ورکړې او په هغه کې یې ډېر کره او واضح دلایل راوړي دي. علماو پر افغان دولت او وسله والو مخالفینو د اوربند او سولې وړاندیز کړی دی. دوی استدلال کړی چې روانه جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده او اصلي قربانیان یې بې ګناه او عام افغانان دي، نو ژر تر ژره دې د جګړې د ودرېدو لپاره عملي او ګټور اقدامات وشي.

د افغانستان د شته وضعیت په اړه د افغان علماو متفقه فتوا په مقدمه کې راځي: ” څو لسیزې کېږي چې افغانستان د جګړې په اور کې سوځي. له بده مرغه د دې جګړې قربانیان یوازې افغانان دي. په ځانګړې توګه په وروستیو ۱۶ کلونو کې د افغانستان جګړه ډېره خونړي حالت ته رسېدلې. هیڅ راز دیني ارزښتونه او ملي معیارونو ته په کې درناوی نه کېږي. د پردیو دغې تحمیلي او تپل شوې جګړې د افغان ولس زغم پایته رسولی. هره ورځ د دواړه لوریو له خوا په جګړو کې لسګونه ځوانان، ماشومان، سپین ږیري وژل کېږي. میندې بورېږي او بچیان یتیمان کېږي او په سلګونو ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ کېږي. “

پلازمېنه کې د افغان علماو غونډه یوازې له دې پلوه بېساری اقدام نه ګڼل کېږي چې زرګونه علما په کې راټول شوي، بلکې له دې پلوه هم د ارزښت وړ ده چې دوی په پوره منطق، استدلال او قاطعیت روانه جګړه مطلق ناروا او حرامه وبلله.

افغان دولت په ځانګړي ډول ولسمشر غني نه یوازې د علماو د دغه بېساري او تاریخ اقدام هرکلی او قدرداني وکړه، بلکې ټولو دولتي ادارو ته یې په ټینګه لارښوونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې دې د علماو د فتوا هغه برخې او وړاندیزونه چې حکومت ته راجع کېږي د هغو د عملي تعقیب او تطبیق په موخه دې خپل پلانونه ترتیب کړي.

د ولسمشر غني له دغه هرکلي او لارښوونې څخه معلومېږي چې افغان دولت په ټوله مانا د سولې اراده، برنامه او چمتووالی لري او هغوی چې د دولت پر ضد به یې پروپاګند کاوه چې حکومت مازې د سولې نارې وهي، خو په عمل کې یې نه غواړي، دا ټول منفي تبلیغات یې بې اساسه ثابت کړل.

خو بل لورته طالب وسله والې ډلې لا هم داسې معلومېږي چې دوی د دغو جیدو افغان علماو برحقه غږ ته لبیک نه وایي او لا هم د پاکستان او نورو افغان ضد کړیو په لمسون افغان وژنې او د دغې بدمرغه او نامشروع جګړې اوږدولو ته ادامه ورکوي.