ملي جبهه که دجنگسالاروددفاع کمیټه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب الله غمخور

دفبرروری په دريمه نېټه مې دکمپيوټر پر تندی دبې بې سې په ويب پانه ګي ولوستل چې جنرال دوستم د ترکتبارانو د شورا د مشر اکبر باى پر کور حمله کړې اوهغه ئې ټکولۍ دی ،ددې لپاره چې اکبر باي ددوستم له کوره راوباسی دجنرال دوستم کور دپوليسو لخوا دلسو ساعتو لپاره کلابند و .
حيران پاته شوم چې جنرال دوستم خو دجمهوررییس پوځی سلارکاردی ديوگوند مشر دی هغه بياداکار څنگه کړی .
خبر راته جالب شو ټول مې ولوست .
ترکومه ځايه چې دجنرال دوستم په اړه معلومات لرم اودهغه خصوصيات راته معلوم چې نه غواړي په شمال کي بل څوک سرپورته کړي فکرمې وکړه ممکن بياې غوښتی وي چې خپل سيال وډاروی ،له همدې امله مې په لومړی سرکې فکر داو چې دا يوه عادی اومعمولي پېښه ده . مگر کله چي مې جريانات مطالعه کړه راديو گانې مي واورېدې ،دجنگسالاروددفاع دکمېټې په اصطلاح دملي جبهې اوتی بوتی مې واورېدې پوه شوم چي نه داسي نه دلته داکبر باي دډارولو تر څنگه پدې بهانه يوه بله سياسی لوبه دپيل کېدو په حال کې ده ،دوي غواړي هغه دري متل دی چې وايي ((يک تير ودوپخته )) کاروکړي .
زما په اند دوي غوښتل له يوې خوا نړيوالوزبر زبرځواکو اوښاغلي کرزی ته داپه ډاکړی چې گوری څه چې مو زړه وغواړی هغه کوو،که څه هم نشه اوسو،ځکه د کابل پولیسود رسنیو سره په مرکو کې وویل چې جنرال په غیرنورمال حالت کی ( نشه حالت کې ) دغه کار کړئ دی ، اودبلې خوا دترکتبارودشورامشر اکبر باي وډاروی چې څوک دي رانه خلاصولاي نشی . يعنی په واقعیت کې داوښاغلي کرزي او نړیوالو ځواکونواوټول دولتی حاکميت ته دگواښ يو بېلگه ده ، چې دوي بايد سوچ ورباندي وکړی ،نه داچي وډار شی .
وروسته مې راډيو گاني واورېدې ،په راډيوگانو کې ضد اونقيض خبرونه خپرېدل . دبېلگې په توگه دکورنيو چارو دوزارت دوياندله خولې خبر خپور شو چې جنرال دوستم پداسي حال کې چې پدغه شپه ئي دملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام ، د موقتي اداری د اوبو او بریښنا وزیر شاکرکارګر او پارلمان وکیل فیض الله ذکي دملي کنگرې گوند مرستيال بشير بېژن اويوشمير نورکسان چې څوک ئې له ډاره نوم نسی اخيستلاي هم دجنرال دوستم په کورکې مېلمانه وه ، چې پر نېمه شپه داکبرباي پر کور وسله واله حمله کړې دهغه زوي اوپيردار ئې زخمی کړی ،او اکبرباي ئې يرغمل له ځانه سره ددوستم کورته بيولۍ دی ،چې پوليس پسله لس ساعته کلابندی وتيوانيدل هغه دجنرال دوستم له منگولو خلاص اوداردو روغتون ته ددرملنې لپاره ورسوي .
دپورته ادعا پخلۍ له بي بي سي سره د د کابل امنيه قوماندان جنرال محمد سالم احساس هم کړئ دی ،هغه په دې اړه بي بي سي ته ويلې :((د تېرې شپې له نيمايي وروسته جنرال دوستم او د هغه نژدې 50 وسله والو کسانو د اکبرباى په کور بريد وکړ .
د هغه په وينا ښاغلي دوستم د اکبرباى يو ساتونکى او يو زوى ټپي کړي او هغه يې هم د هغه دکورنۍ له څو غړو سره ډبولى دى .
ښاغلى احساس زياتوي چې جنرال دوستم اکبرباى بيا خپل کورته له ځانه سره بېولى و او اکبرباى د پوليسو په مرسته د جنرال دوستم له کوره را اېستل شوى او روغتون ته ليږدول شوى دى . د افغانستان د دفاع وزرات چارواکي هم دا مني چې ښاغلى اکبر باى د پوځ په ٤٠٠ بستريز روغتون کې بستر دى، خو د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه کوي .))
ددې سره په څنگ کې داخبره ډيره جالبه ده چي دکورنيو چارودوزارت استازی ئې کوې :(( د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي جنرال دوستم همدا اوس په خپل کور کې له 40 تر 50 غير قانوني وسله وال کسان لري، چې ددغه وزارت په وينا بايد بې وسلې کړاى شي. )) بې بي سي
دالمان ږغ راډيوديوخبر له مخې دکورنيو چارو وزارت استازی ددوستم لخوا په خپل قصرکې ددومره وسله والوکسانو دساتلو نه بې خبري ښودلې ده .
سوال پيداکېږي جنرال دوستم ته داحق چاورکړی وچې حتايونفر ناقانونه وسله وال سړۍ ولري داخو پرېږده چې شمير ئې تر ((۵۰)) نفرو اوړی . په پارلمان اوحکومت کې چې دجنرال دوستم هم پ ه هغه کې شامل اوغوښن ځاي ئي په برخه شوئ دی داساسی قانون پر بنياد داسي فيصله شوې وه چې ددولتی اراکينو(جگپوړوچارواکو) اوپارلمان دوکيلانو امنيت به ددولتی امنيتی ارگانولخوا دگمارل شوو کسانو پوسيله نيول کېږي .داسی معلومېږي چې له لويه سره جنرال صاحب دوستم ددې حکومت امرونوته چندان غاړه نه ايږدی اونه هم داساسي قانون کوم خيال ساتی ؟
زما په نظر که رښتيا هم دکورنيو چارو وزارت اوددې په څنگ کې دملي امنيت اداره پدې نه وې خبري چې دوستم دومره وسله وال کسان په خپل قصر کې گويادځان دامنيت لپاره ساتی ښاغلي کرزی ته پکارده له يوې خوا ددغو ادارو دچارواکوپه هکله تصميم ونيسی ،پر ځاي ئي داسي کسان وگماري تر څودمسلک اودندی له مخې خبر وي چې ملک کښې څه تيرېږي ،اودبلي خواپه عاجله توگه داسي يوفرمان صادر کړی چې دهغه له مخې په ټول هيواد کې دجنگسالارو اوهر هغه چاڅخه چې په ناقانونه توگه دځان دساتلوتر نامه لاندي وسله وال کسان لري وسله راټوله شی . جالبه ده که داجنگسالار دملت سره دښو اړيکو خبري کوی نوبيا وسله والوساتو نکو ته څه اړتيا لري په شير پور ياچورپور کارته اوياوزيراکبرخان مېنه کې چې دوي ډارېږي ،نودوي دکوم ملت اوکوم ولس دملاتړخبري کوي ؟
د کابل امنيه قوماندان وايي چې دکلابندۍ په وخت کې د جنرال دوستم کسانو پر پوليسو ډزې هم کړې دي .
د جنرال دوستم ويانددپوليسو لخوا شوې ټولې ادعاوې ردوي او دغه محاصره ددوستم اوځينو نورو گوندونودمشرانو په وړاندې يوه دولتي توطئه بولي . د افغانستان د ملي کنگرې گوند مرستيال بشير بېژن چې د دغې کلابندۍ په اړه د ښاغلي دوستم په کور کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل، چې اکبر باى تېره شپه د کنگرې دگوند له مشر اوځينو نورو سره د جنرال دوستم مېلمه و او په ډېر درناوي د مېلمستيا له ځايه تللى دى. د هغه په وينا، د اکبر باى په کور هېڅ راز بريد نه دى شوى او نه هم هغه او يا د هغه کوم ساتونکى يا خپلوان ټپي شوى دى . خو ښاغلى بيژن وايي چې دولت له دې لارې غواړي د ټاکنو په درشل کې يوشمېر سياسي گوندونه نوم بدي کړي .
خودآزادی راډيو خبريال بياپه هغه ورځ دحادثې له ځايه اوبياپه څلورسوه بستريز روغتون کې له ښاغلی اکبرباي سره مرکه وکړه اودسې شنبې په شپه دافغانستان ملي تلويزون په خبري سرويس کې هم له روغتون څخه داکبر باي سره مرکه خپره شوه ،دهغو له مخې خود ښاغلي بشير بېژن خبري له حقيقت سره سرنه خوری .
هغه متل دی وايي : ((بگير که نگيرت)) که دښاغلي بېژن صاحب نه چې دملت په کورکې به ديوچاداستاز يتوب خبره کوی پوښتنه وسی ،ښاغلې بېژن صاحب ! تاسو ترمېلمستيا وروسته دابېچاره اکبرباي ترکومه کوره ورساوه ؟ اياپه عزت ديوچاتر کوره رسول داسی وي لکه داکبرباي ده ؟ داچاوواهه اوچاپه وينو ولاړه ؟
ولي تر روغتون پوري ورسيد؟ اودادکورنيوچارودسربازانو سره دالس ساعته مقامت کومه ننداره وه ؟ اودڅه لپاره جوړه سوه ؟ دکورنيوچارودوزارت دچارواکي وايي چې هغو اکبرباي په زور دجنرال صاحب دوستم له کوره وايست اوروغتون ته ئې ورساوه .
ښه به داواي چي وکيل صاحب بېژن ددې لپاره چې له دې زورآزموينې نه سياسي ډرامه جوړه نشوې نه واي دامنلې واي ،چې بلې ،داسي يوه خطاوه شوه بايد دولتي مشران دادواړه کسان سره پخلاکړی ،خو متاسفانه هغه داکارونکړ ،اوخبروئي بل رنگ اوخوند درلود .
دبلې خوا لطيف پدرام چې ځان ديوه گوند مشر بولي ،پر دې ئي خبري نه کوو چې داگوند له کومه شواوڅومره کسان ئې غړيتوب لري اوښاغلی پدرام دافغانستان په اړوند دکوم نظر خاوند يادخپلو سياسي فعاليتونوپه لړ کې دکوم بهرنی هيوادياهيوادونو گټی ساتی ،خوداخبره ئې چې دجنرال صاحب دوستم په دفاع کې کړېده ټولوته ډيره جالبه ښکاره شول هغه وايي : ((د دوستم د کورکلابندي دجهادي څیرو ته سپکاوی بلل کيري ،او جمهورریس کرزی یې ملامت کړ چې له تیروڅو کلونو راهیسي یې دافغان جهاد په مشرانو پسي راخیستي ده .
داهغه متحدالمال شعارونه اوطرحی دي چې طراح ئي پدرام نه بلکه ښاغلی فهيم اوضيامسعود دی ،چي بياوروسته قانونی ،ډاکتر عبداله اوولی مسعود دخولې ورد هم شو. يوځل بيا بايد په ډاگه وويل شي له بده مرغه دسياسي صحنې څخه د افغاني جهاد سياسي سوداگر نه دي گوښه شوی ، همدا اوس هم غوښن ځاي لري ، اصلی مجاهيدين خاوري خوری اويافقر کوی . تر ټولوجالبه خو داده چې پدرام صاحب چې دجهاد اوجها دي کليموسره چندان جوړنه دی اوس څنگه دجهادينو مدافع سو؟
دې ته وایی سياسي سوداگری .
پدرام وايي که چیرته حکومت د دوستم د کورمحاصره نه واي ماته کړي نو دا امکان موجود وو چې شمالي لس دولس ولایتونه د افغان حکومت له ولکۍ وتلي وای ځکه د دې ولایتونو اوسیدونکي د خپل مشر په سپکاوي سخت خفه شوي وو او د حکومت ضد لاریونونه ته یې اماد گی نیوله . دخندا خبره چادڅه لپاره اماده گی نيول دوطن دومره خوار شوچي دهر جنرال پر سر گويا څوک اماده گی نيسی .
اوس معلومه شوه چې لطيف پدرام هم داخطارونوورکولو توان پيدا کړ. وايي : ((دڅه شي له نيستج نه څه شي په کلې کې لنگېري )) ياداچي وایی ((په ارگ کې ئي آسان نعلول چنگوښو هم پښې پورته کړې .)) دخادي جار شم اوس پدرام صاحب هم غواړي پدې خلک وډاره وي چي که داسي نه واي شوی نو ټول شمال به ياغی شوی واي .خو دپدرام ودېته پام نشته چې دافغانستان شمال ايران نه دی ،عبدالرحمن خان پر خپل وخت پدي پوهېده چي کيداي شي يوه ورځ دپردولاس پوڅی دشمال اوجنوب شعار ورکړی ځکه ئي دملک اوسېدونکی قومونه ټول سره گډ کړه اوپښتانه ئي شمال ته ولېږل .که دلته دشمال دياغی کيدو مسله مطر شی دياغی مشرانوخوله به ولس ورسمه کړی ،دياغې کېدودخوبونوليدووخت ډير پخوا تيرشوئ دی . دپدرام اوپه اصطلاح دجبهې دوياند سنگچاراکی خبري دمصلحت اوسولی خبرې نه دی . ديوه سالم عقل خاوندان بايد داختلاف اور مړ کړی خو سنگچاراکي اوپدرام غواړي دجبهې درهبرانواو دهغوي دبهرنيو پلويانو په هدايت پر دې اور تيل وپاشی ،له دينه ناخبره چې دداسي اورپه لمبوکې تيل پاشونکی تر هرچادمخه سوځی .
تاسو خپله قضاوت وکړی دا جبهه چې غواړي دولتي واک تر لاسه کړي اوهرومروبه راتلونکی ټاکنوته دپنجشير ددري يوچارواکی کانديد لري ،همدا اوس دملي مسائيلو اوياددوو افغانانو تر منځ داختلاف څخه دومره ظالمانه اونارواگټه اخلی .هغه متل دی وايي : (( خداي دي هغه شر پېښ کړی چې زموږخير پکښې وي )) دوي په هر شر کې خپل خير لټوی . داده دسياسي اپوزيسيون اصلی څيره اوافغان ولس ته دچوپړبېلگه ؟
که رښتيا ووايم په لومړيو شيبو کې زماسره سوال و چي دې پېښې ته ولي ملي رنگ ورکوی اوداسي رنگ چې يوځلې بيادپښتنو پښه پدې پېښه کې ورداخلوي ؟ خو يو دوکسانو په خپل منځ کې جنگ وکړ ، دولت مداخله وکړه اوبايد کړې ئي واي ،قانون ، څارنوالي ،محکمه اونور اړونده ارگانونه شته ددواړونه به پوښتنه وکړي هر څوک چې ملامت و جزا به ورکړی . مگر وروسته چي مي دپه اصطلا ح جبهې يادشمالی ټلوالی اوجنگسالارو ددفاع دکمېټې دوياند خبرې واورېدلې پوه شوم ،چې دوي له دې مسلې هم غواړي گټه پورته کړي ،وايي ((وهم دي چيري ډب دي چيري خيژي )) .
سمدلاسه پدې وړه خبره کې دکرزی بېچاره پښه داخله شوه او سنګچارکي په خاصه سپين سترگی وايي : ملي جبهه دجنرال دوستم دکورمحاصره ناسم،غیرقانوني،غیرمسوولانه اوخطرناک اقدام بولي ، په کلکه یې غندي اوخبرداری ورکوي چې داسې عجولانه اقدامات دهیوادثبات ګډوډولی شي .
خو دسنگچاراکي صاحب په دغه خبره ياددې ټولنې دويناپدې ټکی زموږسرنشوخلاص ؟ ولي يو څوک داحق ولري چې د وسله وال کسانوسره يو ځاي د يوبل افغان چې داساسي قانون اوټولونورمونو له مخي دولت دهغه لکه دبل هر افغان دامنيت اومسونيت دنده پرغاړه لري دامنيت اوژوند دخوندی لپاره له پوليسو نه استفاده کول غير قانونی دي ؟ لومړی خوښاغلي دوستم خپل رقيب په زور برمته کړی چې سنگچاراکي هم دامني اوبيا ئي ټکولئ دی ،خودوي ددوستم کړوړه له قانون څخه سرغړونه نه بولي . پوليس حق لري هر سرغړونکی گرفتار اوڅارنوالی ته وسپاري اوکه دگرفتاری په وخت نه تسلمېدۍ بايد کورئي محاصر شی ،داکارپه ټوله نړی کيږي ،مشورمې داده چي سنگچاراکی صاحب درخصتيو په شپو کې ددې لپاره چې دلينگتو اچولو په هکله فکر کوی اوپلانونه ئي سنجوی يوڅوهندی فلمونه وگوري ترڅو هلته ووينې کله چې دفلم هيرو نه تسليمېږي بيانو پوليس کورمحاصره کوی اوهغه ته دتسليمېدولپاره اخطارونه ورکوي اوکه اړتيا پېښه شي خطاري ډزي کوی، که اړتياپيداشي پر هغه هم داسي ډزی کوی چې مړ نشي ،تر څو ونيول شی اومحکمه دهغه په هکله پرېکړه وکړی داتر لمر روښانه خبره ده چې جنرال صاحب دوستم سهوه کړېده ،ډير ئي له پوځی غرور نه کار اخيستی،خپلو سژيوته ئي ويلي چې دپوليسو سره هم مقاومت وکړی ، اخير دايو هيواد دی دلته قانون شته ځنگل خونه دی ،اونه هم دملانصرالدين سراي . زه تل په خپلو ليکنو کې دغه ټکی ته اشاره کوم چي په دولت کې دزورواکو خوښه نه ده چي قانون پلی شی اوعدالت تامين شی ځيني وايي داسي نده ،خو اوس ئي ټول گوری چې خبره څه ده ،هغه دچاخبره ((لس جريبه شپيشتی ئي وخوړلې دوي ئي لاموږک بولی .))
سنگچاراکي صاحب وايي : ((عجولانه اقدامات اقدامات دهیوادثبات ګډوډولی شي )) پوښتنه داده چې داولی عجولانه دي ؟ بايد دابېچاره اکبرباي ئي وژلۍ وايي بياپوليس راغلي وايي ،که یې دمړی جسد چاورکولاي دوي به اخيستي واي اوکنه څټ به ئي گرولي واي اوپر شابه تللی واي .
سنگچاراکی صاحب ! داتاسو دقانون پلی کېدل بولی ؟ داقانونی بولی چي ديوه بې دفاع افغان په کورپه نيمه شپه ورننوزی هغه تر لت اوکوب وروسته له ځان سره برمته راوړی ؟ که خداي نخواسته داستاسو جبهه حاکمه وایی نوداخورښتيا شول چي د۱۹۹۲ کال په څيربه موهر شپه هرسړئ چې ستاسو سره ئې لږ مخالفت کاوه برمته اوله منځه وړی . دملې جبهې مشرتابه تل په خپلو خبرو اوويناو کې وايي چې موږ ددولت په مقابل کې اپوز يسيون نه يو بلکه ددولت سره دامنيت اوقانون په پلی کېدو اوسولي په ټينگښت کې مرسته کوو،خو اوس دي درانه لوستونکی عادلانه قضاوت وکړي چې دسنگچاراکی له خبرو دغسی يوڅه ښکاری ؟ اوکه دوی هم له يوې خوا سولې ته ضرر رسوي اودبلي خپله دولت گواښوی اواخطارونه ورکوی .
د پیښي په اړه وروستي راپورونه وایې چې د جنرال دوستم دوسیه ترتیب او بشپړه شوي او دا ګړۍ څارنوالی ته سپارل شوي ده .دا لومړۍ څل ندی چې جنرال دوستم د ترکتبارانو د شورا د مشر اکبربای سره شخړه کوي له دې دمخه هم د افغانستان په شمال کې یو ځل د دې دوو کسانو د پلویانو تر منځ وسله وال اخ او ډب شوی وو چې پر هغه مهال هم له دواړو لورو یو شمیر کسان مړه او ژوبل شول .د سیاسي چاروکارپوهان په پلازمینه کابل کې د دوستم په کور کې د لسګونو تنو وسله والو چریکانو شتون د اساسي قانون خلاف یو عمل بولي او له افغان دولت څخه غوښتنه کوي چې دا بی مسولیته خپل سري وسله وال ګروپونه بې وسلي او د قانون منګولو ته حواله کړي .
سنگچاراکی صاحب څومر غلطه اوله منطقو نه ليري خبره کوي وايي : ((ددوستم له لوري داکبرباۍ وهل ټکول اوتښتول روابولي او وايي دوی دواړه دیوې سیمې اوازبکان دي بناً دولت ته پکار نه وه چې په دې معامله کې یې مداخله کړې وای .)) زموږ په ټول هيواد کې قومي اړېکی شته داددې معنا نلري چې ديوې سيمې يوجنگسالار دی پر بل وسله واله حمله وکړی .دولت مکلفيت لري مداخله وکړی ،په يوه دموکراتيکه ټولنه هر څوک بايد دقانون تر چتر لاندي ځان په امن کې احساس کړی .
بي بي سي سره په خبرو کې د ملي جبهې وياند فاضل سنچارکي دپوليسو لخوا د ښاغلي دوستم دکور کلابندي د جبهې پر ضد يوه دسيسه وبلله چې دده په باور يو شمير حکومتي چارواکي پکې لاس لري .
هغه متل دی وایي :((ده درکجا درخت درکجا)) ،که په افغانستان کې حکومت وی ،قانون اوقضائيه ارگانونه نوددې خبري سپيناوی په جبهې پوري څه اړه لري ؟ جرم دوستم کړی ،دوستم پر يوچاتيری کړی ،دوستم بايد څارنوالی ته حاضر اودخپلو کړنوپه هکله ځواب ووايي ،هر څوک چې ملامت و هغه به جزاوينی .
دلته دجبهې سپکاوی په کوم ځاي کې مطرح دی ؟
ها ! که داسي وي دجبهې مشرتابه دخپلې پرېکړې له مخې دوستم ته هدايت کړی وي چې اکبرباي ورټۀ ،تهديد ئي کړه بيابه گورو چي څه کېږي ،نوددې پرېکړې نه پوليس هم نه خبر اوله بلې خوا پوليس بايد قانون پلی کړی ،هغه داچې دوستم گرفتار اوڅارنوالی ته ئي وسپارلی واي .
دجنرال دوستم دملي جنبش سرپرست سیدنورالله په مزارشریف کې وویل چې دجنرال دوستم دولتي رتبه تردې ډېره لوړه ده چې دکورنیوچارودوزارت له لوري دې دهغه دنیولوهڅه وشي .هغه دکورنیو چاروله وزارت څخه وغوښتل چې له جنرال دوستم څخه دې بخښنه وغواړي .
رښتيا هم دجنرال دوستم رتبه داسي نه ده چې پر يوه بيوزله اوياهغه چاچې دده سره په سياسي لوبوکې هم غاړی نه دی داسي ظالمانه عمل وکړی ،له بلې خوا دوستم عملأ دملي جنبش په نامه ډلي مشردی داچې دتخنيکی ستونزو له امله سيدنورالله ته سرپرست ويل کيږي داپه نامه خبره ده ،نوديوې سياسي ډلې دمشر سره داسي کار ښه نه ښکاري ،لکه جنرال صاحب دوستم څخه چې وشو .
تر اوسه لا افغانستان په فضايي حريم کې ((بې ۵۲)) امريکايي الوتکه گرځی دهمدي برکت دی چي يوڅه دموکراسی شته ،اودهمدې برکت دی چي يوشمير بياپه دموکراسی کې ناغېړی کوی . دڅولاوبالي اوبې مسوليته خلکو بازارته را راوتل ددي معنا نلري چې دشمالي ولايتو خلک په جنرال صاحب دوستم اويادجبهې په رهبرانو پسي ډير خفه شوی دی ،ددې سيمو شرافتند خلک ،ازبک تاجت اوترکمن ددې په کړو وړو تر هرچاښه پوهيږي هغه ظلمونه چې دوي ددغو سيمو له خلکوسره کړی ډيريې تصور هم نشي کولاي .
وايي : ددوستم په پلوي راټولوشویوخلکوخبرداری ورکړچې که بیا دولت داسې غلط اقدام وکړدشمال ارامې سیمې به هم نارامې کړي .
دولت غلط اقدام ندی کړی دولت مکلفيت درلود اولری ئي هر سرغړونکی پر ځاي کښېنوی .دجبهې دمشرتابه لپاره دالازمه نده چې پدې خبرو اوطرحو ددوافغانانويادو قومونوترمنځ اختلاف نورهم پراخ اوژورکړی .
فکر کوم پدې خړو اوبوکي به ماهيان نيول يوڅه ستوزمن وی ؟ که څنگه دوستانو ؟
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وويلي و چې عبدالرشيد دوستم له خپلو ٧٠ تنوساتونکو سره دکابل په وزير اکبر خان مېنه کې داکبر باى کور ته تللى دخپل مخالف پرکور په نېمه شپه د نيشې په حالت کې بريد کړى او پوليسود ښاغلي دوستم له منگولو څخه د ښاغلي باى د راخوشي کولو په موخه د هغه کورکلابند کړى وو .
دښاغلي دوستم لخوا پردې قانونی سرغړونې سربيره ،ايا دشرم خبره نده چي دپه اصطلاح دملي جبهې وياند وايي :(( ښاغلي دوستم ته مو اعلان کړه چې ملي جبهه په خپل ټول توان سره د ښاغلي دوستم سره ولاړه ده . او چاته به اجازه ورنکړي چې يو شميرنا خبره کړۍ دافغانستان سوله او ټيکاو گډوډکړي .))
داپدې معناده چې دجبهې هرغړي حق لري خپل مخالف بيله محکمې په داروځړوی اوله هغه سره خپل حسابونه تصفيه . داسي طرحه اوپالسي به داوسنۍ دولتي ادارې له پاليسی اودقانون پلی کولوسره روښانه مخالفت اودسرغړونې بېلگه نه وی ؟نوبه دامتل پر ځاي وی چې وايي : ((کفر گرزکعبه خيز دکجاماند مسلمانی )) .
که خبري سره راټولی کړو دې پايلې ته رسېږو چې جنران صاحب داکار دنشې په حالت کې نه دی کړی ،اودجبهې له بې دريغه دفاع نه هم داجوتيږي چې له دوي سره هم پدي کارکې سلا اومشوره شوې ده . ممکن موخه ئي داوی چي د بریتانوي تبعي پډي اشډاون دلېږلوقسد له ښاغلی کرزی نه پدې توگه واخلی .هرې خواناارامی اودادی دکابل پښار کې دارگ نه يوکليومتر ليري دجمهور رئيس پوځی سلاکار دیوه گوند مشر ديوي اپوزيسيونی حرکت دمشرتابه غړی په رڼاورځ داسي کارونه سرته رسوی تر څوبهرنيانوته څرگنده شي چې :
۱ / دجبهې اوکرزی ترمنځ اختلا ف پر خپل ځاي پاته دی .
۲ / حالت دومره بې واکه شوی چې پدي کچه خلک هم ځانته داجرأت ورکوی خپلې دښمنئ بېله کوم ډار نه ترسره کړی .
۳ / داطبعي ده چې دکرزی لخوا د پډي اشډاون سره مخالفت دانگلستان خوښ نشواوپدي کار له ښاغلي کرزی نه يوڅه خوابدي شول، پدې کارسره دوي غواړي لندن ته څرگنده کړي چې دوي څومره پرحالاتو مسلط دی نو پردوي بايد تکيه وشی . ځکه تيره ورځ دد برېتانوي ورځپاڼې ډیلي ټیلګراف یو ايډیټر ډیویډ بلېر هم پخپله یوه لیکنه کې چې د روان کال د جنوري په ۳۰مه په ډیلي ټیلګراف کې خپره شوېده، افغان ولسمشر ته یادونه کړېده چې نوموړی " باید له دې حقیقت سره ژوند وکړي چې د ۱۰۷ کالو راهیسې تر ده له مخه مشران ، بادشا هان و او که ولسمشران، د عنف ( زور) له لارې بې واکه شویدي. ته باید د بادشاه عبدالرحمان [دور] ته لاړ شې، چې په ۱۹۰۱ کال کې ومړ،چې داسې یو افغان مشر پیداکړې چې ځان یې د بې واکه کېدلو یا ترور څخه ژغورلی وي ."
د ډیلي ټیلګراف دا لیکنه تر هغې وروسته نشر شوېده چې افغان ولسمشر بریتانوي تبعه پډي اشډاون افغا نستان ته د ملګرو ملتو د استازي په توګه ونه منلو. په دې هکله ډیویډ بلېر خپله غوصه د لیکنې په سر کې داسې څرګنده کړېده: "کله چې د ولسمشر حامد کرزي دا بې نظمه فیصله، په کابل کې د لورډ اشډاون د ملګرو ملتونو د استازیتوب نه تاییدول، ارزوۍ نو دا باید په ذهن کې وساتۍ چې ... په کابل کې د ناکامه سیاستمدار سزا کېدای شي ډېره بده وي." 2008-02-04 الهام الحق یاسيني ژباړ ه

پايله :
دافغانستان دکورنيو اوبهرنيو مسايلو په هکله زمادريز ټولې نړی ته معلوم دی ،زه تل کوښښ کوم دحقيقت نه ملاتړوکړم ،په ټول افغانستان کې اوتر هغه دباندي له هيچاسره هيڅ ډول شخصي اختلاف نلرم . دامي هوډ کړی چې ښه ته به ښه اوبد ته به بد وايم . دډيرو لپاره به زماددي ليکنې لوستل جالب وي ،خوماکوښښ کړی پدې نيمگړې ليکنه کې دملي منافعو څخه ددفاع روحيه څرگنده کړم . زموږ روڼ اندي داملي دنده لري چي هرڅه په رڼوسترگو وگوری اودهيوادوالوتر غوږو ئې ورورسوی،ممکن ديوچا خوښ نشي دادهر چاحق .
خوددي مسلې په هکله خبره داده چي :
۱ / تر هرڅه وړاندي بايد دا افغانانوته روښانشي چې ددې مېلمستياپه محفل کي غير له دغو يادسوو کسانو څخه نورڅوک وه ،ځکه دآزادي راډيو راپورتر په هغه ورځ پخپل راپورکي دې ټکی ته اشاره وکړه چې ددې شپې دميلمستيا په محفل کې نوروجگپوړوکسانو هم گډون درلود .داجگپوړی څوک وه ؟ ددې شخړې په هکله دهغوي نظر بايد هيوادوالوته څرگندشی .
۲ / دوسيه بايد دڅارنوالی لخوا دقانون په رڼا کې په بې پرې بڼه برسی اوپايلې ئي دمحکمې تر پرېکړي وروسته دهيوادوالو دخبر تيا لپاره اعلان شی .
۳ / داسي گنگوسې تر غوږو کېږي چې داځل بياپرکرزی سياسي فشارونه دی اوهغه غير عادلانه اوداسلاميت خلاف مصلحت ته هڅوی .ښاغلی کرزی بايد پدي ښه پوه وی چې دایې دوستان ندي اونه به له هغه سره مرسته وکړی .داغه ډول ظالمانه کړنې پخپل ذات کې ددولت دبې ثباتی دڅرگندولو په معنا دی .

۴ / ښاغلی کرزی دافغانستان داساسي قانون اوهغو وعدو له مخې چي دملت سره ئې کړی ،که غواړي دبهرنۍ غلامی نه ځان خلاص کړی دکورنيوجنگسالاروسره په لومړی قدم کې بايد خداي په اماني وکړی . غير له هغه يو شمير کسان دملت لپاره دلستوڼې ماران دی ،هر لحظه چې وخت پيداکړی پر دي ملت به يوځل بيامرگونئ گزار وکړی ، ځله ملت اوس هوښياردی ، هغه هر لحظه حالات څاري ،خو جنرال صاحب دوستم غوندي خپل دښمنان نه برمته کوی ،که اړتيا پېښه شي پر يوه ځاي دحساب تصفيه ورسره کوی ،له ډيرو چنووهلوڅخه داولس ستړئ شوئ دی . خداي مکړه که دافغان ولس لخواملامتوته ددغه غوږ پيچ په وخت کې کوم تاوان ورسېږي ،کرزی صاحب ! ددغو تلفاتو ايمانی،وجدانی اواسلامی مسوليت ئي دخداي په حضور کې بيا ستاسوپر غاړه دی .
پدې به ئې ختمه کړو چې دافغان ولس ښيرازی په ملي تفاهم ،سوله ،دموکراسی اوپولنيز عدالت کي نغښتې ده . وسلا م

دليکنې لپاره له لاندي منابعونه استفاده شوې :
۱ / دبې بې سي پښتو اودري ويب پاڼه
۲ / بې بې سي راډيو
۳ / دآزادی راډيوخپرونې
۴ / دافغانستان ملي تلويزيون
۵ / دآمريکاږغ راډيو
۶ / دروسې لومړی اودوهم کانال خبرونه اوسياسي تبصرې .
۷ / ريانوستی
۸ / ازويستيا
۹ / ايتر تاس
۱۰ / افغانستان . رو
۱۱ / نيزاويسيمايا گزيتا
۱۲ / دالمان ږغ راډيو
۱۳ / په لراوبر افغانستان ،ټول افغان ،تاند،غورځنگ ،تل افغان او دعوت خبر گزاري صداي افغان ،سرويس خبر رساني آريانانت ، جنبش ملي ،پيمان ملی ،اوملي آزمون په ويب پاڼوکې دخپرو شوو ليکنو اوخبري مطالبونه .



،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
د ډیلي ټیليګراف لیکوال: کرزی دې له وژل شوو ولسمشرانو عبرت واخلي



راپور: الهام الحق یاسيني

| 2008-02-04
د برېتانوي ورځپاڼې ډیلي ټیلګراف یو ايډیټر ډیویډ بلېر پخپله یوه لیکنه کې چې د روان کال د جنوري په ۳۰مه په ډیلي ټیلګراف کې خپره شوېده، افغان ولسمشر ته یادونه کړېده چې نوموړی " باید له دې حقیقت سره ژوند وکړي چې د ۱۰۷ کالو راهیسې تر ده له مخه مشران ، بادشاهان و او که ولسمشران، د عنف ( زور) له لارې بې واکه شویدي. ته باید د بادشاه عبدالرحمان [دور] ته لاړ شې، چې په ۱۹۰۱ کال کې ومړ، چې داسې یو افغان مشر پیدا کړې چې ځان یې د بې واکه کېدلو یا ترور څخه ژغورلی وي ."
د ډیلي ټیلګراف دا لیکنه تر هغې وروسته نشر شوېده چې افغان ولسمشر بریتانوي تبعه پډي اشډاون افغانستان ته د ملګرو ملتو د استازي په توګه ونه منلو. په دې هکله ډیویډ بلېر خپله غوصه د لیکنې په سر کې داسې څرګنده کړېده: "کله چې د ولسمشر حامد کرزي دا بې نظمه فیصله، په کابل کې د لورډ اشډاون د ملګرو ملتونو د استازیتوب نه تاییدول، ارزوۍ نو دا باید په ذهن کې وساتۍ چې ... په کابل کې د ناکامه سیاستمدار سزا کېدای شي ډېره بده وي ."