دپښتنو ايران پلوه دښمنا ن لمر په دوگوتوپټوی تاسو قضاوت وکړی څوک ملامت دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی : حبيب اله غمخور

تر هرڅه وړاندي ديوه ټکی يادونه اړينه بولم :
زه په هيوادکي ټولو اوسيدونکو قومونو ،ژبواومذهبونوته ددرناوي په سترگه گورم ،هغوي خپل هيواد وال اوددوي په منځ کي دتفوق هيڅ ډول توپير ته عقيده نلرم اودنفرت په سترگه ورته گورم . دقومي اوژبني سوداگروسره نه پخلا کېدونکی يم ،دټولو قومونو هرڅه دخپل هيواد افتخارات بولم ،خوښی يې خوښی او غم يې دټول هيواد غميزه گڼم . تر دغه اصل لاندي زماټولي خبري يوازي اويوازي هغوته متوجه دی چي پدغه لعنتي ناروغئ اخته وي ،هيله مي داده چي قومونه اوعام خلک يي ځانته توجه نکړی . زماهرڅه به ددوي دپوهاوی اودوي ته داښودنه وي چي حقيقت بل څه دی، اوله بلې خوا غواړم څرگنده کړم چي دهري ژبې ،قوم اومذهب دغه ډول سوداگر اودپردونوکران په افغانانو پوري اړنلري اونه هم دملي يووالي لپاره کارکوي . دبهرنيانولخوا ورسپارل شوې يوازنی دنده يې دخلکو غولول اوپه جنگ اچول دی .
دروان کال دفبروري په ۲۱ نيټه دمورنئ ژبي نړيواله ورځ په ټوله نړی کي ولمانځل شوه دهغه جملې په افغانستان کي هم له هغې نه يادونه شوې ده .
ليکوال دليکني څخه (چي ليکوال ته ورته ندي ) داسي پوه شوم چي داريانا تويزيون ددې ورځې په وياړگردی ميزته دبحث لپاره دپوهني وزارت مرستيال پتمن صاحب ،دافغانستان اوسيمي دستراتيژکوڅېړنودمرکزرئيس رابللې و . زه به يې فارسي مکمل متن دپوره پوهاوي لپاره کټ مټ را انتقال کړم .خوزه خپله دومره پوه شوم چي په خبرو کښي دافغانستان دپوهني وزارت پر پاليسی باندي اوداچي په يوشمير پښتوژبوسيمو کي په پښتوژبه دښونځيودرسونه پر مخ بېولو مسله باندي خبري شوي ،هرو مرو به ښاغلی پتمن صاحب ويلي وي ،په هغو سيمو کي چي پښتو ژبي شاگردان شته هغوي ته به په پښتوژبه زده کړه کيږي .څرنگه چي دځانگړوورځنيو مصروفيتونوپر اساس دومره بيکار نه يم چي ټوله ورځ اوشپه تلويزيون ته کښېنم ځکه مي متاسفانه داپروگرام ندی ليدلی او اورېدلی کاشکی موفق شوی واي اوس به مي په خلاص لاس ددغه پښتودښمنه داله کرکی اونفرت نه ډک بلنليک چي دايراني اخوندانواونوروهغوپه اشاره کيږي چي له پشتنو اوپښتو ژبي سره تاريخي دښمني لري اويادپښتوژبې له پيوړتيا څخه ډرا لري مکمل جواب ويلی واي ،په هر صورت اوسبه هم تلاښ وکړم يوڅه يې سر ورخلاس کړم .
داليکنه د((خاوران ))په نامه ويب سايټ کي څو ورځي پخوا خپره شوه .دوخت دنشته والی له امله اوس غواړم دغه ښاغلی اوددپلويان په يوه لنډه يادونه دغه ټکی ته متوجه کړم چي دپښتو اوپښتنو سره ددښمنی اتل چاندي ليدلی اودا ارمان به گورته يوسي . پدا((۳۵۰۰ ))کاله يا که بهتره ووايم په تاريخ کي مور داسي څوک ندی زېږولی چې پر پشتو اوپښتانه بری ومومي ،ځکه ددغه بېچاره دابلنه چي دپښتنوپر ضد راپورته شي دخندا خبره ده . کله چي مي داليکنه اوددوي بلن ليک ولوست له ځانه سره مي وخندل تر اوسه لا ليوني نه پوهيږی چي ((څومنه اوړه يوه پتيره کيږي )) . اورښتياهم ايران دپښتنو په وطن کي دپښتو دنوم په اخيستلو،سره لدې چي دامريکاسره داټومي انرژی نه دپوځی استفادي پر سر په جنجال اخته دی اودنړيوالوتر يوه سلسله تحريمو،فشارو اودامريکادپوځی گزار دغاښ چيچنی لاندي ژوندکوی ، داسي معلوميږي چې تر هرڅه وړاندي ايراني اخوندانواودهغوي پلويانوته د پښتوژبی پياوړتيااوهغې ته حق ورکول اواحترام خطرناک ښکاری ،ځکه يوه لحظه دپښتو اوپښتنوسره ددښمنۍ نه لاس نه اخلي .
زه دليکني داوږدوالی دمخنيوی په خاطر ددغه پښتو دښمنه ليکونکی ليکنه چي په خاوران ويب پانه کي خپره شوې ده کټ مټ رانقلوم اوپر هغه خپل نظر وړاندي کوم .
دليکني عنوان داسي دی :
استراتیژی پشتو سازی نظام معارف افغانستان -- وفراخوان مقاومت در برابرآن
هموطنان عزیز!
پوه نشوم چي هغه څوک هموطنان بولي ؟ اوچاته پدغه نامه خطاب کوي ؟ که يې هدف په افغانستان کي اوسېدونکي وي دلته غوڅ اکثريت پښتانه دی ، دهغه پر دغه ډول پردی سورنا هيڅوک غوږ نه نيسي . داچي هغه اودگوتوپه شمار پلويان يې تل په خپلو ليکنو کي دافغان ولس له نامه خبري اويا هغوته خطاب کوي افغانانوته تر اوسه نده معلومه چي دوي دکوم ملت استازي ځان بولي اوڅوک دپښتنوپرخلاف مبارزې ته رابولي؟ مگريوڅه معلوم دی چي دوي دپښتنو او ټولو ورڼو قومونوترمنځ بې باوری راپيداکوونکوډلواستازي دي .
دغه ښاغلی خپله ليکنه داسي پيل کړې : ((روز چهار شنبه مصادف بود به روز زبان مادری که از طرف ملل متحد مسما شده است. درین روز دولت کرزی به عوض اینکه در جهت رشد و حمایت از تمام زبانهای افغانستان مطابق به قانون اساسی افغانستان یک برنامه ملی در راستای همگرایی فرهنگی و زبانی را معرفی نموده باشد، برنامه پشتو سازی معارف افغانستان را به گوش همگان رسانید. چنانچه در میز گردی که در تلویزیون آریانای بیات از کابل با پتمن معین وزارت معارف افغانستان و همتای وی لیوال رئیس به اصطلاح مطالعات استراتیژیک افغانستان و منطقه مصاحبه صورت گرفت، استراتیژی پشتو سازی معارف افغانستان بر اساس نفوس معرفی گردید. مطابق به این استراتیژی تمام مناطق غیر پشتو نشنین از کابل گرفته تا ولایات شمالی، مرکزی و جنوب غربی تدریس به زبان پشتو و یا فارسی بر اساس نفوس میشود. این در حالیست که در مناطق جنوب کشور کماکان مثل سابق به زبان پشتو صورت گرفته و به هیچ اقلیت های قومی غیر پشتون در آنجا تدریس به زبان مادری شان صورت نمی گیرد.)) ولي دومره وارخطا ياست ؟ د اساسي قانون له مخي هر ماشوم حق لري په خپله مورنی ژبه ابتدايي تعليمات وکړی . ولي پر تاسو دا اوربل شوچي پښتوژبې ماشوم ته پخپله مورنۍ ژبه دتعليم امکانات برابريږي ؟ ولې دقانوم مادي غلطي تعبيروی؟ زه پدې باورلرم چي ټول پدې پوهيږي اوددې ملاتړ کوي چي مثلاپه باميان اودايکنډی کي دهغوي په مورنی ژبه بايد تعيلم وشي ،مگر داحق بيا تا او تاسو غوندي متعصيبوته چادرکړ چي په کندهار ،پکتيا ،پکتيکا،خوست ،ننگرهار ،کنړ ،لغمان ،هلمند يابله هغه سيمه کي چي پښتانه اوسی حتمأ تعليم په فارسي ژبه وي ؟ که رښتيا سره ووايو داچي ستاژبه نن دومره اوږده ده داهم دپښتنوشاهانو او واکدارانو گناه ده ،که هغوي دپښتوسره خيانت اوجفانه واي کړې اوس به تاغوندي کسانوددغه ډول بلن ليکونودليکلواودخپلې پاڼې اوراډيونه دخپرولوجرأت نه درلود .
داپښتو دښمنه وړاندي وايي : ((پتمن در بخشی از سخنان خود گفت در نتیجه احصایهء که ما گرفته ایم هشتاد فیصد نفوذ احمدشاه مینه را در کابل پشتونها تشکیل می دهند، و یا ممکن است این احصایه درجای دیگر فرق کند مثلاً در خیرخانه تاجیکان ممکن است بیشتر باشند، باید تدریس بر اساس نفوس گویندگان زبان مادری باشد. )) درنو لو ستونکواوس تاسو قضاوت وکړئ چي دغه پتمن صاحب کومه گناه اوکوم ملي خيانت وکړچې دغه خبري يي کړې ؟ دمعارف په برخه کښې دغه ډول سياست پلي کول به گټه ولري اوکه تاوان ؟ موږ خو فکر کوو چي دابه يوازنئ معقول سياست وي ،چي زموږ ماشومان حق پيداکړی چي پښتون په پشتو،تاجک اوهزاره په دري ،ازبک ،ترکمن ،پشه يي ،نورستاني ،گوجر اونور په خپلو مورنيوژبوابتدايي تعليمات تر سره کړی ؛که ښاغلی اتمرصاحب پدغه وتوانيږي خلک به يې په ژوندونې مجسمه جوړه کړی . تاسونو ولي ددغه عمل دومره مخالف ياست ؟ ولي دنورمحمدشاه مېني ماشومان داحق ونلري چي په پښتو ژبه تعليم وکړی ؟ گوری دکابل پښارکي به نږدې دوه سوه ښوونځۍ فعالي وي اوپدې باور لرم چي په غوڅ اکثريت ښوونځيو کښي به تعليم په دري ژبه وي سره لدي چي هلته به پښتو ژبۍ ماشوم داحق لري چي په خپله مورنی ژبه دتعليم امکانات ورته برابرشي ،داچي پسله پنځه کاله دپوهني وزارت دغه مسوليت اواړتياته دخلکودغوښتنوسره سم پاملرنه کوي اوپه څوښوونځيوکي چي هلته به هرومروپشتوژبې ډيروي دماشومانولپاره په پښتوژبه دتعليم امکانات برابروي پر تاسو اوربل شو؟ دلته ستاسو مخالفت يوازي دپښتوژبې سره واضح اوڅرگند معلوميږي ،نورڅه نشته .
هغه وړاندي ليکي : ((پتمن همچنان گفت: «هرچند احصایهء روشن نفوس افغانستان وجود ندارد، ولی به عقیده من انتخابات ریاست جمهوری شکل قومی داشت، در نتیجه معلوم شد که هر یک از اقوام افغانستان چقدر می باشند». هدف پتمن این است که چون کرزی 55 فیصد رای قلابی گرفته بناً پشتونها 55 فیصد می باشند. در حالیکه اکثریت کابل، هرات، بلخ و کُل شمالی به استثنای پنجشیر که اکثریت آنها تاجیک اند به کرزی رای داده بودند و یا کرزی رای شان را دزدیده بود طوریکه همه از تقلب در انتخابات آگاهی دارند)). مهرباني وکړه تاسو ويلاي شی چي دهيواد دوگړو احصائيه معلومه ده ؟ څو څو ځله ستاسوياران اودوستان ښاغلی کرزی اوپخوانی واکداران په خپلو ليکنو اوڅرگندونو کي په تکرار ټکولي ،وايي چي ((تااکنون سرشماري دقيق صورت نگرفته)) اوس بيا څنگه تاسو ته دسرشماری اندازه ولگېده ؟ چي ديوي لحظي لپاره يي ستاسو سره ومنو،تاسو په افغانستان کي پښتانه څوپه سلوکي بولی ؟ دټول نفرت سره پدي اعتراف کوی چي ((۵۰)) په سلو کي ، موږبه لس په سلو کي نور هم ديوې لحظي لپاره چي ستاسرپه خلاص شي دروبخښو، فکر وکړه ((۴۰)) په سلو کي پښتانه دي خوبيا هم په جلا جلا توگه تر بل هر قوم ډيردی .اوکه ته تاجک ،ازبک ،هزاره ،ترکمن ،پشه يان ،نورستانيان ،عرب ،چهار ايماق ،گوجر اونوروته نوی نوم ټاکې اوټول يوقوم بولې دابله خبره ده. تر اوسه خودانوم چاندی اورېدلی ؛ اوهغه نوم چي داټول په يوه نامه کي سره واخښل شي کوم نوم دی ؟ اودانور قومونه ستاسره ستاسوداختراع مني ؟ ته دکوم صلاحيت له مخي په ازبک،ترکمن ،نورستانی دامنې چي ستامورنی ژبه دري ،ياستاپه اصطلاح فارسي ده؟ يا تاسو ټول يو قوم ياست ، اودغه نوم مادرته ټاکلی دی . هغوي هرقوم دخپل پيدايښت تاريخ ،دود دستوره عنعنات ژبه ،کلتور اوافتخارات لري . زه نه پوهيږم چي ته په کوم قوم پوري تړلي يې ،خوپدي باورلرم که ستا دابلن ليک دهغه قوم يوه نالوستی بزگرته هم ورښکاره کړم ريشخند به درباندي ووهې ،اودابه ووايي چي کاشکي ته ددغه قوم نه واي .
وړاندي ليکي : ((وافزون بر آن تعدادی زیادی صوبه سرحدیان پاکستان نیز به کرزی رای داده بودند و حتا گاهی اوقات مشرف به طعنه کرزی را می گویند: «اگر ما پاکستانی ها به تو رای نمی دادیم، نمی توانیستی حتا 20 فیصد رای را بدست بیاوری.»)) دادی ښکروردرواغ اوس معلومه شوه چي دپرويزمشرف سره هم اړېکي لري ،حتما به مشرف داخبره په يوه شخصي محفل کي چي تاسوهلته حضور درلود کړې وي ؛ که داخبره مشرف هم کړې وي ،پوښتنه پيدا کيږي ،مشرف څوک دی ؟ تاسو ولي دخپلودرواغولپاره دافغانستان تاريخي دښمنان ادرس ورکوی؟ بل څوک نه وچي پر مشرف مو تکيه وکړه ؟ هروبه مو هلته وخت تير کړئ وي اويابه اوس ورسره اړېکی لری . دومره ويلاي شم چي هغه ددې وړندی چاتاسوکه ځانته افغان واياست دهغه خبري دخپل نظر دمنلوپه خاطر خلکوته مؤخذ ورکړئ . اودابل ښکروردرواغ چي وايي دصوبه سرحددده په وينا پاکستانيانوکرزي ته رايه ورکړه . که دارښتياواي هغوچي په ټاکنو کي ماته وخوړل ولي پدي هکله يوه خبره هم ونکړه ؟ ولې يې داډول کارتونه مطبوعاتو ته ښکاره نکړه؟ زه نه وايم چي په ټاکنو کي درغلی ندي شوي خوپدغه ډول نه لکه چي تاسو تور لگوی . اوبل داموپيادوي چي دصوبه سرحد خلک پاکستانيان ندی ! هغوي دغه کرښه چي تاسو يې په رسميت پېژندلوته ساعتونه شمېرې په رسميت نده پېژندلې ،اونه هم موږ افغانانوته دمنلووړده .
ددغه ښاغلی دښمني دلته نوره هم جوته څرگندېږي (( استراتیژی معارف در افغانستان توسط قبیله گرایان نه بخاطر نجات معارف از بحران و مشکلاتی که به آن روبروست، مطرح شده بلکه صرفاً بمنظور پشتوسازی و ریشه کن کردن زبان فارسی از نظام تعلیم و تربیت کشور صورت می گیرد. البته ریشه های توطئه علیه زبان فارسی به زمان شاه سابق میرسد، ولی فارسی ستیزان نه تنها دیروز به کام خود نرسیدند بلکه در آینده هم نخواهند رسید.)) اوس معلومه شوه چي ته اصلأ له افغانستان سره هيڅ ډول اړېکي نلري اونه په افغانستان کي لوي شوي يې . ته هم په درواغوله ظاهر شاه نه شکايت لري اوخلک غولوی اوموږ په رښتيا له هغه نه خفه يم چي پدې هکله به يوڅه وروسته معلومات درکړم چي ولي پښتانه له هغه خفه دي .مگر داچي تاسو ځيني خفه ياست ممکن حقيقت داوي چي دهغه بيچاره پشتونده زده او له پښتو ژبې سره ددۀ له دغه بې علاقه گئ نه داسي استفاده کوې چي ولي هغه کاملأ پښتو ورکه نکړه ،ستاپه دښمنی اوس پوه شوم .خو دومره درته وايم چي دادهغه په وسه نه وه پوره،اوممکن پدي پوهېد لۍ وي چي دپښتو اوپښتنو سره په دښمنی کولو پاچاهي دلاسه ورکوي . لکه چي يوشمير پښتنو دښمنو له لاسه ورکړه .
موږ دري دافغانستان دوهمه ژبه بولوپه پياوړتيا يي وياړو ،موږ ته ددري ژبي ټول پوهان ،ليکوال (البته تاسو غوندي نه) شاعران ،هنرمندان ډير گران دي اودازموږ دهيواد افتخارات بولو، متاسفانه ته له دغه افتخانه ځکه بې برخې يي چي دا افتخارات په ايراني اخوندانوپوري نشي تړل کېداي . په پکتيا کي خلک دري سندري اورئ اوپه ښکلي اوتاريخي باميان کي هم پشتوسندري اوري ،ستا ځکه وارخطادی چي داخلک سره نږدې دي . ددوي بيلتون ناشونی اودبيلتون ارمان لرونکی يې سرونه خوری، اوداکرغېړن ارمان گورته له ځانه سره وړی .
دامحترم په سياست هم گوتي وهي ،خوزده يي لاندی ،خداي دي وکړي چي زده يې کړی ،ژبه چيري ،معارف چيري اوکرزي ته نصيحتونه چيري ؟؟ ؟ يوځل خپل ځان اصلاح کړه اوشاوخوا وگوره کليمه ووايه اوپرځان يي چوه کړه ، چي دليونتوب نه دي خداي خلاص کړی ،بياديوه مملکت ولسمشرته نصيحتون وکړه .دغه په اصطلاح سياست پوه ښاغلی کرزي ته داسي گوت نيونه کوي : ((اما به کمال تاسف که دولت کرزی بعوض اینکه از فرصت کنونی برای مقابله با تروریسم و تهدیدات پاکستان استفاده نموده مردم خود را بدور یک استراتیژی ملی متحد بسازد برخلاف در 5 سال گذشته هیچ برنامه ملی نداشته صرف مصروف توطئه چینی و قبیله پرستی بوده است. )) دايي نده تشريح کړې چي ددۀ دعلاقې وړ ملي برنامه به څنگه وي ؟ ممکن دملي برنامي څخه دده پوهاوی په همداډول وي لکه چي ظاهرشاه ملامتوي اوياغير له پښتنو نوروقوموته بلنه ورکي چي دپښتوپرخلاف مبارزې ته راپاڅئ .
داسي څرگنديږي چي نوموړئ د((خاوران ويب پاڼې اوراډيوپيام زنان ))دده په واک کښې دي ځکه يې هدايت صادر کړۍ چي : ((سایت خاوران و رادیو پیام زنان افغانستان از هموطنان درداخل و خارج کشور تقاضا می نماید در برابر استراتیژی ضد ملی کرزی درمعارف کشور برخاسته و در برابر آن واکنش نشان بدهند و نگذارند که قبیله گرایان برنامه های نفاق افگن و برتری جویانه خویش را در سایه حامیان خارجی شان به منزل مقصود برسانند. دريادلی وسلام)) دومره لنډ درته ووايم دغه بلني ته به مو يوازي په هيوادکي دملی يووالي اوملي حاکميت دښمنان لبيک ووايي نور به درباندي وخاندي ،اودليونو په ليکه کښي به موحساب کړی . قبيله گرايان ،بلې ،تاسو خوپه اروپااودتمدنپه مرکزکي دنياته راغلی ياست اودپيدايښت له ورځي له تمدن سره اشنا واست ،يوځل دقبيله گرا مفهوم زده کړئ بيا يي استعمال کړئ ،که مودنوروپه ليکنو کښي ليدلې وی هغوي يې هم غلطه اوبې ځايه استعمالوي ،دايوه اقتصادي اواوفلسفي مقوله ده چي يوازي پر پښتواطلاق نکوي ،دااصطلاح پدغه ډول چي تاسوټول يې دپښتنودټکولو لپاره پکاروړۍ اشتباه ده .
ښاغلي دريا دلي صاحب ! اوس به يوڅه دپورته خبرودسپيناوی اوتوضح لپاره دوعدي سره ستادپوها وي په خاطر درته وليکم ،سره لدې چي معلوميږي پدي خبروبه موځکه سرخلاص نشي چي دپښتو ژبې سره ددښمنئ کچه موتر هرچالوړه ده،هيله مند يم يوبل ستاسو دوست يي ولولې اوهغه موسر درخلاص کړی .
داچي دپښتوژبي تاريخي قدامت اوعلمي برلاسی څومره دي دپښتو ژبې پوهانو په وار وار دامسله تشريح کړېده زه ژب پوه نه يم . دومره ويلاي شم چي دپشتوژبې دپيداېښت تاريخ به تر فارسي ډير وي.
راځم ستاسو ددښمنۍ پرخې ته :
دټولو هيوادوالوپه اجازه ،یوځل بيا وايم زماخبري دغو دوستانوته متوجه دی چي دپښتنوسره دښمني کچه ډيره لوړه اوله هغوي نه ډار لري .
۱ / دافغانستان تاسوچي يې په هر نامه يادوی داڅوزره کلن تاريخ اوتاريخي افتخاراتوکښي ((۸۰)) په سلو کي دپښتنووياړنې دی .
۲ / داميرويس نيکه و چي په افغانستان کښي يې دصفويانودامپراتوری کمبله په ۱۷۰۷ ع کال ټوله کړه . سل پگړۍ يوپوړنی معصوم هوتک ۱۱ مخ
۳ / دالواحمدشاه باباو چي دلومړی ځل لپاره يي په ۱۷۴۷کال ديوې پراخي افغاني امپراتوری بنسټ خښته کښېښود .
۴/ له چنگيزه تر مغله ،له سکندره تر انگريزه دهر زبرځواک او تيری کونکی پوزه پښتنوپه خاوره مښلې ده او له دې هيوادنه يې رټلی دی . امريکايي محقق رچاردسن داسي ليکي : (( . . . پشتونهامردمان جنگوجوومستقل هستند که اولحاز تاريخي سلطه وحکومت گير ازخود راقبول نکرده اند. آنهابرافغانستان مسلط بوده وبه اين کشور خصلت وکرکتر خاص خود راازعصر سکندر کبير تاايندم حک کرده اند.)) په افغانستان کي توپان غوث خيبري ۱۶۱ مخ
۵ / دانگريزانوسره درې ځله چاجگړې ته تربل هرچاوړاندي وردانگلی اوچايي خوله ورماته کړېده . داخپلواکی دچابرکت ؤ؟ چاپدې لار کي ډيرتلفات اوشهيدان ورکړئ ؟ داومنه چي پښتنو .
تاداسي نوکر چيري ليدلی چي هم يې هيوادخپل وي اوهم ترهرچاډير تلفات ورکوی، خوباداربه يې تاغوندي ډلي پټلې وي؟
۶ / دخپلواکی دمحاذ رښتيانی قهرمانان څوک دی ؟ اوچادخپلو وينوپه قيمت له انگريزانو نه خپلواکی ترلاسه کړه ؟ بلې ټولو قومونو استازو پدي جگړه کي گډون درلود مگر ونډه دچاډيره وه ؟ زه به درته ووايم دپشتنو ځکه هغوي ډير دي اوهغوي هيڅ ډول بهرنی زبرځواک په خپله خواره کي نشي منلاي .
۷ / شوري لښکرو دچالخوا ماته وخوړه ؟ اوشورويانو ولي په جگړه کي ټول فشاردپښتنوپرځپلو اچاوه ؟ اونه يې غوښتل چي واک دپښتنو پلاس کښي وي . له پښتنو څخه دډار همدا وجه وه چي برهان الدين رابي دبدخشان په سمڅو کي پټ و خودوي ورته دجمهور رئيس خطاب کاوه اوپه کانتينروپيسي ورته رالېږلې .
پروس ريچاردسن يوامريکا يي ليکوال چي دشوري اتحادپښتنودښمنه سياست يې دخپل کتاب په ځينوبوخوکي برملاکړئ داسي راغلي : ((معهذادرمورد پشتونها که به خاطر پاکسازي قومي هدف حمله قرارگرفتند ودر هردوکتگوری (قتل وجلاي وطنی) تعدادتلفات رامتحمل شدند،اين ارقام وانمود ميسازد که بين ۲۵ تا۳۱ فيصد نفوس پشتونهابه قتل رسيده است . چونکه دوسوم تاسه چهارم حصۀ تمام تلفات درتمام کتگوري ها(به نوعيکه ارقام معتولين ومجروحين باتعدادجلاوطن يکجاساخته شوند) از پشتونهابوده اين ارقام تلفاتي درحدود۸۰ فيصد تا ۹۳ نفوس پشتون ها رانشان ميدهد.))په افغانستان کي توپان غوث خيبري ۱۵۷ مخ
۸ / همد اوس چي پاکستان غواړي په افغانستان کي دخپلي خوښی حکومت ولري اوخپل لاسپوڅي چي څه موده وړاندي يي پر ښاغلي کرزي بايد دسياسي فشار راوستلوپه توگه په غازي لوبغاړي کي سره راټول شوي وه اوله هغه نه يې غوښتل چي بايد ددي لخوا جوړه شوې په اصطلاح طرحه چي په حقيقت کي دځان بخښنې سنددی دټولو اسلامي اوبشري قوانينو خلاف لاس ليک کړی ،قدرت ته ورسوی ،دهغوي دمداخلواولاس وهنوپه مقابل کښي يې څوک تلفات ويني ؟ دچاکورونه اوکلې په کنډوالو بدل شوه ؟په سلهاو داسي مثالونه شته ،چي ليکل يې دلوستونکوتر حوسلې وزی .
تاسو له ظاهر شانه خفه ياست ،خوداپرځاي نه ده اوس به موزه غوږونه درخلاص کړم ، چي ولي پښتانه دخپلوټولو چارواکونه دتاريخ په اوږدوکي خفه دي دليل يې دادی ،له هغه ورځې چي لوي احمد شاه بابا وفات وکړ اوامپراتوري تيمورشاه ته پاته شوه ،له ايران نه راغلو فارسي ژبوته په دربارکي زيات ځاي ورکړه شو،داسلسله تر همدا اوسه روانه ده.
پياوړی تاريخ پوه غوث خيبري په خپل مشهور کتاب پښتانه دکلتوري ښکېلاک په زنځيرونوکي ليکی : ((کله چي په ۱۷۷۳م کال لوي احمدشاه باباله نړۍ نه سترگې پټې کړې دهغوي دامپراتورۍ وارث اعليحضرت تيمورشاه دورانی وټاکل شواوددوي دپاچا کېدوسره په افغانستان کي دايران دفرهنگي ښکېلاک غڼه په خوځېدوراغله اوپښتانه ددې ښکېلاک په ځنځېرونو وتړل شوه ، . . . بل ځاي ليکې زما هدف دفارسي اويابلي ژبې سره دشمني نده ،بلکه هدف مي دادی چي ولي پښتو ژبي ته چي دهيواددخلکودمطلق اکثريت ژبه ده اوپښتانه واکمنان هم له اتنکی پلوه په پښتون قوم پوري تړلي وو اودواکمنيوساتونکی يې هم پښتانه گڼل کېدل دخپلې ژبې پرځاي حاکمه کړې وه اوداحقيقت يي حير کړئ وچي :
بله ژبه زده کول که لوي کمال دی خپله ژبه هيرول بې کمالي ده
تيمورشاه دخپل پلار پرچاي کښېناست خودخپلې ژبې نه يې زيات فارسي ژبي ته پاملرنه وکړه ،اوله همدې ژبې څخه يي په رسمي چاروکي کار واخيست اوددې دندي لپاره يې همغه قزلباش اوشعيه گان غوره کړل چي له ايران څخه افغانستان ته کډه شوې وه . کله چي تيمورشاه پاچا شو ايران ډير خوشحاله شه چکه يو خوتيمورشاه له يوي ايرانۍ پېغلی سره واد کړی و اوبل داچي له ايران څخه تللو قزلباشودربارته لاروموندل .اوفارسي ددربارژبه شو ل . )) د ۶نه تر ۱۱مخه
لکه چي خيبري صاحب ورته ايشاره وکړه له بده مرگه فارسي ژبوقزلباشو په دربار کي دومره رېښې وځغلولې چي تر اوسه فارسي ددرباژبه ده اوهمدا دليل دی چي دغه تاسو هم ځانته جرأت ورکړدنوروپشان په پښتو اوپښتنو ملنډي ووهی .
تر هغه راوروسته ټولوشاهونوپه دربارکي فارسي رواج وموند ،دالړئ دظاهر شاه ترکورنې هم راورسېدل ،متاسفانه دظاهر شاه اودده داولاد وپشتونه وه زده ،اولادونويې چي په استقلال ليسه کي دپښتوژبي په امتحان کي ددرباردزور په برکت په ازموينه کې بريالي کېدل .
بلې ! درباريانوته پښتو بېگانه شول ،په بهرکي دافغانستان لپاره ژباړونکی په فارسي ژبي تربيه کېدل، اوتر اوسه هم همداسي ده. همدا اوس ښاغلی کرزی صاحب تر پښتوپه دري ژبه زياتي ويناوي کوي ،کله کله په کندهارياننگرهاکي دپښتنوپه منځ کي دري ځينې وويل شي اويابه يې هلته هم دشمالي بنسټپالوله ډارنه وايي . په لنډه توگه داخپله دښتنو گناه ده چي دومره يې دخپلې ژبې سره بې باکانه برخورد کړی ،که پښتنو خپلي ژبې ته درناوی کړی واي دټولو نړيوالونورمونو له مخي به اوس پښتودولتي ژبه واي ،په نړيوالومناسباتواومحفلوکښي به افغاني چارواکي په پشتوږغېداي . په هغه صورت کي به ايراني چاروا کو داتوان اوجرأت نه درلوداي چي دپښتنو اوپښتوپر خلاف نوکران وروزی . تر دغه لويه بې انصافي نوچيري ده چي دپښتوپه وطن کي هغه په خپله مورنئ ژبه په دفتروکي نه خبري پري کولاي شي اونه هم دفتري کارونه ؟ .
داکوم انصاف دي چي دکابل په ښارکې په پښتوژبه په ښوونځيوکي دتعليم دپيل پرخلاف داډول څرگندوني کيږي ؟ دهيواد عالي تحصيلاتو ۷۰ په سلوکي په دري ژبه دي ،ولې ؟
درې ژبه دهيوادپر ټول دولتي سيستم دکوم عدالت اوقانون له مخي مسلطه ده؟ . دا درواغ اوخيانت دی چي وايي واک دپښتنو پلاس کي دی ، دکومو ؟ چيري اودچاپلاس کي دي ؟ تر هغه پښتون چي پخپله ژبهخبري ورته عار ښکاري اوياديوې متعصيبې ډلې دخوښئ لپاره ترخپله مورنی ژبه تېرېږي ،اودهغه دحاکميت په وخت کې يې په مورنۍ ژبه ملنډي وهل کيږي اوداښاغلی ورته گوري بيگانه ډير ښه دی .
په يوه خبره بايدځان پوه کړی چي اوس تر بلې هري ورځي افغانان هوښيار شوی دی پدې پوهيږي چي قومي اختلاف ،دښمنی راوستل دچاکار اودچاپه گټه دی . په بشري ټولنو کي دڅوسليزوراپدې خوا قومي اوتوکمي جگړې نشته ، داجگړي دقدرت پر سردسياسي ډلو ټپلوترمنځ اويا هم طبقاتي اختلاف دی ،دپولدار اوغريب تر منځ کشمکش جريان لري . دبېلگې په توگه په ۱۹۹۲ کال په افغانستان کي دنظار شورا ،گلبدين حکمتيار ، حزب وحدت ، دسياف ،مولوي يونس خالص ،دوستم ترمنځ جگړې اواختلافات ددولتي قدرت دگټلو لپاره وه ،هلته دوي ديوه قوم په غم کي نه وه بل مقابل ددوي دجگړوقربانيان داټول قومونه وه . هغه وخت سياف دکابل ښاريانودهزاره گانوپه سرونو کي ميخونه ټکوهل ، محقق اوخليلې بياپښتانه په کانتينرونو کي وژل . يوهم افغان ولس ته دقبول وړ ندی .
تاسو وگری اوس چي دبشردحقوقونړيوال سازمان دهغوي محاکمه غواړي دځان دنجات لپاره ټول سره يوځاي شول ،يوځل بيا يواوبل ته د لوي اوستر مجاهد خطاب کوي . فقط درې کاله دمخه تر ټاکنو وروسته دوي سياف دکرزي نوکر اودامريکايانو گوډاگی باله اوهغه بيادوي دروسانوگوډاگيان بلل ،پريوه اوبل يې ددې ياهغه هيواد سره دپټو اړيکو درلودلوتورونه لگول ،خوڅوورځي وړاندي چي نړيوالوبشري سازمانو وغوښتل هغه چي لاسونه يې دخلکو په وينه ککړدی محاکمه شي په پارلمان کي يې دځان بخښي پرېکړه وکړه او اوس دښاغلی کرزي په مقابل په يوه قطار کي ولاړدي . همدا ډول نړيوال زبرځواکونه دي چي يودبل پرخلاف استعمالوي ،مذهب دمذهب ،ژبه دژبې او قوم دقوم پر خلاف راپاروي ،بېلگې يي ،افغانستان ،ستاسو پوسيله ،عراق ،فلسطين ،ليبنان اونور هيوادونه دنوروپواسطه .
له نيکه مرغه دانگريزانو دميراث خوروايراني چارواکواوددې ولس دټولو رنگا رنگ دښمنانو دتلاښونو اوهلوځلو سره په افغانستان کي میشتو قومونوتر منځ نه يوازي داچي گډتاريخ ،گډافتخارات اوگډوطن لري يودبل سره گډې کورنۍ جوړې شوی دی . ولي بياهم ددې هيواد دښمنان غواړي دخپلو نوکرانو اولاس پوڅو پوسېله دعراق ،لبنان اونوروهيوادو په څير په افغانستان کي هم دشعيه ،سوني ،فارسي اوپښتوژبواختلاف ته لمن ووهی .
له نېکه مرغه دلته ټول افغان په يوټکي ښه پوهيږي چي دوي سره ورڼه دي ،دلته مذهبي ،ژبی اوقومي اختلاف حاصل نه ورکوي . دخپلې دې خبري دپخلی لپاره سره لدې چي زه دهغه له ډيرو نظريوسره هم غږۍ نه يم اوخپل معين دريځ لرم ،خوهغه هم حق لري خپل نظر اوعقيده بيان کړي ، اوله بلي خواتر اوسه يې خلک داډول جگړې ته ندي رابللي انجنیر سخی ارزگانی له يوې مقالې نه ((دشمنی با پشتون ها به معنی دشمنی با تمام اقوام کشور است)) چې په انترنټ پاڼوکي خپره شوېده څوټکی په لنډيز راوړم، هغه خپله مقاله پدغه شعر پيل کړې :
که پشتون دی که تاجیک که هزاره دی دا یی خاوره دا یی کلی دا یی کور دی
ستا د پاره به همدا خبره بس وی چه د خاوری قدر نکری مخ یی تور دی
هغه ليکې : (( . . . .مثلا زمانیکه یک شخص و یا اشخاصی صاحب غرض در میان افراد، قبیله، قوم و اقوام کشور قدم منحوس خود ها را می گذارند؛ تضادها، تنش ها، تعصبات کهنه و زیر خاگستر اجتماعی جامعه را در بین افراد، اجتماع، قبایل و اقوام کشور زنده نموده و باعث اصطکاکات و تشدید اختلاف قومی، مذهبی، سمتی، زبانی و امثالهم در کشور می گردند؛ تا خودها استفاده شخصی، سیاسی و... را از این وضع بحرانی با سهولت کرده بتوانند. جالب توجه اینست وقتی که پاکستان از طریق دست نشاندگان خویش در دههء هفتاد خورشیدی بر اوضاع افغانستان مسلط نشد؛ این بار به فکر سازماندهی اجیران دیگر به نام «طالبان» گردید. حلقات پاکستانی، گروه طالبان را با نقاب های «تأمین امنیت» ، «نمایندگان» پشتون و «اعاده حقوق» پشتون ها جهت اشغال کشور و خون ریزی ها در سال 1994 میلادی به افغانستان گسیل داشتند. متأسفانه که در آغاز یک عده از هموطنان ما فریب این توطئه پاکستان را خوردند و از طالبان هم حمایت کردند. در جریان این پنج سال ( از۱۹۹۶- ۲۰۰۱ م.) در حاکمیت امارت اسلامی طالبان که هر اندازه غارت، اذیت، آوارگی، ترور، کشت کوکنار، قاچاق مواد مخدره، اسارت، کنیزی، فروش زنان اسیر به اجانب، تصفیه نژادی مردم از سوی طالبان در افغانستان صورت می گرفتند؛ حلقات خاص پاکستان آنرا «جنگ» میان پشتون و غیر پشتون در اذهان عامه به صورت خیلی «زیر زمینی» و «توطئه گرانه» تبلیغ و ترویج می نمودند. در حالیکه برنامه های جنگ، اشغال کشور ما، غارت، قتل، نفاق اندازی قومی، تصفیه قومی و خلاصه تمام پلان نابودی افغانستان از سوی حلقات شؤنیستی آی اس آی و احزاب مختلف وهابی پاکستان تنظیم می گردیدند و طالبان را همراه تروریستان دیگر به افغانستان روان می کردند. آیا مردمان پشتون، غیر پشتون کشور ما و جهان بشریت جنایات طالبان را در مزار شریف محکوم نکردند و آنرا ننگ بشریت، ضد اسلام و ضد منافع ملی مردم ما معرفی نکردند؟. . . این طالبان افغان که خودها را «حافظ منافع» پشتون ها در افغانستان معرفی می دارند؛ آیا ویرانی های مکاتب، شفا خانه ها، تعمیرات دولتی منطقه پشتون، گردن بریدن های معلمین، شاگردان، روحانیون مساجد، زنان که همه فرزندان پشتون بودند، توسط طالبان از بین برده شدند؛ با کدام «منافع» پشتون های همخوانی دارند؟ آیا این چنین دشمنی با پشتون ها به عنوان دشمنی با تمام اقوام کشور ما نمی باشد؟ آیا کدام منطق و خرد انسانی ، اسلامی و ملی می پذیرد که فرزند پشتون و غیر پشتون از نعمت دانش، تعلیم، مدنیت، شکوفایی جامعه و نظایر آن در این عصر محروم بماند؟ . . . وقتی که طالبان با اعمال تروریستی خویش به مراکز ولسوالی های موسی قلعه، ژیړی، پنجوایی، بکوا و... مناطق پشتون یورش می برند؛ به طور مشتاقانه نخست ولسوال، والی و سایر مقامات پشتون را اسیر نموده، آنان را به قتل می رسانند و ادارات دولتی که در خدمت اهالی پشتون هستند، همه ویران نموده و با آتش می کشانند. زمان آن رسیده که واقعیت های ملموس اجتماعی جامعه و همچنان خواست ها، نیازمندی ها و آرمان های مردمان کشور خویش را به صورت علمی، منطقی و عقلانی درک نماییم. انتقام جویی های بی فایده را کنار بگذاریم و از شیوه های عفوه مفید ملی، تطبیق قانون اساسی و موازین پذیرفته شده یی جهانی در قبال منافع ملی مردم خویش با آگاهی کامل استفاده نماییم. منطق خصم، دشمنی، انتقام گیری، جنگ، تفنگ، نفی یک دیگر و... را با ایجاد پیش زمینه های همپذیری ملی، بازسازی ملی، وحدت ملی، شکوفایی مستقل ملی و... بالاخیره با بنیان گذاری نهادهای مدنی و تحقق نظام دموکراسی تبدیل نماییم .
زما په عقيده اوس دهيواد سياسي اوپوځی حالت په لوي درياب کې له هغې کښتی سره ورته دی چي توفاني شوې وي ،له کښتۍ چلوونکو نيولې ټول له يوه سره په کښتۍ کي دځان اوکښتۍ دژغورلولپاره لاس اوپښې وهي .پدغه حالت کښي داډول مسايلو اودښمنيوته لمن وهل يوازي اويوازي ددې خاري اوافغان شريف ولس ته خيانت دی اوبس . که پر هر چا داوطن گران وي دانتظارحالت پايله به داوي چي داتوفاني شوې کښتۍ به غرقه اوسوارلی به يي له منځه ځی . اړينه ده چي ټول په يوه اتحاد اويووالی دملي گټواوپه هيواد کي دتلپاتي سولي دراوستواوساتنې په موخه ټول پخوانی اختلافات شاته وغورځوو،يووازي دهيواد دمکاردښمن وحرکاتواولومو ته جدي پاملرنه وکړو،هيوادوال له دغه غم ځپلې حالت نه خلاص کړو،دادی پرټولوافغانانودهرقوم ،ژبي،مذهب اوسياسي فکرخاوندچي ياست دوطن اووطن مورده يعني دمور ږغ .
هيله مي داده چي ددغه ډول بې ځايه تبليغاتوپرځاي خپل وخت اوامکانات دملي تفاهم ،يووالي اوپخلايني په لار کښي په کار واچول شي .په نړی که بداسي هيواد نه وي چي دومره زياتي ويب پاڼي اوچاپي خپروني دهغه هيواد ديوه لوي قوم پرخلاف تبليغات وکړی ،لکه چي همدااوس دپشتنواوپښتوپرخلاف رواندی .په زياتو ويب پاڼو کي يوکليمه پښتونشته اودپښتوله نشرنه ډده کوي ،خوپښتانه هيڅ نه وايي .پدې بايد پوه وۍ چي دپښتنوسره دښمنی دهيچاپه گټه نده اونه به بريالی ولري .

پاي سويډن ۲۰۰۷.۰۲.۲۷