جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جو بایډن نن چهارشنبه 'جنوري ۲۰ ' د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړې مراسم د امریکا متحدو ایالتونو پلازمېنه واشنګټن کې داسې حال کې تر سره شول، چې سخت امنیتي تدبیرونه شوي وو.

د لوړې په مراسمو کې د امریکا دریو پخوانیو ولسمشرانو، کانګرس غړو او ګڼو نورو دولتي چارواکو او مشهورو شخصیتونو ګډون کړی و.

د جو بایډن تر څنګ کملا هاریس هم د مرستیالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو ګډونوالو ته وویل:

"هغه قوتونه چې موږ ته بېلتون راولي، ژور دي او یو واقعیت دی، خو دا نوې خبره نه ده. مبارزه تل پاتې او د بریا تضمین نه شته"

نوموړي د کورنۍ جګړې په څېر د امریکا تاریخي پېښو ته په اشارې سره وویل:

"زموږ نیک قوت تل غالب شوی. تاریخ، باور او اتحاد یې لاملونه دي. موږ به د امریکا متحدو ایالتونو په حیث دا شبیې وینو"

ښاغلي بایډن زیاته کړه:

''دا د امریکا ورځ ده، د دیموکراسۍ ورځ ده، یوه تاریخي ورځ ده او د هیلو یوه ورځ ده. له ډېره وخته راهیسې امریکا له امتحانونو سره مخ وه، او پر ننګونو بریالۍ شوې. نن موږ یوازې د یوه کاندید بریا نه لمانځو، بلکې یو هدف لمانځو، د دیموکراسۍ هدف.''

کماله هریس د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ اسیایي -افریقایي نژاده او لومړنۍ ښځینه ولسمشر ده چې له ولسمشر بایډن سره یې یو ځاي لوړه وکړه.

جو بایډن پوهېږي چې سختې چارې په مخکې دي

ښاغلي بایډن د لوړې په مراسمو کې وویل، چې له کورونا وبا، بې رزوګارۍ، اقلمي بدلون سره مبارزه او د نژادي برابرۍ او سیاسي سخت دریځۍ مخنیوي په څېر مسایلو سره مبارزه یې له غاړې ده.

بایډن به ژر د دې مسایلو د حل لپاره خپل تګلاره وړاندې کړي، خو د امریکا ولسمشر په حیث یې 'اتحاد ' لومړنی حل وباله. نوموړي وویل:

"له یو موټیوالي پرته هېڅ چاره نه شته او پایله به یې یوازې تاو تریخوالی وي. دا تاریخي شېبه ده. "

غبرګونونه

د ښاغلي بایډن د لوړې مراسمو له سر ته رسېدو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ناټو عمومي منشي یان سټولټنبرګ، بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن، هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي او پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون یو شمېر نړیوالو مشرانو په ټویټر پیغامونو کې ښاغلي بایډن ته مبارکي ویلي او نیکې هیلې یې څرګندې کړې دي.

ولسمشر غني په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي بایډن ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي، ''افغانستان د سولې ټینګښت لپاره او له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې د ملګرتیا نوي پړاو کې د متحده ایالتونو تر څنګ ولاړ دي. ''

د عکس تشریح،

مخیکینی ولسشر ډونلډ ټرمپ په چورلکه کې د چهارشنبې پر ګهیځ له سپینې ماڼۍ ووت

د ښاغلي بایډن د لوړې له مراسمو څو ساعته مخکې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلې مېرمن سره یو ځای له سپینې ماڼۍ ووت او فلوریډا ته لاړ.

د یادونې ده، چې ښاغلي ټرمپ په دې ټاکنو کې خپله ماتې هېڅکله و نه منله او ښاغلي بایډن ته یې د بریا مبارکي ور نه کړه.

ښاغلي ټرمپ د خپلې وروستۍ کاري ورځې په مناسبت د مخې ښې پیغام خپور کړ او نوي حکومت ته یې پکې د بریا هیله څرګنده کړې ده.

دغه راز ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ مودې له پای ته رسېدو څو ساعته مخکې ۷۳ کسانو ته عفوه اعلان کړه.

دې کسانو کې د ښاغلي ټرمپ مخکینی سلاکار سټېو بنن هم شامل دی، چې له مسکیکو سره د دېوال درولو پروژه کې پر ټګي برګي او پیسو سپینولو تورن و، خو محاکمه شوی نه دی.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وروستۍ ورځې اوږدو کې له امریکایاتو وغوښتل چې نوي حکومت ته دعا وکړي، خو د جوبایډن نوم یې نه دی اخیستی.

بل لور ته د ښاغلي ټرمپ مرستیال ولسمشر مایک پینس د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې د جمهوريپال ګوند له لوري ګډون کړی و.