د بایډن حکومت به له طالبانو سره تړون "وارزوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د ټاکلي ولسمشر جو بایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوی انټوني بلېنکن وايي، له افغان طالبانو سره به د امریکا تړون وارزوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ- چې نن یې واک ختمېږي- د ۲۰۲۰ کال فرورۍ پر ۲۹ د خپل هېواد د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره تړون وکړ.

خو ښاغلي بلېنکن د خپل واک د تایید غونډه کې د سناتورانو په ځواب کې وویل: "موږ دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي پای ته رسول غواړو، ځواکونه ستنول غواړو، غواړو هلته تر یوه برید د هر ډول ترهګرۍ د ستنېدو سره د چلن وړتیا وساتو چې له امله یې ورغلي وو.

"

ښاغلي بلېنکن د طالبانو او امریکا د دوحې تړون په یادولو سره وویل:

"باید کره وارزوو چې ریښتیا د څه په هکله خبرې شوې دي، زه تراوسه پره دې جزیاتو پوه نه یم. "

د افغان ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مشر وحید عمر د حکومت رسنیو مرکز کې د چارشنبې په ورځ د جو بایډن د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل:

د جو بایډن ادارې لخوا د امریکا-طالبانو ترمنځ د هوکړې د ارزونې د پرېکړې هرکلی کوو. دا کار باید وشي.

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونه تر سږنۍ مۍ له افغانستان وځي او طالبانو هم ژمنه کړې چې په بدل کې به افغان خاوره د توندلارو ډلو له خوا نه کارېږي.

دې تړون پسې طالبانو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ودرول، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه لا هم روان دي.

افغان حکومت دا مهال له طالبانو سره پر جګړه بوخت دی چې هڅه کوي د هېواد ځینې برخې ولکه کړي.

طالبانو بي بي سي ته ویلي، که د دوی او امریکا د تړون له مخې، ټول بهرني ځواکونو تر سږني پسرلي له افغانستان ونه وځي، نو دوی به پرې بریدونه له سره پیل کړي.

که څه هم جو بایډن له ډېر وخت راهیسې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون پای ته رسولو ملاتړ کړی، خو مرستیالانو یې وروستیو کې ویلي، له تاوتریخوالي سره د مقابلې لپاره باید کم شمېر سرتېري دغه هېواد کې پاتې شي.

د افغان حکومت او طالبانو خبرې

طالبانو او امریکا له نږدې دوو لسیزو جګړې وروسته سوله وکړه.

د فرانس خبري اژانس رپوټ وايي، ښاغلي بلېنکن هم د ډیموکراټ سناتور جین شهین په ځواب کې وویل، د ښځو او نجونو حقونه به پام کې ونیول شي.

طالبان چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پر افغانستان واکمن وو، د ښځو ازادي یې ډېره سخته محدوده کړې وه.

ښاغلی بلېنکن د افغان حکومت او طالبانو خبرو ته په اشاره وايي: "که تېرو شلو کلونو کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې خوندي نه شي، نو زما په اند سخته ده چې د دې پروسې پایلې د دوام وړ وي. "

نوموړي زیاته کړه: "دا هم منم چې اسان کار به نه وي، خو خپله هڅه به وکړو. "

د ۲۰۰۱ کال وروستیو کې پر افغانستان د امریکا یرغل پسې طالبان له پرځېدو وروسته ګام په ګام ځواکمن او تر ۲۰۱۸ کال د افغان خاورې له دریو دوو برخو کې فعال او د حکومت لپاره په ګواښ بدل شول.

په دغه مهال د دوه زره څلور سوه امریکايي سرتېرو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول.

د طالبانو-امریکا تړون کې ځینې پټو برخو باندې امریکا کې نیوکې کېږي او ویل کېږي چې له دې ډلې سره پټه هوکړه شوې ده.

ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې او۲۵۰۰ ته رسېدلی دی.

افغان حکومت څه وايي؟

امرالله صالح وايي، امریکا طالبانو ته ډېر امتیاز ورکړ.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره د امریکا خبرې تېروتنه نه وه، خو د ولسمشر ټرمپ د حکومت له خوا دې ډلې ته ډېر "امتیاز ورکول" تېروتنه وه.

هغه دا هم وویل، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت پای ته رسېدلی نه دی او دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو کمېدو سره تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

نوموړی د امریکا او طالبانو د تړون له مخې د افغان حکومت له جېل د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کېدو ته په اشاره زیاتوي:

"امریکايي پلاوی راغی او قسم یې وخوړ چې که د دې ډلې دا بندیان خوشي کړئ، هیڅ تاوتریخوالی به ونه شي، موږ ورته وویل، استخبارات مو ستاسو د خبرو خلاف خبره کوي او که دا کسان خوشي شي تاوتریخوالی به بیا ډېر شي، داسې وشول، ولې موږ داسې امتیاز ورکړ چې مقابل کې مو هیڅ ترلاسه نه کړل. "عکس سرچینه،ONSCAFGHAN

افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړل.

د یادولو ده چې طالبانو د خپلو بندیانو بدل کې تر زرو افغان سرتېري هم خوشي کړل.

امریکا د افغان جګړې اوج کې ۸۸ زره سرتېري درلودل او د وروستیو سرتېرو وتلو سره یې د ځواکونو شمېر تر دوه نیم زرو ټیټ شوی دی.

افغان حکومت دا مهال له طالبانو سره د سولې خبرې لري، خو مالومه نه ده چې کله به د سولې تړون سره لاسلیک کړي.

ډېری اندېښمن دي چې که له دې تړون مخکې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، نو طالبان به بیا واکمن شي.