ناټو: د افغانستان د سولې خبرو د بریا لپاره هیڅ ډول ضمانت نشته

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ ویلي چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره هیڅ ډول ضمانت نشته، خو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالب استازو ترمنځ د خبرو روان بهیر په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره یواځنۍ لار ده.

د ناټو عمومي منشي همداشان ویلي دي چې هر ډول تصمیم که له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل وي او که په هغه هیواد کې د ماموریت دوام وي، دواړه یې خطرونه لري.

هغه وویل چې د وتلو په صورت کې د تروریستانو پر ځاله باندې د افغانستان د بدلیدو او د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې د لاسته راوړنو د له منځه تللو خطر تصور کیدای شي او د هغوی د ماموریت د دوام په صورت کې هم جګړه او تاوتریخوالی دوام کوي او کیدای شي ناټو په یوه اوږدمهاله جګړه کې ګیر شي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ امر کړی دی چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ پورې شاوخوا ۲۰۰۰ امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووځي او په هغه هیواد کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړای شي.

د ناټو عمومي منشي ویلي دي چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د منتخب جمهور رئیس جو بایډن له حکومت سره د افغانستان په هکله بحث کیږي او یو تصمیم به ونیول شي.

ښاغلي ستولتنبرګ د جرمني د خبري اژانس ډي پي ای سره په مرکه کې وویل: "دا د سولې یو ماتیدونکی بهیر دی. د بریالیتوب هیڅ ضمانت نشته. خو په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د سولې لپاره یواځنۍ لار ده او ناټو په زغرده ددغو هڅو ملاتړ کوي."

د قطر په پلازمینه دوحه کې بین‌الافغاني مذاکرات د امریکا-طالبانو د موافقې ثمره ده چې د روان کال په فبرورۍ کې په دوحه کې لاس لیک شوه. پدې موافقه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال تر مۍ میاشتې پورې دې په بشپړه توګه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو پدې موافقه کې ژمنه کړې چې تاوتریخوالی کموي او د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې به په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو او تلپاتې اوربند لپاره هڅه وکړي.

خو افغان مقامات ادعا کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاس لیک کیدو وروسته د طالبانو د ډلې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه هدفي وژنې ددې ډلې له خوا زیاتې شوې دي چې اکثر قربانیان یې خبریالان، مدني فعالین او د بشري حقونو مدافعین دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس ویلي دي د دوحه موافقې له لاس لیک وروسته د طالبانو ډلې "کاروان عبیده" د خبریالانو، د مدني ټولنې د غړو او د سیاسي او اجتکاعي فعالانو د هدفمندو وژنو لپاره جوړ کړی دی.