د امریکا شارژدافېر وايي، طالبان د موافقې پر اساس د ۷ زره نورو بندیانو د خلاصون تمه لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۶) په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېر روز ویلسن وايي، طالبان تمه لري چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس زرګونه نور طالب بندیان روانه میاشت خوشي شي.

ویلسن، چې له خبریالانو سره ږغېده، وویل«د امریکا او طالبانو د موافقې په یوه ځانګړي بند کې د ۷ زره نورو طالب بندیانو یادونه شوې چې د دسمبر تر نیمايي پورې به خوشي کېږي.»

ده په عین حال کې وویل چې دقیقه نېټه یې هېره ده خو فکر کوي چې په موافقه کې د دسمبر د نیمايي یادونه شوې ده.

امریکا په افغانستان کې سفیر نه لري او شارژدافېر یې د سفیر دنده په غاړه لري.

ده وویل«د امریکا – طالبانو د موافقې ټولې برخې له یو بلې سره تړلي دي، داسې نه شي کېدای چې یوه برخه یې ترې لېرې کړې او ووایې دا برخه دې تطبیق شي خو هغه بله دې نه تطبیق کېږي.»

ویلسن وویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي د امریکا متحد ایالتونه سخت لېوال دي چې د اسلامي جمهوریت د مشرانو ترمنځ اجماع وي ځکه چې دا مرسته کوي چې د دې یوې په شان سختې پرېکړې وشي، په دوحه کې مرکچي پلاوي ته څرګنده لارښوونه وشي او په داسې ډول د دوی کار پرمخ لاړ شي چې د وړو سیاسي، یا قومي ګټو یا نورو کوچنیو مسلو په ځای ملي ګټې منعکسې کړي.»

په همدې حال کې یو شمېر افغانان د طالبانو د ۵ زره بندیانو پر خلاصون نیوکه کوي او وايي چې باید د دغو کسانو خلاصون له اوربند سره تړل شوی وای.

ولسمشر غني ویلي چې د ۵ زره طالب بندیانو په خلاصون یې سولې ته خپله اراده ثابته کړه خو طالبانو تاوتریخوالی کم نه کړ.

د امریکا او طالبانو موافقه خورا مرموزه ده او هر څه موده وروسته یې نوې شرطونه څرګندېږي. دا معلومه نه ده چې طالبانو په موافقه کې امریکایانو ته کوم امتیازونه منلي دي.

امریکايی چارواکي وايي چې دوې لویې اډې به پرېنږدي خو دا یې نه دي ویلي چې دا اډې به تر کله له ځان سره وساتي.

د نورو طالب بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان حکومت تراوسه څه نه دي ویلي.