ژنیو کنفرانس افغانستان ته د ۱۳ میلیارد ډالرو مرستو په ژمنه پای ته ورسید

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو کنفرانس د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۳ میلیارډ ډالرو د برابرولو په ژمنه پای ته ورسید.

دغه غونډه د سه شنبې په ماښام نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیده چې په کې راغلي دي: "تمویل کوونکو د راتلونکو څلورو کلونو څخه د لومړي کال لپاره لږ تر لږه د ۳.۳ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه چې تمه ده کلنۍ ژمنې د پخوانې کچې په اندازه کال په کال دوام وکړي."

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي، په یو ټویټري پیغام لیکلي دي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې پاتې کمکونه په ژمنو باندې د افغانستان د پاتې کیدو په شرط ورکول کیږي.

د ژنیو د کنفرانس په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان حکومت د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته د ۲۰۰۲ کال راهیسې د اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او انکشافي لاسته راوړنو ساتلو او پراختیا ته ژمن دی. دموکراسي، د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون بشري حقونه اساسي موضوعګانې دي چې باید وساتل شي او پراخ کړای شي."

پدې کنفرانس کې د اکثرو مرسته کوونکو هیوادونو استازو په سمدستي اوربند، د سولې د مذاکراتو په دوام، د دوو لسیزو د لاسته راوړنو راوړنو په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې د ښځو او ماشومانو د حقونو په ساتنه، په فساد ضد جدي مبارزې او د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پدې غونډه کې "اقتصادي اصلاحات، د مخدراتو په ګډون د فساد ضد مبارزې لپاره رښتینې هڅې، د مذ‌هبي ازادي په ګډون بشري حقونو ته درناوی، خصوصي سکتور ته مساعد چاپیریال، او په ځان باندې د تکیه کولو په لور ګام اخیستل" د افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام شرطونه وګڼل.

د افغانستان د مالیې وزارت ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د دوو لسیزو لاسته راوړونو په ساتلو باندې په ټینګار ژمنه کړې ده چې په راتلونکي یو کال کې د افغانستان سره ۶۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړي، چې د ښاغلي مسجدي په لیکنه ۳۰۰ میلیون ډالر یې د سولې د هڅو د پرمختګ په شرط کیږي.

د ژنیو دوه ورځنی کنفرانس د ۷۰ هیوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د دوشنبې په ورځ د فنلنډ، ملګرو ملتونو او افغانستان په کوربتوب پیل شو او د سه شنبې په ماښام په افغانستان کې د "سمدستي، تلپاتې او پراخ اوربند" په غږ پای ته ورسید.

د کروناویروس د وبا د خپریدو د خطرونو په وجه د کوربنو په حضور کې د کنفرانس ګډون کوونکو له لرې څخه په آنلاین توګه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په مقر کې برخه اخیستې وه.

په تیرو دوو لسیزو کې مرسته کوونکي هیوادونه په هرو څلورو کلونو کې یو ځل د افغانستان سره خپلې ژمنې اعلانوي. په تیر کنفرانس کې مرسته کوونکو په ۲۰۱۶ کې په بلجیم کې د افغانستان سره د ۱۵.۲ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه کړې وه.