په دوحه کې بین الافغاني خبرې د شنبې پر ورځ پیلېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت او طالبانو دواړو منلې ده چې د قطر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی بشپړ شوی دی. افغان حکومت وايي، مرکچي پلاوی یې سبا دوحې ته روانېږي او طالبانو تایید کړې چې شپږ تنه بندیان یې قطر ته رسېدلي او پر شنبه به بین الافغاني خبرې پیلېږي.

امریکا متحدو ایالتونو د افغان سولې مذاکراتو پیلېدو د اعلان هرکلی کړی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د قطر په دوحه کې به له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ګډون لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی سبا 'جمعه۱۱ سپتمبر ' دوحې ته روان شي.

ښاغلي صدیقي د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي:

'' د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې تر منځ د سولې خبرو په پرانیستغونډه کې به د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی سلام رحیمي او د سولې چارو لپاره د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي. ''

 له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل، د قطر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی بشپړ شوی دی او د شنبې پر ورځ (۱۲ سپتمبر) به د دې خبرو پرانیستغونډه پیل شي.

ډاکتر محمد نعیم د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، دوی هوډ لري چې مذاکرات ښه پر مخ لاړ شي او سوله رامنځته شي.

ښاغلی نعیم په ټویټر پیغام کې وايي:

''اسلامي امارت د مذاکراتو بهیر په ښه ډول پر مخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هېواد علیا منافعو په چوکاټ کې د سر تا سري سولې او سوچه اسلامي نظام د رامنځته کېدو هوډ لري. ''

 

ښاغلي نعیم وروسته په یوه ځانګړي ټویټ کې قطر ته د شپږ تنه طالب زندانیانو رسېدل هم تایید کړل.

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه ټویټر پیغام کې د سپتمبر پر ۱۲ مه د افغان سولې خبرو پیلېدو اعلان هرکلی کړی دی.

نوموړی وايي: ''دا د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې او وینې توېدنې پای ته رسولو لپاره ښه فرصت او تاریخي وخت دی. ''

سرچینې: افغان حکومت د یوې فرانسوۍ مېرمنې په وژنه تورن دوه طالب بندیان خوشي کړل

پر محمد نبي او ضیا احمد تور دی چې د ملګرو ملتونو یوه فرانسوۍ کارکوونکې یې وژلې وه

د طالبانو دوو جلا سرچينو بي بي سي‌ ته منلي چي افغان حکومت د دوی دوه زندانیان،‌ ضیا احمد او عبدالنبي، چي د یوې فرانسوۍ مېرمنې په وژنه تورن او په اعدام محکوم وو، پنجشنبه سهار خوشي کړي دي.

پر دې کسانو تور و چي ۲۰۰۳ کال کې یې په غزني کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یوه کارکوونکې بیټینا ګویسلارډ په داسي مهال چي د همدې ادارې په موټر کې ناسته وه، په ډزو ووژله.

ضیا احمد او عبدالنبي په ۲۰۰۴ کال کې په اعدام محکوم شول، خو له ۱۷ کالو وروسته نن د افغان حکومت لخوا وسلوالو طالبانو ته وسپارل شول.

افغان حکومت تر دې دمه د دې کسانو د خوشي کېدو خبره نه ده تائید کړې.

د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو راوروسته بیټینا ګویسلارډ د ملګرو ملتونو لومړنۍ کارکوونکې وه چې د وسلوالو په مخامخ برید کې ووژل شوه.

بیټینا ګویسارډ په ۲۰۰۳ کال کې په غزني کې وژل شوې وه

د روان کال اګست میاشت کي هغه مهال چې افغان حکومت د ۴۰۰ لانجمنو طالبانو د خوشي کېدو په اړه مشورتي لویه جرګه را وبلله، د بیټینا ګویسلارډ کورنۍ یو شمېر رسنیو ته ویلي وو چې د هغې په وژنه تورن کسان باید خوشي نه شي.

د ګویسلارډ کورنۍ فرانس پریس آژانس ته ویلي وو:

"دا به سمه نه وي چي زموږ د کورنۍ د غړې قاتلین دې په یوه غیر عادلانه معامله کې خوشي شي. دا هر څه زموږ له تصوره وتلې کړنې دي".