فېسبوک هغه سلګونه حسابونه تړلي چې د پاکستاني پوځ 'ستاینې' یې کولې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فېسبوک وايي، د پاکستان اړوند داسې ۱۰۳ وېبپاڼو، ۷۸ ګروپونو، ۴۵۳ شخصي حسابونو او ۱۰۷ انسټاګرام حسابونو 'شبکه یې تړلې چې د فېسبوک له لارې په 'مشکوکو فعالیتونو کې ښکېل وو.

فېسبوک وايي، له څېړنې وروسته ورته معلومه شوه چې دې حسابونو 'منظمه او نایید شوې رویه ' درلوده. فېسبوک په دې اړه یوه رپوټ هم خپور کړی چې د 'کوارډینیټیډ ان اتهینټک بیهویر ' نوم

ورکړل شوی.

دا اصطلاح د هغو فېسبوکي حسابونو لپاره کارول کېږي‌ چې په منظم انداز چلولو کېږي او په ولسي کچه د بحثونو موضوعات بدلولو هڅه کوي.

دغې شبکې د 'اټو رپورټر' له لارې د شکایت ثبتولو لپاره کار کاوه

فېسبوک د دې حسابونو په هکله د امریکا په سټینفورډ پوهنتون کې د انټرنېټ څارنې ګروپ 'ایس ای او ' ته معلومات ورکړي دي.

د ګروپ څېړنه ښيي دې حسابونو د فېسبوک پالیسۍ خلاف 'په منظم ډول د هغو فېسبوکي حسابونو شکایت کاوه چې د اسلام، پاکستاني حکومت او پاکستاني پوځ مخالف مواد پکې خپرېدل. '

د ایس ای او ګروپ څېړنه کې دغه راز ویل شوي، د تړل شوې شبکې حسابونه او پاڼې د پاکستاني پوځ، پاکستان د څارګرې ادارې 'ای ایس ای ' او واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف 'پي ټي ای ' له ستاینو ډک وو او د پاکستان احمدي فرقې اړوند حسابونه یې هم رپوټ کول.

 

د یادونې ده فېسبوک پروسږ کال هم ورته سل حسابونه تړلي وو، چې په وینا یې 'چلند یې ناتایید شوی او منظم ' و.

فېسبوک دغه راز ادعا کړې وه چې تړل شوي فېسبوکي حسابونه د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې 'ای ایس پي ار ' اړوند وو.

د ایس ای او څېړنیز رپوټ ښيي:

'د هغې شبکې ټولې پاڼې چې فېسبوک تړلې دي، په ځانګړې توګه د پاکستاني ملتپالنې او په ځانګړې توګه د پاکستاني پوځ او څارګرې ادارې (ای ایس ای) له ستاینو ډکې وې. '

په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې دې پاڼو د واکمن پي ټي ای ګوند څرګند ملاتړ کاوه او د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د ګوند مخالف مواد یې خپرول.

د ایس ای او ګرږپ شیلبي ګروسمن وايي، دوی نه پوهېږي چې د دې شبکې تر شا څوک وو، خو په وینا یې فکر کوي چې 'په څېړنه کې لیدل شوي موادو معیار د هغو پاڼو غوندې نه و، چې تېر کال تړل شوي او د ای ایس پي ار اړوند وو. '

د دې پاڼو له لارې د هند پر ضد پروپاګند هم کېده

د ایس ای او څېړنه ښيي چې په تړل شویو حسابونو او پاڼو کې د هند مخالف او د خالصتان تحریک ملاتړ اړوند مواد هم خپرېدل.

ایس ای او څېړونکي وايي، د فېسبوک لخوا ورکړل شوي معلومات نه ښيي چې دغه فېسبوکي حسابونه د چا اړوند وو او چارې یې د چا لخوا پر مخ بیول کېدې.

فېسبوک بیا بي بي سي ته د دې حسابونو په تړاو وویل، د دوی معلومات ښيي چې دغه ټوله شبکه له پاکستانه فعاله وه، خو یو شمېر حسابونو یې ځان د هندي حسابونو په بڼه وړاندې کاوه.