کورونا وېروس: روسي واکسین 'دفاعي غبرګون تحریکوي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هغو ناروغاونو په بدن کې چې د کورونا وېروس ضد روسي واکسین کې یې برخه اخیستې انټي باډیز وده کړې ده. د لانسټ طبي ژورنال په رپوټ کې د یو شمېر روسي ساینسپوهانو له قوله ویل شوي

چې په واکسین اخیستونکو کې 'جدي جانبي عوارض ' هم نه دي لیدل شوي.

بل لور ته ماهرین وايي، په پراخه کچه لا لویو تجربو ته اړتیا ده، چې د سپوتنیک پنځه نومي دغه واکسین خوندیتوب او ګټورتیا ثابته شي.

تېره میاشت روسي چارواکو اعلان وکړ چې د هېواد روغتیايي چارو همغږې کوونکې ادارې یې دغه واکسین تایید کړل.

په یو شمېر هېوادونو کې بیا دغې چارې ته د شک په نظر کتل شوي دي.

په ځانګړې توګه لویدیځ کې یو شمېر ماهرینو هاغه مهال ویلي و، 'روسیه بېړه کوي او په څېړنه کې یو مهم پړاو ترې پاتې دی. '

خو روسیې دغه څرګندونې بې بنسټه وبللې او رد یې کړې.

ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، له دوو لوڼو یې یوې دغه واکسین اخیستي دي.

د روسیې دولتي ټلویزیون د جمعې پر ورځ د دفاع وزیر سیرګي شویګیو وښود چې د واکسین چاره یې خپله تر سره کوله.

اوسمهال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وېروس مخنیوي واکسین چمتو کولو بهیر پیل شوی دی او نژدې ۲۰ یې داسې دي چې کلینیکي ازموینه یې روانه ده.

تېره میاشت د برتانیا، امریکا او کاناډا څارګرو ادارو وویل، روسي هکرانو هغه مرکزونه په نښه کړي، چې د کورونا وېروس مخنیوي پر واکسینو کار کوي او احتمالاً هدف یې له دې مرکزونو د اړوند معلوماتو غلا کول و.

خو په برتانیا کې د روسیې سفیر اندرې کلین دغه تورونه رد کړي او له بي بي سي سره یې خبرو کې یې وویل، 'دغه څېزونه مانا نه لري. ''

روسي ماهرینو په جولای میاشت کې د واکسین بریالۍ تجربې خبره وکړه

هغه ازموینه چې د کورونا مخنیوي واکسین په هکله د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې شوې، ښيي چې کېدای شي وېروس ته د بدن دفاعي نظام د غبرګون لامل شي.

د اګست لومړیو کې د روغتیا نړیوال سازمان هم روسیې ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا وېروس پر ضد واکسین جوړولو چاره کې باید نړیوال معیارونه او تګلاره په پام کې ونیسي.

یاد سازمان روسیې ته ان دا وړاندیز هم کړی چې جوړ شوي واکسین ته دې یو ځل بیا له سره کتنه وشي او په سمه توګه دې یې اغېزمنتوب مالوم کړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي د کورونا وېروس لپاره پر شپږو واکسینونو کار کوي، چې ځینې یې د ازموینو دریم پړاو ته رسېدلي دي، خو د روسیې لخوا جوړ شوی واکسین د یاد سازمان په دې لېست کې نشته.