محمد بن سلمان د پاکستان له لوی درستیز سره له لیدو 'ډډه کړې'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جنرال جاوید قمر باجوه د سعودي عرب له مرستیال دفاع وزیر او د محمد بن سلمان له کشر ورور خالد بن سلمان ال سعود سره لیدلي.

رپوټونه وايي، د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره له لیدو ډډه کړې ده.

جنرال باجوه سعودي عرب پلازمېنې ریاض ته تللی او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د 'ورورګلوۍ اړیکو ' کې بدلون نه دی راغلی.

ویل کېږي دا وروستیو کې د پاکستان او سعودي عرب اړیکي خړ پړ شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ جنرال باجوه او د پاکستان استخباراتي ادارې مشر فیض حمید ریاض ته سفر وکړ. ویل کېږي، د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې سمون راوستل و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له لوري له هغو څرکندونو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي ساړه شول، چې د هند پر وړاندې د کشمیر موضوع کې د سعودي (ناکافي) دریځ یادونه وبلل شوه.

جنرال باجوه د ولیعهد سلمان له لوري له لیدو له (ډډه) کولو وروسته د محمد بن سلمان له ورور سره لیدلي چې د دفاع مرستیال وزیر دی. نوموړي دغه راز له خپل سعودي سیال سره هم لیدنه درلوده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر 'د کشمیریانو ملاتړ کې د نیمګړتیاوو ' له کبله د اسلامي هېوادونو پر همکارۍ سازمان هم نیوکې کړې.

د دغه سازمان مرکز په سعودي عرب کې دی او په دغه سازمان کې د سعودي عرب نفوذ جوت بلل کېږي.

د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، په سعودي عرب کې د جنرال باجوه د سفر پر مهال شاه محمود قریشي د قطر له سفیر سره لیدلي چې د سعودي رقیب په نظر ورته کتل کېږي.

دغه خبري سرچینې وايي، سعودي له ترکیې سره د پاکستان همکارۍ په اړه ناخوښي څرګنده کړې او له پاکستاني چارواکو یې پر پاکستاني ټلویزیون د ارطغرل نومي سیریال خپرولو بندولو غوښتنه کړې.

ارطغرل پر تاریخي موضوع ترکیه کې چمتو شوی ټلویزیوني سیریال دی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ګډون یې ګڼ پاکستانيان مینه وال دي.

دغه راز ویل شوي، سعودي عرب د ترکیې، مالیزیا او ایران په اییتلاف کې د پاکستان ګډون په هکله خبرداری ورکړی.

له دې مخکې خبري سرچینو ویلي و، پاکستان په مالیزیا کې د کوالالمپور په سر مشریزه غونډه کې چې ایران او ترکیې هم په کې ګډون درلود، د سعودي فشار له کبله له ګډون کولو ډډه وکړه.

د شنونکو په اند سعودي عرب په سیمه کې د ایران، ترکیې او قطر غوندې هېوادونو په منځ کې له خپلې انزوا ډاریده او سعودي چارواکو ښايي فکر کاوه چې دغه غونډه د یوه نوي اسلامي بلاک رامنځته کولو لپاره و.

سعودي تېر کال ویلي و، د بېلا بېلو تړونونو له مخې په پاکستان کې تر شل میلیارده ډالره ډېره پانګونه کوي، خو د تاوتریخوالي ډېرېدل ښايي دغه پانګونه له خطرونو سره مخامخ کړي. پاکستان د کمزوري اقتصادي وضعیت او بودیجې سخت کسر له کبله بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري.