کابل کې د افغان او پاکستاني چارواکو لیدنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د دې وزارت مرستیال میرویس ناب دوشنبه کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود او ورسره مل ۴۰ کسیز پلاوي سره جلا جلا ناستې وکړې. د د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وایي، په دې ناستو کې پر ګڼو مسلو خبرې اترې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي حنیف اتمر له پاکستان پلاوي سره پر کونړ ولایت د پاکستان د توغندیزو بریدونو، سیمه ییز تجارت او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې.

تمه کېدله چې افغان چارواکي به پاکستاني پلاوي سره په دې کتنه کې اسلام اباد ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه خپل دریځ شریک کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې دې موضوع ته اشاره نه ده شوې او مالومه نه ده چې په اړه یې خبرې شوې دي که نه.

پاکستاني پلاوي وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال میرویس ناب سره هم د کتنه وکړه. ښاغلي ناب له دې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، پاکستان په افغانستان کې د یو خپلواک حمهوري نظام ملاتړ څرګند کړی او کابل یې د دې دریځ هرکلی کوي.

اسلام اباد ته د طالبانو سفر په اړه څه وویل شول؟

د طالبانو یو پلاوی تېره اوونۍ د ملا برادر په مشرۍ اسلام اباد ته تللی و

کابل ته د پاکستاني پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې تېره اونۍ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر شپږ کسیز پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د اګسټ پر ۲۵ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون له مختلفو پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

له دې سفر وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د امریکا د سولې انسټیټیوټ سره په یوه مرکه کې ویلي وو، ښه به وای چې په دې چاره کې افغان حکومت هم خبر وای او برخه یې درلودلې وای.

ښاغلي اتمر هغه مهال دا ژمنه هم وکړه چې له پاکستاني چارواکو سره خپله راتلونکې لیدنه کې به په دې اړه د افغان حکومت دریځ ورسره شریکوي.

خو دوشنبه د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې دې موضوع ته کومه اشاره نه ده شوې او مالومه نه ده چې افغان لوري پاکستاني پلاوي سره خپل دریځ شریکړ کړی که نه.

اسلام اباد ته د طالب پلاوي له سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي او په دې باور دي، چې په افغان سولې بهیر کې شته خنډونه د خبرو له لارې لرې کېدلی شي.

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې دا ډله د زرو حکومتي بندیانو او حکومت د پنځو زرو طالب زندانیانو تر خوشي کولو وروسته خپلمنځي خبرې پيلوي.

دا خبرې لا هم پیل شوې نه دي او لامل یې د ۳۲۰ طالب بندیانو نه خوشي کول خنډ بلل کېږي.