مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کابل کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. ګډونوال به یې د دې بندیانو د خوشي کولو یا بند کې ساتلو په اړه سلا مشوره او پرېکړه کوي. د دې جرګې غړي پر ۵۰ کمېټو وېشل شوي چې د طالبانو د پاتې غړو د خلاصون په اړه به پر بېلابېلو مسلو بحث کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې په پرانیستغونډه کې وویل:

"دا لوی تصمیمونه دي چې باید ملت ته په کې مراجعه وشي او د هغوی نظر ته لبیک وویل شي. داسې جرګې همېشه په خير وې. د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره مو بحث درلود، ټولو د افغانستان په مشرتوب د سولې هڅو ملاتړ کړی دی."

ښاغلي غني‌ جرګه والو ته وویل،‌ طالبانو ژمنه کړې ده چې که یې پاتې بندیان خوشي شي نو راتلونکو دریو ورځو کې به حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.‌ نوموړي‌ وویل:

"د بین المللي ټولنې هیله دا ده چې څومره ژر تاسې تصمیم ونیسئ بهتره ده.‌ غوره به وي چې تصمیم نن یا سبا لخیره ونیسئ، تر څو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي".

ولسمشر غني همدا راز په خپلو خبرو کې د امریکا د هغې اعلامیې هرکلی وکړ چې د نننۍ مشورتي لویې جرګې په اړه یې خپره کړې.

د مشورتي لویې جرګې او مصالحې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې وویل،‌ په اجماع سره به یوه پرېکړه کېږي:

''ستاسې مشوره حیاتي ده او زه یقین لرم چې ستاسې جمعي تصمیم به تل پاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په برخه کې یو ښه لارښود وي. ''

بل لور ته وسلوالو طالبانو ویلي، مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري او د افغان ولس استازیتوب هم نه کوي.

 

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

طالبانو د یادې جرګې له جوړېدو سره د پارلمان مخالفت ته هم اشاره کړې او د ولسمشر نننیو څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو ویلي د نننۍ غونډې په اړه یوځل بیا تکراروي چې، ''د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په پلمه جرګې راغوښتل او بیا له هغې نه د افغان ولس د هیلو خلاف استفاده کول؛ نه د ملت درد دوا کولای شي او نه داسي جرګه د ملت استازولي کولای شي."

د امریکا متحدو ایالتونو د دې جرګې د جوړېدو هرکلی کړی او وايي تمه یې دا ده چې جرګه د بندیانو برخلیک مالوم کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ شي.

بل لور ته په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی رونالډ کوبیا وايي، اروپایي ټولنه د بین الافغاني او ټول شموله خبرو ملاتړ او ورسره مرسته کوي:

''دغه لویه جرګه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې ښکارندویي کوي. موږ هیله لرو چې دغه ټولې خبرې او بحثونه به د ملي ګټو دفاع وکړي او د سولې په اړه به هم خبرې اترې په کې وشي. ''

په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان سولې بهیر کې باید قربانیانو ته پام وشي.

دغه سازمان زیاتوي، تر ټولو ډېر افغانان سولې ته ډېره اړتیا لري خو سوله کې باید جنګي او بشر ضد جرمونه هېر نه کړل شي.

د سولې مشورتي جرګې په پرانیستغونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پرمهال، د پارلمان وکیله بلقیس روشن د جرګې په تالار ک‍ې له دې شعار سره چې "طالبانو ته باج مه ورکوئ" راپورته شوه خو تالار کې د یوې ګډونوالې له فزیکي غبرګون سره مخ شوه او له تالاره وويستل شوه.

اغلې روشن له تالاره تر وتلو وروسته بي بي سي ته وویل، دا ډول جرګې د کړېدلو افغانانو درد نه شي دوا کولی.‌

طالبانو له مشورتي لویې جرګې سره مخالفت کړی

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون پر خواله رسنیو هغه پوښتنلیک خپور کړی چې ویل کېږي نن جمعه کابل کې د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته ور سپارل شوی او د بحث لپاره دوه پوښتنې ورته وړاندې شوې دي.

په لومړۍ پوښتنه کې ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري په شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.

د دې پوښتنې ځواب په توګه ګډونوالو ته دوه غوراوي‌ ورکړی شوي دي. لومړی غوراوی دا دی چې د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې دې دا زندانیان خوشي‌ شي‌ او مخاخ مذاکرات دې پیل شي.

خو دویم غوراوی تر ډېره یو ډول خبرداری دی. په دې کې د جرګې ګډونوالو ته ویل شوي چې که چېرې دا پاتې طالب زندانیان خوشي نه شي نو افغانستان کې به جګړه، تاوتریخوالی او اوسنی وضعیت دوام وکړي.

په دویمه پوښتنه کې راغلي‌ چې که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي، او له دې مذاکراتو څه تمه لري.

 

د عکس سرچینه،ملي رادیو تلویزیون

د مشورتي لویې جرګې جوړوونکي کمېسیون مشر محمد معصوم ستانکزی د جرګې پرانیستغونډه کې وویل، د تېرې جرګې د سلا مشورو په دوام بیا ملت سره په دې مهمې مسلې مشوره کېږي.

''تر ننه ۳۲۰۰ کسان له ۳۴ ولایتونو رارسېدلي دي، چې ۷۲۰ په کې مېرمنې دي او ۲۵ کټګوریو وېشل شوي او ګډون يې کړی. د پارلمان دواړو شوراګانو، عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو... ګډون کړی. ''

ده وویل، دا جرګه ډېر ژر باید جوړه شوې وای، یانې څلورو پنځو ورځو کې او تنظیم شوې وای چې په ډېرو سختو هڅو مو ممکنه کړه.

نوموړي زیاته کړه، امنیتي تدابیر کلک دي او کابل مېشتي دې بښنه کوي چې د لارو بندښت سره په عذاب شوي.