"مشورتي لویه جرګه راتلونکې جمعه کابل کې ترسره کېږي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغان حکومت کې دننه یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته تائید کړې ده چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره به مشورتي لویه جرګه د روانې اګست میاشتې پر اوومه (د زمري یا اسد پر ۱۷مه نېټه)، یعنی د راتلونکې جمعې پر ورځ په کابل کې ترسره کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر پر ورځ د دې جرګې د رابللو اعلان کړی و. نوموړي ویلي وو، د هغو شاوخوا ۴۰۰ طالب زندانیانو چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي، د ازادولو واک نه لري او باید مشورتي لویه جرګه یې د برخلیک پرېکړه وکړي.

تر اوسه په دې جرګه کې د ګډونوالو نومونه او یا هم شمېر نه دي په ډاګه شوي، او دا هم نه ده مالومه چې یاده جرګه به څو ورځې دوام کوي.

خو د دې جرګې د بحث اجنډا وار له مخه مالومه ده او په دې اړه به مشوره ورکوي چې له هغو سلګونو طالب زندانیانو سره باید څه وشي چې د خلاصون پر موضوع یې افغان حکومت او طالبان جدي اختلاف لري.

 

د عکس سرچینه،ARG

ولسمشر غني د لوی اختر پر ورځ په خپله وینا کې ویلي وو: " افغان حکومت ته د طالبانو ورکړل شوي لیست کې ۴۰۰ داسې بندیان شته، چې د هغوی په اړه د افغانستان ولسمشر، د هېواد اساسي او د جزا قوانینو پربنسټ ‎له زندانه د هغوی خوشي کولو صلاحیت نه لري، خو دا معنا نه لري چې موږ به بشپړه توګه د دغو بندیانو د خوشي کولو په اړه منفي ځواب ورکړو."

ولسمشر غني وویل، دا چې په دې اړه بشپړ صلاحیت نه لري، افغان ولس ته مراجعه کوي او مشوره ترې غواړي، "باید ملت سره مشوره وکړم او د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه رابولم. د ولس استازی دې مشوره راکړي چې پربنسټ یې پرېکړه وکړو."

د امریکا وړاندیز؛ ۴۰۰ طالب زندانیان دې کوربند شي

افغان حکومت د یو شمېر طالب زندانیانو خوش کولو ته چمتو نه دی

دوه ورځې وړاندې د روئټرز خبري‌ اژانس د دریو جګپوړو امریکایي‌ چارواکو له قوله لیکلي وو، هغه ۴۰۰ طالب بندیان چې افغان حکومت یې خوشي کولو ته چمتو نه دی، کېدای شي په یوه نوي‌ ځای کې کوربند شي او افغان حکومت او طالبان یې په ګډه څارنه وکړي.‌

دې امریکایي چارواکو، چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، روئټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغان سولې په خبرو کې ښکېلو امریکایي دیپلوماتانو دا وړاندیز طالبانو او افغان حکومت ته کړی دی.‌

خو افغان حکومت او یا هم طالبانو د امریکا لخوا د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.

د دې وړاندیز له مخې یاد بندیان به د افغان حکومت له بنده خوشي کېږي‌ او په یوه نوي‌ ځای کې به په کورونو کې بند وي.