افغان حکومت او طالبانو د اختر دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

طالبانو ویلي، که د اختر ورځو کې د حکومتي ځواکونو لخوا پر دوی برید وشو نو دوی به کلک ځواب ورکوي

طالبانو پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د لوی اختر په دریو ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ برید ونکړي، خو که پر دوی برید وشو نو بیا دې کلک ځواب ورکړي. د طالبانو له دې اعلان لږ ساعت وروسته افغان حکومت هم له خپل لوري د اختر دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي ".

ولسمشر غني پر افغان امنیتي ځواکونو غږ کړی چې تر هغې چې د طالبانو لخوا اوربند نه وي مات شوی، امنیتي ځواکونه دې د دې ډلې پر ضد عملیات نه کوي.

د اوربند په تړاو د طالبانو اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې هېوادوال د لوی اختر ورځې په ارامه فضا کې کې تېرې کړي.

دې ډلې همدا راز پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د اختر شپو ورځو کې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته لاړ نشي، او زیاتوي چې حکومتي کسان هم اجازه نه لري چې د دوی سیمو ته ورشي.

"پاتې طالب زندانیان به ژر خوشي شي"

د طالبانو لخوا د اوربند اعلان سره هم مهاله ولسمشر غني ویلي، پاتې پنځه سوه طالب زندانیان به هم ژر خوشي شي

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (جولای ۲۸) په کابل کې د لوړ پوړو چاوراکو څلورمې غونډې ته وینا کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د ټولو ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کیدو بهیر بشپړ شی.

ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې له دې سره په یوه اونۍ کې د سولې بل پړاو یانې خپل منځي خبرو ته چمتو شي.

د یادونې ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تېره پنجشنبه وویل، که تر لوی اختر پورې حکومت د دوی پاتې څو سوه بندیان خوشي، کړي، نو دا ډله د خپلمنځي خبرو پیلولو ته چمتو ده.

خو افغان چارواکو هغه مهال ویلي و، هغه نږدې شپږ سوه طالب بندیان نه خوشي کوي چې د دوی په خبره، جرمي دوسیې لري.

د افغان دولت په نننۍ غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه د سولې او ملي پراختیا ۵ کلن پروګرام له نړیوالې ټولنې سره شریک کړ.

په پام کې ده چې دا طرحه د نومبر په میاشت کې د جینيوا په غونډه کې هم رسماً له نړیوالو مشرانو سره شریکه شي.

له طالبانو سره خبرې، د سولې بهیر څرنګوالی، له فساد سره مبارزه او د افغانستان پراختیا د دې طرحې عمده ټکي دي.

د طالبانو د مشر اختریز پیغام

 

د اوربند له اعلانه وړاندې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د سې شنبې په ورځ د لوی اختر پیغام کې پر امریکا غږ کړی چې د دې ډلې او واشنګټن د دوحې تړون پلي کولو کې باید له ډېر جدیت، چټکتیا او تدبیره کار واخلي.

د ښاغلي هبت الله په خبره، طالبان له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمنتیا لري:

"خو د امریکا د حکومت اړوند ملکي او پوځي ارګانونه او متحدین يې باید دې تړون ته په ژمنتیا سره، په ناموجهو څرګندونو او تبلیغاتو د امریکا د دې اوږدې جګړې ختمولو په لار کې موانع ایجاد نه کړي."

د طالبانو او امریکا د تړون یوه مهمه برخه د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدل دي چې لا هم نه دي پیل شوې.

ملا هبت الله خپل پیغام کې وايي، د دې خبرو لپاره یې ډلې خپل مسئولیت ادا کړی دی.

د نوموړي په خبره، "اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي".

نوموړي له کورنیو ښکېلو لورو غوښتي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو په مخ کې خنډونه "سملاسي" لرې کړي.

د بندیانو خلاصون کې پر ځنډ نیوکه

ملا هبت الله د بندیانو خلاصون کې پر ځنډ هم نیوکه کوي.

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې، د پنځو زرو طالب او زرو حکومتي بندیانو خلاصون پسې دا خبرې پیلېږي.

خو د ملا هبت الله اخوند پیغام کې د بندیانو د خلاصون ځنډېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دا لس ورځنۍ پروسه څو میاشتو ته وغځول شوه.

د بندیانو خوشي کولو کې بیا بیا ځنډ سره افغان حکومت څلور زره او څه باندې څلور سوه طالب بندیان خوشي کړي او مقابل کې دې ډلې هم تر اتو سوو بندیان خوشي کړي دي.

پر چاپو او بمبار نیوکه

د ملا هبت الله اخوند پیغام کې په تور نوملړ کې د طالبانو د نومونو په خپل حال پاتېدو، بمبار، چاپو او توغندیزو بریدونو نیوکه شوې:

"لا هم د تورو لستونو په خپل حال پاته کېدل، وخت په وخت ړوند، بمبار، چاپې او توغندیز بریدونه کول او بیا په ناموجهو دلایلو توجیه کول د هیچا په ګټه نه دي او نه هم دا ډول حرکات نور د جنګ په ګټلو کې رول لري؛ بلکې برعکس ستونزې زېږوي، په دې اړه هم باید امریکا او هم نوره نړیواله ټولنه جدي واوسي او نور مشکلاتو ته د پای ټکی کېږدي. "

د طالبانو او امریکا له تړون راهیسې واشنګټن د دې ډلې پرضد بریدونه خورا ډېر کم کړي دي، خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر تازه ټویټ کې وايي، چې د افغان ملګرو دفاع ته ژمن دي.

" امریکا په خپل هوډ کې ژمنه ده چې د ناټو پرېکند ماموریت له لارې د افغان ځواکونو اوږد مهاله بنیادي وړتیا تامین کړي. موږ د خپل افغان شریکانو ملاتړ ته د امریکا او طالبانو تړون پر بنسټ دوام ورکوو او د هغوی تر شا ولاړ یو."

د امریکا پوځ د وتلو هرکلی

ملا هبت الله د امریکايي پوځ د وتلو هرکلی کوي.

د طالبانو مشر خپل اختریز پیغام کې د دې هرکلی کړی چې امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو اېستل پیل کړي:

"له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین يې له افغانستان خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل وباسي. "

د امریکا او طالبانو د هوکړې د متن له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي.

د دې تړون له مخې امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې د خپلو ۱۲ زرو سرتېرو شمېر کموي او ۸۶۰۰ ته یې ټیټوي.

په ځواب کې طالبان نور له بهرنیانو سره کار نه لري، خو د افغان دولتي ځواکونو پر ضد به یې بریدونه دوام وکړي.

د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي پر امریکا غږ کړی و چې له دې ډلې سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي.

ملا هبت الله اخونزاده په خبره، د دې تړون ریښتوني پلي کېدل د ټولو اړخونو په ګټه دي.