د یوناما مشرې دوحه کې ملا برادر سره "صمیمانه" کتنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

                                                               په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر اخوند سره په دوحه کې کتلې دي.

د یوناما پر ټویټر یوه بیان کې دا غونډه لومړنۍ او صمیمانه بلل شوې، چې په ترڅ کې یې مېرمن لاینز د داسې یوې عادلانه سولې ته د اړتیا خبره کړې چې د ښځو، ځوانانو او لږکیو په ګډون ټول

افغانان په کې برخه ولري.

یوناما دا نه دي ویلي چې دا کتنه څه وخت شوې، خو یوه ورځ وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شهیل له ملا برادر اخوند سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان د لېدنې خبره کړې ده.

ښاغلي شاهین ویلي، د پاکستان له استازي سره دې غونډه کې پر راتلونکې بین الافغانی خبرو او د سولې په اړه خبرې شوې دي.

صادق خان په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له خوا ټاکل شوی او لومړی سفر یې څو وړاندې کابل ته وو چې د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ د یوه پلاوي په ترکیب کې تللی وو.

"طالبانو او حکومتي ځواکونو پر روغتیایي مرکزونو قصدي بریدونه کړي"

ملګرو ملتونو ویلي، پر روغتیایي مرکزونو قصدي بریدونه باید سملاسي بند شي

د ملا برادر او د یوناما مشرې کتنې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د وسله والو پېښو د څار څانګې تازه رپوټ ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۵ بریدونه شوي چې لږ تر ترلږه ۱۲ یې قصدي وو. د دې رپوټ له مخې د دې ۱۲ قصدي بریدنو له ډلې ۸ یې طالبانو او ۳ افغان حکومت کړي دي.

یوناما خپل تازه رپوټ کې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له رامنځته کېدو راهیسې پر روغتیايي مرکزونو بریدونو په اړه ژوره اندېښنې ښودلې.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو دا (ادعا او راپور) دقیق نه دی او د دوی وسله والو هیڅ ځای کې پر کوم روغتیايي مرکز برید نه دی کړی.

طالبانو تور پورې کړی چې په تېره یوه میاشت کې د حکومتي هوايي ځواکونو له خوا په څو ولایتونو کې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه شوي دي.

یوناما نن یکشنبه د جون پر ۲۱مه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي:

"رپوټ ۱۵ پیښې مستندې کړې دي، چې روغتیایي بنسټونه یې اغیزمن کړي. ۱۲ یې قصدي بریدونه وو او پاتې نورې پیښې تصادفي زیانونه وو. د روغتیایي بنسټونو اړوند ډیرې دغه پیښې - اته هدفي بریدونه او دوه تصادفي د زیان پیښې - طالبانو ته منسوبې شوې دي. افغان ملي امنیتي ځواکونه پر روغتیایي تاسیساتو د ۳ هدفي بریدونو مسؤل وو".

ملګرو ملتونو په جګړه کې د ولسي وګړو د سر زیان په اړه د روان کال لومړۍ ربعې لپاره خپل وروستي رپوټ ته په اشارې سره ویلي چې د هغه رپوټ له خپریدو را وروسته موده کې وضعیت لا ناوړه شوی. یاده اداره وایي:

"طالبانو د روغتیايي کارکوونکو تښتولو ته دوام ورکړی او پر یوه درملتون یې برید کړی. افغان ملي امنیتي ځواکونو په قصدي ډول د تاوتریخوالي او ویرې فعالیتونه ترسره کړي چې له امله یې یو روغتیايي مرکز، روغتیايي کارکوونکي او د طبي وسایلو لیږد اغیزمن شوي دي، او نامعلومو وسله والو د کابل په یوه روغتون کې د زیږنتون پر څانګه برید وکړ، چې په پایله کې یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله".

د یوناما تازه رپوټ کې د دشت برچي پر روغتون د وروستي برید مسئولین نه دي په ګوته شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د دې رپوټ د موندنو په اړه ویلي چې د داسې اعمالو لپاره هیڅ توجیه نشته؛ او د ملکي وګړو خوندیتوب او هوساینه باید یو لومړیتوب وي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر ویلي:

"پر روغتیايي مرکزونو په قصدي ډول د بریدونو ترسره کول، په خاص ډول د غندنې وړ دي".

د ملګرو ملتونو دې رپوټ کې ټېنګار شوی چې ښکېلې غاړې د نړیوال بشري قانون پر بنسټ دنده لري چې د روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارکونکو ساتنه وکړي او "دغه ډول قصدي بریدونه په عاجل ډول بند کړي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ غوښتنه کړې چې ښکېلې خواوې دې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نړیوال اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي چې ټول پام او سرچینې له کویډ-۱۹ وبا سره مبارزې ته ځانګړې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل طالبان د ملکي کسانو پر وژنه تورن کړي

افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي او روغتیايي مرکزونه د جګړې له تاوه په امان نه دي.

تېر کال د نړیوال روغتیايي بنسټ په یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شاوخوا پنځو میاشتو کې په ۱۶ ولایتونو کې نژدې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه او کلینکونه د جګړو او نا امنیو له کبله تړل شوي دي.

حکومت: طالبانو تېره اوونۍ کې لسګونه ولسي وګړي وژلي

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا نن یکشنبه ویلي، په تېره یوه اونۍ کې په ۱۸ ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د یادې شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، طالبان د افغان وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو او د سولې لپاره د کارکولو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

خو طالبانو د ملي امنیت د شورا د ویاند دا وروستۍ څرګندونې پروپاګند بللې دي.

یادې ډلې تل د ملکي مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو او افغان حکومت رپوټونه رد کړي او ټینګار کوي چې دوی د ملکي کسانو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره ځانګړی مېکانیزم لري.