شننه: ایا د ترهګرۍ ضد روانه جګړه پای هم لري؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فرنک ګارډنر
د تېرې اونۍ په پای کې د لندن لوېدیځ ریډینګ سیمه کې د چاکو یو برید یو ځل بیا هغه اندېښنې راپورته کوي چې د ‏ترهګرۍ ګواښ لا هم شته. خو دې سره دا فکر هم راپیدا کېږي، چې د ترهګرۍ پر ضد هغه جګړه څنګه شوه چې په ‏‏۲۰۰۱ کې د امریکا هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش پیل کړې وه؟ ایا اوس هم روانه ده؟ او که نه، نو ایا بریالۍ ‏شوې؟ او که نه هسې د پرېمانه پیسو یوه ضیاع

وه؟
پر امریکا د ۲۰۰۱ کال سپتمبر له بریدونو ۱۹ کاله اوښتي، خو لا هم زرګونه امریکايي پوځیان او پوځیانې په افغانستان، ‏عراق، خلیج او د افریقا څنډه کې ځای پر ځای ساتل کېږي‎.‎
د نړۍ په ځینې لرې پرتو سیمو کې د ترهګرو پر مشکوکو مشرانو ډرون بریدونه هم دوام لري. دګڼو ګواښونو مخنیوي لپاره ‏د نړۍ په لر او بر کې له ترهګرې سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې پانګې کچه ورځ تر بلې پړسېږي‎.‎
د ستراتیژیکو مذاکراتو انسټیټیوټ اجراییه مشره ساشا هفلیکلیک دغه جګړه له پیله څاري او په وینا یې د مفروضې او ‏واقعیت تر منځ یې توپیر شته. نوموړی وایي‎:‎
‎"‎مفروضه خو په ۲۰۰۹ کال کې واک ته د ولسمشر باراک اوبا د رسېدو په شېبه کې بشپړه شوه، خو اصلاً د ترهګرۍ ضد ‏جګړې تکتیکونو کې د خنډونو او ځنډونو پرتله ډېره رواني لیدل شوې. د اوباما ادرې په موده کې په افغانستان او پاکستان کې ‏د بېلګې په توګه د ډرون بریدونو کچې ډېرېدل ټولو ته معلومه چاره وه او د ټولو لپاره د امریکا اوس لومړیتوب خبره هم.. او ‏زه فکر کوم اوس ټول ګومان کوي چې دا هر څه لا پسې پېچلي کېږي... موږ اصلاً د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو ‏زیاتوالي شاهدان یو‎. "‎
د مشخصو دښمنانو یوه ډله‎:‎
دا هغه مفکوره ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت له لوري د ترهګرۍ ضد مبارزې همغږي کولو لپاره د امریکا متحدو ‏ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له لوري ګومارل شوی استازی ناتهن سالز یې تر ټولو ډېره تاییدوي. د ده مخې ته مې پوښتنه ‏کېښوده، چې هغه جګړه چې بوش حکومت یې تصور کاوه - ختمه شوې؟
‎"‎نه، جګړه په شدت روانه ده، موږ یې ګټو، خو موږ د مشخصو دښمنانو پر ضد جګړه کوو او یا په بل عبارت د دښمنانو د ‏مشخصو ډلو پر ضد‎. "‎
نوموړي د بېلګې په توګه د اسلامي دولت نوې ډلې یا داعش یادونه وکړه، چې د بېلا بېلو هېوادونو یوه پراخ اییتلاف یې ‏پروسږ کال د سوریې په باغوز کې د خلافت وروستی مورچل ونړاوه او مشر یې ابوبکر البغدادي ووژل شو. خو نوموړی ‏وايي، د دغې ډلې ځینې پاتې کسان او شبکې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې لا هم فعال دي‎.‎
د چهارشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رپوټونه خپروي. په واشنګټن کې د ځینو ‏تمه دا ده چې د سپتمبر ۱۱ مې له بریدونو وروسته به امریکا ته متوجه خطر کې څرګند لږوالي پکې ولیدل شي‎.‎
ولسمشر بوش د (ترهګرۍ ضد جګړې) پیل پر مهال اعلان وکړ چې ‏‎"‎یا به له موږ سره یاست او یا به زموږ پر ضد ‏یاست ‏‎". ‎بله لاره نه وه پاتې، د منځني ختیځ بدلېدونکو، رابدلېدونکو نازکو بیعتونو او اییتلافونو ته هیڅ امتیازات په پام کې نه ‏وو نیول شوي‎.‎
په عراق کې چې ۲۰۰۳ کې امریکايي او بریتانوي پوځونه ورغلل همدا ځای پر ځای ولاړ دریځ ځینې دوستان په دښمنانو ‏بدل کړل او د نن سبا روان نړیوال جهادي خوځښت ته یې لاره هواره کړه‎.‎
د متحدو عربي اماراتو د نېشنل نومې ورځپاڼې ایډیټره مینا العرابي اصلاً د عراق موصل ښار اوسېدونکې ده، چې له لارو ‏کوڅو یې د داعش وسله والو شړلو پر مهال وران ویجاړ شو. دا وايي‎:‎
‎"‎په عراق کې داسې څرګندې بېلګې وینو، چې امریکا د عراق دولت پر شتون سترګې پټې کړې. په ۲۰۰۳ کال کې د پوځ او ‏پولیسو له منځه وړلو پرېکړه، که د سلګونه زرو نه وي، نو د لګسونو زره کسانو وزګار کېدل... هغه طرح چې باید دوی په ‏بشپړه توګه له هېواده وایستل شي، همدې د القاعده لپاره او بیا د داعش لپاره د جلب او جذب زمینه برابره کړه‎. "‎
د دغې جګړې په بهیر کې د پالیسیو نورې تېروتنې هم وشوې، چې وروسته اوبا حکومت اصلاح کړې، خو اغېزې یې تر ‏اوسه لیدل کېږي. په ګوانتانامو کې د سلګونو مشکوکو کسانو بې محاکمې ساتل، دغه راز د سي ای اې په بېلا بېلو (تیاره) ‏مرکزونو کې د مشکوکو کسانو پټې سترګې او تړلي لاس، پښې لاس په لاس کېدل او (سخت تحقیقات) داسې څه وو، چې د ‏لوېدیځ معترضینو د اخلاقي پیغور په توګه یادول‎.‎
ښاغلی سالز وايي‎: "‎ړۍ ډېر څه زده کړل، چې کومه چاره بې ګټې ده او کومه ګټوره ده او موږ په اوسني چلن کې همدې ‏زده کړو ته پام سره پرمختګ کوو‎. "‎
دی د ګوانتانامو بې له نیوکه کوونکو او په ځانګړې توګه د واشنګټن د لوېدیځو ملګرو په ګډون چې اوس یې خپل ځینې وګړي ‏د عراق او سوریې په یو شمېر کمپونو کې بې پوښتنې پرې ایښي ناراضي دی. دی وايي، دغه هېوادونه باید خپل وګړي بېرته ‏وغواړي‎.‎
دا به ګرانه وي، چې سړی وايي، د (ترهګرۍ ضد جګړې) لګښت څومره و، خو ځینې یې اټکلاً یو ټریلیون ډالره یادوي. د ‏دې پېسو لویه برخه پر (فعالو) پوځي عملیاتو، استخباراتي معلوماتو راټولولو او دغه راز پر ډرون بریدونو لګول شوې ده او ‏خورا لږ برخه یې له سخت دریځۍ د خلکو پر لېرې کولو او مخنیوي اقداماتو لګول شوې ده‎.‎

د کنګز کالج سخت دریځۍ مخنیوي مرکز شیراز مهر په دې باور دی چې دغې جګړې په ټولنه کې اوسنۍ ځینې نورې ‏ستونزې زېږولې دي‎.‎
‎"‎که په پراخ تصویر کې سوریه او عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې غوندې مسایلو ته وګورو، نو تر یوه حده یې په اروپا ‏کې هم د مسلمانانو پر ضد کرکه راوپاروله، چې په یوه بڼه یې د کډوالو ضد جذبې په بڼه وینو او د کډوالو مساله د سوریې ( ‏د موضوع) پایله ده، پر همدې بنسټ د اغېزو یوه لړۍ وینو، ځکه نو زه په دې باور یم چې د (ترهګرۍ ضد جګړه) پای ته ‏له رسېدو لا ډېره لېرې ده‎. "‎
نو ایا دغه بې نظمه کمپاین به کله یو پای ته ورسېږي؟ ایا کله به دغه جګړه چې د ترهګرۍ ضد جګړې نوم ورکړل شوی، ‏داسې شېبې ته ورسېږي، چې وویل شي ( ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسېد؟)‏‎.‎
خو داسې نه ښکاري، ځکه د جرم په توګه ترهګري هم تر هغه بریده کمېدای شي، چې چارواکي یې (د مدیریت وړ) بولي. ‏او نن سبا یو بل نوی ګواښ هم په ډېرېدو دی، چې ښي اړخه - سخت دریځي بلل کېږي او دا داسې څه دي چې په ظاهره بې ‏پایه جګړې ته نوی ژوند ورکولای شي‎.‎