ایران کې د سوځېدلي افغان فریاد؛ "لږې اوبه راوړه، سوځېدلی یم"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

نورګل شفق

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال چې په یزد ولایت کې د افغان کډوالو یوه ګاډي سوځېدو پېښې څېړنې لپاره دغې سیمې ته تللی و ، په یوه ویډیويي پیغام کې وايي، ایراني چارواکو منلې چې د کډوالو پر دغه ګاډي یې ډزې کړې

.

ښاغلی لېوال وايي، په روغتون کې د دغې پیښې ۵ ټپیان او د سیمې په امنیتي مرکز کې یې د ټپیانو ۳ نور ملګري لیدلي دي. د نوموړي په خبره ایراني چارواکو منلې چې. "د ګاډي پر ټایرونو ډزې شوې، چې اور یې اخیستی، خو ډرېور بیا هم ګاډی څو کیلومتره ځغلولی دی. وروسته د ګاډي له ټایرونو لمبې ډېرې شوې، ګاډی د سړک غاړې ته له یوه خنډ سره ټکر شوی او سوځېدلی دی. "

افغان چارواکي وايي، ایراني چارواکو ژمنه ورسره کړې چې د پېښې عاملین به د ایران د عدلي او قضايي مرکزونو له لوري تعقیب شي.

د ښاغلي لېوال په وینا "د ایران د یزد سیمې چارواکو سره له خبرو وروسته ورته معلومه شوه چې انساني قاچاقبرو یو شمېر افغانان ایران ته لېږدول."

افغان سفیر وايي، د کډوالو دغه لېږدونکی ګاډی د سفر پر مهال د ایراني امنیتي ځواکونو سره مخامخ شوی، هغو ورته د دریدلو ویلي، خو ډرېور ګاډی ځغلولی دی.

بل لور ته دغې پېښې د خلکو سخته غصه راپارولې ده.

له تېرې چهارشنبې راهیسې-چې دا پېښه شوې- ځينو پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر ټوېټر او فېسبوک د #کمی_آب_بیار_که_سوختم یا لږې اوبه راوړه، وسوځېدم په نوم هش ټېګ جوړ کړی.

دې کې له هغه عکس یا وېډيو سره يې خپروي چې له یوه ګاډي لمبې پورته کېږي او ځينې کسان يې په ډېګۍ کې سوځېږي خو یو ژوندی پاتې کالي سوځېدلی تن وېډيو جوړوونکي ته زارۍ کوي او په چغو ورته وايي چې "اې، لږې اوبه راوړه، وسوځېدم".

په دې ترڅ کې پر ایراني چارواکو سختې نېوکې شوې، د پېښې غندنه او په بې پرې ډول یې د پلټنې غوښتنه شوې ده.

د دغه هش ټېګ کاروونکي تر ډېره افغان سیاستوال، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او عام وګړي دي؛ ځينې بهرنيان هم پکې شته او ګڼو کسانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم په خپلو غبرګونونو کې نښلولی یا ټېګ کړی دی.

پر ټوېټر یو شمېر کسانو په ایران کې له افغان کډوالو سره شوی چلند په امریکا کې د یوه سپين پوستي پولیس په لاس د وژل شوي تورپوستي جارج فلوېډ پېښې سره ورته بللی چې د هغه تر وژل کېدو وروسته اوس د امریکا ځينې ایالتونو له تاوتريخوالي سره د ملو لاريونونو شاهد دي.

کابل مېشتې د بشري حقونو فعالې فرحناز فروتن د ځينو نورو ټوېټر کاروونکو هغه ټوېټ بدرګه کړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پکې مخاطب شوی او ورته لیکلي يې دي چې، 'په دغه سوځېدوونکي ګاډي کې جارج فلوېډ لیدل شوی دی. ته څه پکې وایې؟'

دغه ټوېټ ظاهراً د جواد ظریف د هغه ټويټري پوسټ په ځواب کې کنایه ښکاري چې په امریکا کې د وروستیو لاريونونو په هکله یې لیکلي وو، "ځينې فکر کوي، د تورپوستو ژوند ارزښت نه لري. چا ته چې ارزښت لري، ټوله نړۍ لا ډېر وخت لري چې د توکمپالنې پر ضد ودرېږي.'

په برتانیا کې افغان فعالې پېمانې اسد هم د جواد ظریف هماغه ټوېټ بېرته خپور کړی او ورته لیکلي يې دي چې نورو ته د توکم‌پالنې یا رېسېزم په اړه د درس ورکولو پر ځای ځان په دې "هوښیار" کړه چې ایران کې څنګه لږکي وژل کېږي.

خو زه چې هر څومره وګرځېدم، د هیچا ټوېټ ته مې د جواد ظریف ځواب ونه موند.

مګر ځينو ایراني ټوېټ کاروونکو بیا افغانانو سره بحثونه کړي دي.

ځينو لیکلي چې ایران افغان کډوالو ته کلونه کلونه د اوسېدو ځای ورکړی او په خبره یې، ښه ګاونډيتوب يې کړی خو اوس په بدل کې د افغانانو "له کرکې ډک" داسې غبرګونونه ویني.

ځينو افغانانو بیا په ځواب کې ورته لیکلي چې ستاسې په وطن کې ټول درانه کارونه افغانان کوي، خو تاسې يې په بدل کې پر نشې روږدي رالېږئ، یا یې سوريې ته جګړې ته لېږئ او یا يې سيند ته اچوئ.

خو د نازنين بنیادي په نوم یوې ایرانۍ فلمي لوبغاړې او د بشري حقونو مدافع په ایران کې له افغانانو سره پر کېدوونکي چلند خپل ایرانیان ننګولي دي چې ولې غلي دي؟

دې افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او لیکلي يې دي چې، 'جون کډوالو ته د پوهاوي ورکولو میاشت ده. موږ زیاتره ایرانیان په ایران کې د افغان کډوالو پر ځورولو او وژل کېدو تر شرمېدلي حالته پټه خوله یو. زه له خپلو افغان ورورڼو، خوېندو او ټولو ځورېدلو لږکیو سره ولاړه یم او دوی ته د عدالت غوښتنه کوم. دا حالت باید پای ته ورسېږي.'

د افغانستان د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي او د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه ویاند داواخان مینه پال په ګډون ځینو افغانانو بیا نوره ځانګړې تبصره نه ده کړې خو یوازې همدا #کمی_آب_بیار_که_سوختم هشټېګ پر فېسبوک په تور رنګ کې په سپينو تورو لیکلی او بدرګه کړی دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پر خپله ټوېټر پاڼه د هماغه سوځېدوونکي ګاډي عکس خپور کړی او د کوم ځانګړي هېواد له یادولو پرته يې لیکلي چې تل يې "بد ګاونډیان" درلودلي دي، ځکه چې "موږ ښه مالکان نه وو او نه یوو".

خو ځينو نورو افغانانو په زغرده په ایران کې له افغان کډوالو سره کېدوونکی چلند له توکمپالنې ډک بللی دی.

یو شمېر کسانو لیکلي چې په امریکا کې له تورپوستي سره د شوي تاوتريخوالي پر ضد غبرګونونو نړۍ پر سر اخیستې خو افغانان پر خپلو وژل کېدو غلي پاتې کېږي.

خو ځينو بیا د "افغان وژنې" په اړه د غږ اوچتولو خبره کړې او د #AfghanLivesMatter یا د افغان ژوند ارزښت لري، هش ټېګ کارولو سره يې په ایران کې له افغانانو سره کېدوونکی چلند غندلی دی. دا هش ټېګ هم اوس په امریکا کې د روانو لاریونونو له #BlackLivesMatter یا د تورپوستو ژوند ارزښت لري، سره یو ځای کارول شوی.

دا یوازېنۍ پېښه نه ده چې د افغانانو غصه يې پارولې، د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې دا دوېمه بوږنوونکې پېښه ده چې په ایران کې يې افغان کډوال ښکار کېږي. خو پر خواله رسنیو يې غبرګون توپير سره لري.

نږدې یوه میاشت مخکې د غويي پر ۱۲ نېټه د ایراني ځواکونو په لاس سيند ته د افغان کډوالو د اچولو رپوټونه خپاره شول چې د افغانانو او د ځینو امریکايي چارواکو په ګډون يې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه لرل.

که څه هم ایران دا خبره رد کړې چې ګواکې د دوی عسکرو دې داسې کړي وي خو د افغانستان او ایران تر منځ لا هم د دې پېښې د څېړلو پر سر پلاوي سره ناست او د پېښې د پلټنې خبره يې کړې ده.

تر اوسه یوه لوري هم د پلټنو پایلې یا جزیات په رسمي ډول نه دي په ډاګه کړي چې د هغې پېښې څرنګوالی روښانه کړای شي.

همدا نن شنبې (غبرګولی ۱۷/جون ۶) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون مشرې پر دواړو لورو غږ کړی چې د خپلو پلټنو پایلې دې ډاګيزې او له عامو خلکو سره شريکې کړي.

شهرزاد اکبر پر خپله ټوېټرپاڼه همدا راز د افغان کډوالو د سوځېدو پېښه هم یاده کړې، د هغې د پلټنې او قانون ته يې د عاملانو د سپارلو غوښتنه کړې ده.