د افغانستان او ایران ترمنځ د دیپلوماتیکې ترینګلتیا رپوټونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د ایران افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې دیپلوماتیکه ترینګلتیا رامنځته شوې، چې له کبله یې دواړو هېوادونو د یو بل ځینې دیپلوماتان هم شړلي دي

.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتانو د شړلو په اړه څه نه وایي او ټینګار کوي چې له ایران سره یې اړیکې عادي دي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل چې دا اړیکې د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي او د دواړو هېواد قونسلي او سیاسي استازولۍ په نورمال بڼه کار کوي.

خو د بي بي سي سرچینه وایي، وروسته له هغه چې افغان حکومت د ایران یو شمېر ديپلوماتان له کابله وشړل، اوس ایران هم په ورته ګام کې دوه افغان دیپلوماتان بېرته کابل ته استولي دي.

که څه هم د دې ديپلوماتیکې ترینګلتیا لامل نه دی په ګوته شوی، خو ایران یو له هغو هېوادونو دی چې لا یې هم د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه جوت غبرګون نه دی ښودلی.

ولسمشر محمد اشرف غني دې ټاکنو کې بریالی اعلان شو، خو د ټاکنیز کمپاین په ورځو کې داسې رپوټونه وو چې ګواکې ایران د هغه د ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو یوه جګپوړي چارواکي یې ایسنا خبري اژانس ته ویلي، ایران د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي او د یوه ټولشموله حکومت جوړېدو هرکلی کوي.

هېره دې نه چې کابل کې د ایران سفیر د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون نه و کړی، او ویلي یې وو چې دوی د افغان ټاکنو د پایلو په تړاو کوم دریځ نلري.

دوه میاشتې وړاندې امریکا په یوه ډرون برید کې د ایران د القدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې وواژه.

له هغه برید وروسته په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي وو، د ایران حکومت به په افغانستان کې د امریکایي هدفونو په نښه کولو په اړه پرېکړه کوي.

له دې څرګندونو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نوموړی احضار کړی و او په دې تړاو یې ورنه سپیناوی غوښتی و.

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر یوه سلاکار ویلي، امریکا پر ایران د بندیزونو له لارې د تهران او واشنګټن خپلمنځي ستونزې افغانستان ته راکاږي.

رسول موسوي ایسنا خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د بندیزونو له کبله ایران نه دی توانېدلی چې د افغانستان په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

ښاغلی موسوي وایي، تهران نه غواړي چې له واشنګټن سره یې ستونزې پر افغانستان ناوړه اغېز وکړي، خو امریکا دې ټکي ته پام نه کوي. نوموړی وایي، له افغان حکومت سره یې هم دا خبره شریکه کړې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تېره جنورۍ میاشت کې ویلي وو، هیله من دي چې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا د افغانستان د سولې بهیر اغېزمن نه کړي.

د ارګ په وینا افغان دولت د دوړاو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت غوښتونکی دی.