خلیلزاد: د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.

ښاغلي خلیلزاد نن چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا غواړي چې له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي

.

نوموړي ویلي، که څه هم افغان حکومت او طالبانو دې برخه کې ژمنه کؤې، خو تر اوسه هېڅ بندیان نه دي خوشي شوي.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د کورونا وېروس ستونزې ته په کتو د بندیانو د خوشي کولو موضوع لا جدي شوې ده، او باید چې وخت ضایع نشي.

زلمی خلیلزاد وایي، افغان حکومت او طالبان کولی شي چې بندیانو د خلاصونو لپاره تخنیکي ګامونه پورته کړي، او زیاتوي چې دی به پخپله د دواړو خواو لومړنیو غونډو کې حاضر وي.

د ده په وینا، د کورونا وېروس او د سفر محدودیتونو له کبله ښایي دا لومړنۍ غونډې مخامخ شونې نه وي، او په مجازي ډول ترسره شي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې د دوی خوشي کېدونکي بندیان به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي، او که داسې کېږي نو د سولې بهیر به زیانمېږي.

نوموړي همدا راز پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې په رسنیو کې دې پاروونکې ویناوې نه کوي.

د بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.

طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی د هوکړې له مخې لومړی باید د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي، او بیا به دوی بین الافغاني مذاکرات کېږي.

خو افغان حکومت وایي، د بندیانو خوشي کولو واک له دوی سره دی، او دوی له امریکا سره د بندیانو د خوشي کولو په اړه کومه هوکړه نه لري.

د بندیانو د خلاصون له موضوع ور هاخوا طالبانو نن چارشنبه ویلي، که په افغانستان کې د کورونا د وېروس ستونزه جدي شي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه کم کړي.

پرون سې شنبه په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي وو، د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره دې افغانستان کې اوبند وشي.

افغان حکومت نن چارشنبه د اوربند په تړاو د اروپایي ټولنې د استازي د څرګندونو هرکلی وکړ.