ولسمشر غني د طالب بندیانو د بښلو او خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل په مناسبت د دغې ډلې د زندانیانو د عفوې او خوشې کولو اړوند فرمان لاسلیک کړی. د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې په بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده

.

د ولسمشر ویاند پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، دا فرمان له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره د منل شوې اډانې په پام کې نیولو سره لاسلیک شوی دی.

لومړی ماده: ښاغلي صدیقي زیاته کړې، د دې فرمان د لومړۍ مادې پر اساس هغه طالب بندیان چې خوشي کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې د جکړې ډکر ته به نه ستنېږي.

په دې ماده کې راغلي چې خوشي کېدونکي طالب بندیان به د بایومټرېک مالوماتو له ثبتولو وروسته ازادېږي.

دویمه مادهد فرمان په دویمه ماده کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به د پروان له زندانه یو نیم زر (۱۵۰۰) طالب بندیان د حسن نیت له مخې خوشي کېږي.

دا ماده زیاتوي، دا لړۍ به د حوت میاشتې له څلور ویشتمې نېټې (د مارچ له څوارلسمې) پیلېږي او هره ورځ به سل (۱۰۰) تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.

درېیمه ماده: د فرمان په درېیمه ماده کې راغلي، د افغان حکومت لخوا د ټاکل شوي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له پیلېدو وروسته او د دې خبرو په ترڅ کې به په دواړو اوونیو کې پنخه سوه (۵۰۰) بندیان، چې ټول شمېر یې درې نیم زرو (۳۵۰۰) ته رسېږي، خوشي کېږي.

دې ماده کې دا چاره مشروطه بلل شوي او ویل شوي چې په بدل کې یې باید په تاوتریخوالي کې ځیروونکی یا د پام وړ کمی راشي.

څلورمه ماده: د فرمان په څلورمه ماده کې راغلي چې د ملي امنیت شورا دفتر د دې فرمان د پلي کولو مسئولیت لري. دا ماده زیاتوي چې نورې ټولې اړونده ادارې دې په دې چاره کې همکاري وکړي.

د افغان حکومت له دې اعلانه څو ساعته وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي وو، امریکايي پلاوي ته يې د خپلو پنځه زره بندیانو لېست سپارلی دی او په خبره یې څوک جعل یا لاسوهنه نشي پکې کولی.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوی یو پلاوی به لومړی د بندیانو پېژندګلوي کوي او تر تصدیق وروسته به د ژمنې له مخې ټول بندیان په یوه دښته او یا هم زندانونو کې دوی ته ورسپارل کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو کې ویلي وو چې د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه به یو فرمان صادروي.

ولسمشر غني همدا راز ویلي وو چې د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره باید تاوتريخوالی کم شي او دا ضمانت هم و اوسي چې د دوی د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې د بندیانو خوشي کېدل یوه مهمه، خو په ورته وخت کې جنجالي موضوع ده.

ټاکل شوې وه چې نن د مارچ په لسمه نېټه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې هم پیل شي، خو طالبان ټینګار کوي چې له دې خبرو مخکې باید د دوی بندیان خوشي شي.

د ولسمشر غني د دې فرمان نه وروسته اوس ښایي د مخامخ خبرو پر وړاندې دا مهم خنډ لېرې شي او تمه کېدلی شي چې افغان حکومت او طالبان د خبرو مېز ته کېني.

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې ډېر ژر به یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره مذاکراتي ډله اعلان شي. نوموړي پخوا ویلي وو چې د طالب بندیانو پر خوشي کولو به هم په همدې خبرو کې بحث کېږي.