د پښتنو قامي جرګه: افغانستان کې دې بهرنۍ لاسوهنه بنده شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

په پېښور کې د پښتنو قامي جرګې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې بهرنۍ لاسوهنې بندې شي او ټولې خواوې دې د نړیوالو قانونو په رڼا کې د افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي.

دا جرګه په باچا خان مرکز کې د عوامي نشنل ګوند په بلنه نن سې شنبه جوړه شوې وه او د سیمې حالات او په پاکستان کې د پښتنو ستونزې په کې وڅېړل شوې

.

دې جرګه کې قومي وطن ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټي، پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي ګوند، پيپلز ګوند، مسلم لیګ ( ن ) او جمعیت علمای اسلام ګوندونو برخه اخستې وه.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان چې د اعلامیې غټ ټکي یې خبریالانو ته بیانول د افغانستان او پاکستان ترمنځ ( بدګمانیو) ته په اشارې سره وویل که دا بدګمانۍ ختمې نه شي نو پایلې به یې ډېرې ناوړه وي.

هغه وویل که د دواړو هېوادونو ترمنځ د ده په وینا ۱۲ تړل شوې دروازې پرانستل شي نو د خلکو ترمنځ به راشه درشه پیل شي او خلکو ته به کار پیدا شي.

ښاغلي ولي خان ځمکني ماینونه، د سل ګونه زره پښتنو د شناختي کارډونو بلاک کول، سرشمېرنه او لا درکه شوي کسان په پاکستان کې د پښتنو لویې ستونزې یادې کړي.

هغه وویل پښتانه په سمه مانا سرشمېرنه غواړي، ځمکني ماینونه دې له منځه یوړل شي او د هغو کسانو برخلیک دې هم معلوم شي چې مړی او ژوندی یې نه دی مالوم، د ده په وینا دوی باید محکمې ته وړاندې شي که جرم یې کړی وي نو سزا دې ورکړل شي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر وویل: ( د پښتو نسل وژنه دې بنده شي.)

اسفندیار ولي خان زیاته چې دوه اونۍ وروسته په شمال اشنغر کې یوه بله جرګه جوړیږي چې د دې جرګې د پریکړو په تړاو عملي لارې چارې ولټوي.

د جرګې د اعلامیې ځینې مهمې برخې:

  • دولت دې د ترهګرو ډلو د فعالیت د بیا پيل مخه ونیسي چې د څو پوځي عملیاتو سره، سره په بېلابېلو سیمو کې یې بیا فعالیت پيل شوی.
  • د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله بې ځایه شوې کورنۍ دې بیرته خپلو سیمو ته ستنې کړل شي او د اوښتې زیان بدل دې ورکړل شي.
  • هیڅ دولتي ادارې ته اجازه نه ورکوو چې کوم پښتون دې له قانوني دلیل پرته ونیسي او په ( زوره لادرکه کړل شوي) کسان دې ژر تر ژره محکمې ته وړاندې کړل شي.
  • له قانوني تعدیل سره سم دې د نویو ضلعو/ ولسوالیو د انتظاميې، قانوني او سیاسي اصلاحاتو چارې په سمه توګه وشي.
  • پر طبیعي سرچینو دې د هر ایالت واک ومنل شي او لومړی حق دې ځايي خلکو ته ورکړل شي.
  • د ۲۰۱۷ کال سرشمېرنه کې د پښتنو په اړه درغلي شوې ده او په "پښتونخوا وطن" کې دې په سمه توګه یو ځل بیا سرشمېرنه وشي.
  • په رسنیو کې دې پښتو ژبې، تاریخ او کلتور ته پوره حق ورکړل شي او په رسنیو کې پر پښتنو د ملنډو او سپکاوي په کلکه غندنه کوو.