کرزی: د هېواد اوسنی وضعیت د امریکا سپک چلن او سیاست پایله ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دا یې د د افغانانو پر وړاندې د امریکا د سیاست او سپک چلن پایله بللې ده.

نوموړي نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ولسمشرۍ د لوړې موازي مراسمو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه د همدې سپک چلن ثبوت دی

.

د امريکا حکومت تېره شپه ویلي وو، په افغانستان کې د يوه موازي حکومت د جوړيدو او د سياسي لانجو د هوارۍ لپاره د زور کارونې کلک مخالف دي.

خو پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، که امریکا په رښتیا هم د افغانستان د روان سیاسي بحران حل غوښتلی نو د لوړې مراسمو ترسره کېدو نه مخکې به یې یوه رغنده ګام اخیستی وای او د تفرقې او سیاسي بې ثباتۍ مخه به یې نیولې وای.

ښاغلي کرزي ویلي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې له امریکایي چارواکو سره په ناستو کې پر دې خبره ژوره اندېښنه ښودلې چې امریکا د افغان ټاکنو او د سولې د بهیر په اړه له صداقته کار نه اخلي.

ښاغلي کرزي ویلي، افغانان باید د هغو بهرنیو دسیسو پر وړاندې چې د هېواد سلامتیا یې ګواښي او سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي، یو موټی شي.

په افغانستان کې د موازي حکومت جوړولو د هڅو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي غبرګون څو ساعته ترهغه وروسته راغی چې محمد اشرف غني، چې د ټاکنو کمیسیون له خوا ګټونکی اعلان شوی و، د یوې بلې دورې لپاره پرون د ولسمشر په توګه په کابل کې لوړه وکړه.

خو ټاکنیز سیال یې عبدالله عبدالله له پیله ټاکنو وروستۍ پایلې نه وې نه وې منلې، او له خپلې ژمنې سره سم یې پرون د ارګ ماڼۍ څنګ ته سپېدار ماڼۍ کې په ورته ډول د ولسمشرۍ لپاره مراسم ترسره کړل.

له دې موازي مراسمو څو ساعته وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، امريکا پر دې کار کوي چې د دواړو ترمنځ يو جوړجاړى رامنځته شي.په بيان کې همدارنگه راغلي چې امريکا د يوه متحده افغانستان غوښتونکې او د سولې لپاره پر خبرو بوخته ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه بيان کې د يوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره د ښاغلو غني او عبدالله د ليوالتيا هرکلى شوى دى .

د ولسمشر محمد اشرف غني له پلانونو او ژمنو څخه چې پرون یې د ولسمشر په توګه د لوړې تر ترسره کولو وروسته وکړې، د سولې او پراخ بنسټه حکومت جوړولو تود هر کلی شوی.

د خلیلزاد هرکلی

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په موخه د ولسمشر غني له خوا د خبرو اترو په پار د وره پرانستې ساتل ستایلي او د دې هرکلی یې کړی چې سولې او ټولشمولوالي ته یې لومړیتوب ورکړی.

بیانیه کې راغلي: "موږ د لوړې مراسمو پر مهال د ولسمشرغني د خبرو هرکلی کوو چې ویې ویل، د دې لپاره چې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر سر هوکړې ته ورسېږو چې هېواد یو موټی کوي او سولې ته لومړیتوب ورکوي، تر راتلونکو دوو اوونیو به بحث او خبرې اترې روانې وي".

په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د تېرې اونۍ ډېره برخه یې هڅه وکړه چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره مرسته وکړي، چې پر ټول ګډونه او په پراخه کچه منل شوي حکومت توافق وکړي: "موږ به مرسته کولو ته دوام ور کړو".

نوموړی خپل ټوېټ کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله پرونیو مراسمو ته په اشاره لیکي: "نن دواړو مشرانو په خپلو څرګندونو کې څرګنده کړه چې دوی د سیاسي کړکیچ د ختمولو لپاره خبرو ته چمتو دي او دا چې سوله او پخلاینه لومړیتوب لري".

ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې دا هم وویل، چې د طالب بندیانو د خوشي کولو برخه کې به فرمان خپور کړي.

ښاغلي خلیلزاد د ولسمشر دا پرېکړه د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره ګټوره بللې او لیکلي یې دي:

"د ولسمشر غني دا اعلان- چې یو فرمان به خپور کړي تر څو د بندیانو د پام وړ تبادله وشي او د پراخ ملاتړ لرونکې یوې ملي مذاکراتي ډلې د جوړولو مشري به وکړي- به بین الافغاني مذاکراتو ورتګ کې خوځښت راولي".

په افغانستان کې د بريتانیې سفارت له خوا پر ټویټر یوه بیان ویل شوې چې بريتانیا له ولسمشر غني او د هغه له حکومت سره د افغانستان د خلکو په ګټه ګډ کار ته چمتو ده. بیان زیاتوي چې بریتانیا د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې روانه اوږده شخړه پای ته ورسوي.

د بریتانیا سفارت د موازې ادارې د رامنځته کولو په اړه اندېښنه ښودلې او ټولې اړوند خواوې یې را بللي چې اختلافات په ګډه او مثبته توګه هوار کړي.

په دې بیان کې د یوه لا ډېر پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره د ملاتړ ډاډ څرګند شوی او ویل شوي چې بریتانیا د پراخ بنسټه سیاسي جوړې لپاره هڅو ته دوام ورکوي، داسې سیاسي جوړه چې حقونه او ازادي خوندي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د موازي حکومت مخالفت

په بیان کې لیکل شوي: موږ په کلکه د هر هغه عمل مخالف یو چې موازي حکومت جوړ کړي او د سیاسي توپیرونو د لرې کولو لپاره له زور کار واخلي.

دا هم زیات شوي چې، د امریکا متحده ایالات په کلکه د یو موټي او خپلواک افغانستان ملاتړی دی او د سولې لپاره په جدي هڅو کې ښکېل دی او د طالب بندیانو خوشې کولو په تړاو یې د ولسمشرغني د حکم د اعلان هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان لیکي: موږ د مارچ پر نهمه د ډاکتر عبدالله د بیانیې قدرداني کوو چې سولې او ټولشمولوالي ته یې پر ورته ژمنې ټینګار کړی.

له غني د یوناما ملاتړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په یوه بیان کې ولسمشر غني ته لوړې د مراسمو ترسره کېدو مبارکي ورکړې، ټولو ته د منلو وړ پراخ بنسټه حکومت جوړولو، ملي یووالي، اقتصادي ودې او سولې ته د ښاغلي غني د ژمنې هرکلی کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، ملګري ملتونه چمتو دي د ولسمشرغني له ادارې سره په ټول افغانستان کې کار وکړي.

ملګرو ملتونو د سولې لپاره د ټولو سیاسي ډلو له خوا بین الافغاني خبرو ته د ژمنې هرکلی کړی او غږ یې کړی چې له جوړ شوي مثبت خوځښته ګټه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه او د امریکا او د افغانستان او دوی ترمنځ ګډه اعلامیه تاریخي فُرصت بلل شوی.