محمد اشرف غني د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د طالب بندیانو خوشي کولو موضع ته په اشارې ښاغلي غني وویل، د دې بندیانو خوشي کېدل د افغانانو له امنیت سره تړلي، او که طالب بندیانو خوشي کېږي نو تاوتریخوالی باید ورسره کم شي او باید دا تضمین وي چې د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي

.

ښاغلي غني زیاته کړه، کابل کې د تېرې اوونۍ برید وښودله چې "طالبان له "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې سره اړیکي لري، او که له طالبانو سره سوله د "داعش" ډله ختمه نه کړي، نو بیا باید غور وشي چې دا سوله څه ګټه لري."

نوموړي ارګ کې ورغلیو مېلمنو ته وویل، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د برنامې هرکلی کوي او حکومت به یې د سولې بهیر د ملي ګټو پر محور پر مخ وړي.

ده ټینګار وکړ چې راتلونکی حکومت به "د ټول افغانستان حکومت وي او یوازې به د دولت جوړوونکې ډلې کسان پکې نه وي." نوموړي وویل، دی فکر کوي چې دې ټاکنو کې هېچا نه ده بایللې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، په سپېدار ماڼۍ کې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې پلویانو عبدالله عبدالله ته د لوړې جلا مراسم جوړ کړي وو.

 

د دواړو مراسمو په وروستیو شېبو کې نژدې سیمه کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.

پژواک خبري اژانس وایي چې نن کابل کې په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د لوړې مراسمو پر مهال د چاودنو غږونه راکټي بریدونه وو.

پژواک د یوه سراچه موټر عکسونه خپار کړي او وایي، راکټونه په همدې موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې له تهیه مسکن سیمې نه د ارګ پر لور توغول شوي.