عمران خان محسن دوړ او علي وزیر ته کابل ته د سفر اجازه ورکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړي وزیر عمران خان په سپارښتنه د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره کابل ته ولاړ شي

.

د لومړي وزیر عمران خان یو سلاکار مرزا شهزاد اکبر هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، که څه هم دا دواړه کسان ممنوع الخروج دي، خو لومړي وزیر عمران خان د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته ویلي چې دوی ته د "یو ځل سفر ځانګړې اجازه " ورکړي.

ښاغلي اکبر لیکلي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت اوس دې دواړو کسانو ته د سفر اجازه ورکړې ده. د پاکستان جیو نیوز تلویزون هم د نوموړي له خولې دا خبر خپور کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ بي بي سي ته وویل، که د سفر زمینه برابره شي او یا افغان حکومت ورته پر تورخم د ورتګ بلنه ورکړي نو دی او علي وزیر پخه اراده لري چې کابل ته سفر وکړي.

له دې وړاندې د یکشبې پر ورځ پاکستاني چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ته اجازه نه وه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د غورځنګ دا دوه مشران له یوه پلاوي سره نن یکشنبه د مارچ پر اتمه نېټه له اسلام اباد هوایي ډګره کابل ته روان وو.

خو پاکستاني چارواکو علي وزیر او محسن دوړ له دې کبله له دې سفر را ګرځولي چې دواړه کسان وار د مخه ممنوع الخروج اعلان شوي وو.

په دې پلاوي کې د یو شمېر پښتنو ملتپالو سیاستوالو سره- سره، د پاکستان د ځینو نورو سیاسي ګوندونو غړي هم شامل وو، او یوازې علي وزیر او محسن کابل ته له سفره راګرځول شوي دي.

محسن دوړ هوايي ډګر ته پر لاره له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې دوی له پاکستانیو چارواکو غوښتنه کړې چې د افغان ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره دې پرېښودل شي.

خو وروسته له هغه چې دوی ته د سفر اجازه ورنکړل شوه، محسن دوړ پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل چې د پاکسان د پلټنو فدرالي ادارې چارواکو ورته ویلي چې د پاکستاني پوځ په امر یې دوی له سفره منع کړي.

ښاغلي دوړ لیکلي چې په پاکستان کې د خلکو لخوا د پارلمان ټاکل شویو غړو سره دا ډول چلن کېږي، او دا په پاکستان کې د خلکو د یوه ټاکل شوي استازي برخلیک دی.

ښاغلي دوړ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په بیا ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده او د هغو افغانانو مننه یې کړې چې ده ته یې بلنه ورکړې وه او هرکلي ته یې سترګې پر لار وو.

افغان حکومت د دې پېښې په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، "زموږ هیله دا وه چې دوی (محسن دوړ او علي وزیر) سبا د ټاکل شوي ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې ګډون کړی وای ".

د پلاوي په هغو کسانو کې چې د یکشنبې پر ورځ له اسلام اباده کابل ته رسېدلی، بشرا ګوهر، محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو، افراسیاب خټک، غلا احمد بلور، فضل اډوکېټ، جمیله ګېلاني، فیصل کریم کونډي، فرحت الله بابر او یو شمېر نور کسان شامل دي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل بي بي سي ته وویل، په دې پلاوي کې ټولټال ۲۳ کسان وو چې د افغان حکومت لخوا رسماً بلنه ورکړل شوې وه چې کابل ته سفر وکړي او د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

خو د محسن دوړ او علي وزیر له را ګرځول کېدو وروسته د پلاوي ۲۱ نور غړي اوس کابل ته رسېدلي دي.