"د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې ناکامې شوې"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

په افغان حکومت کې یوې جګپوړې او باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ډلو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي هڅې بریالۍ نه شوې، او ولسمشر غني به د دوشنبې پر ورځ له پلان سره سم لوړه کوي

.

دې سرچینې زیاته کړه، له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو ډلو کسانو خپلو منځو کې خبرې کولې او هڅې روانې وې چې روان ټاکنیز جنجال حل شي، خو کومې هوکړې ته سره ونه رسېدل.

سرچینې دا هم وویل چې په دې خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ځینو نورو بهرنیو دیپلوماتانو هم برخه درلوده.

د سرچینې په وینا، حکومت بشپړه هڅه وکړه چې د اساسي قانون سره سمه یوه حل لاره پیدا شي او ستونزه حل شي، خو د مقابل لوري غوښتنو دا چاره ناشونې کړه.

له دې وړاندې په خواله رسنیو کې ځینو رپوټونو ویل چې ګواکې دواړه خواوې خپلو کې یوې هوکړې ته رسېدلې دي او عبدالله عبدالله ته به نوي حکومت کې څه نا څه ونډه ورکول کېږي. خو سرچینې بي بي سي سره خبرو کې دا رپوټونه رد کړل.

له دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه ریاست ته نژدې سرچینو ویلي وو، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د دوشنبې ورځې لوړې مراسمو نه مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړي وکړي.

له کابله ترلاسه شوي رپوټونو کې راغلي وو چې زلمي خلیلزاد او د بهرنیو هېوادونود يو شمېر استازو په ګډون نن د دواړو ډلو ترمنځ د جوړجاړي څو ناستې شوې دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې وياند فريد خوځون په وینا، دغو ناستو تر اوسه کومه غوڅه پايله نه ده لرلې. نوموړي بي بي سي ته وویل:

"ښاغلی خلیلزاد او د هېواد يو شمېر نور سياسي مشران لا هم ځي راځي. دوی هڅه کوي چې دا ټاکنيز جنجال ژور نه شي. موږ خپله طرحه او مقابل طرف هم خپله طرحه ښاغلي خلیلزاد ته سپارلې وه. اما د طرحې موادو ته په لیدو موږ کومې پايلې ته نه يو رسيدلي".

له دې سره سم د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته یې تیاری بشپړ شوی او ټاکل شوې ده د دوشنبې پر ورځ د يو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون دا مراسم ترسره شي.

د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو د کمېسيون مشر غلام بهاوالدين جيلاني بي بي سي ته وويل:

"د سبا مراسمو ته چې ټاکل شوې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشي. ټول چمتوالی وروستی شوی. موږ يوازې خپلو مېلمنو او تشريفاتو ته په تمه يو. د څو ملګرو هېوادونو مېلمنو زموږ بلنه هم منلې، خو دا به وروسته مالومه شي چې څومره شمېر مېلمانه راځي".

خو په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله ډله وايي، دوی هم د نوموړي د لوړې مراسمو ته چمتوالی نیولی دی، او په دې موخه یې بلنلیکونه هم استولي دي.

خو دې مراسمو ته د چمتووالي ترڅنګ د ښاغلي عبدالله یوه جګپوړي سلاکار ویلي، زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د اوسني سیاسي کړکېچ د هوارولو لپاره هڅه کوي چې په راتلونکي حکومت کې ښاغلی عبدالله ورګډ کړي.

ټاکل شوې وه چې د محمد اشرف غني د لوړې مراسم دوه اوونۍ وړاندې تر سره شوي وای، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک لپاره وځنډول شول.

له بلې خوا د افغانستان سترې محکمې بي بي سي ته ويلي، ټاکل شوې د هېواد قاضي القضات د دوشنبې پر ورځ د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته ورشي.

دې سرچينې زیاته کړې، تراوسه یې د عبدالله عبدالله ډلې لخوا کومه بلنه نه ده ترلاسه کړې.

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې د ټاکنو له ورځې نژدې پنځه میاشتې وروسته، درې اوونۍ وړاندې اعلان شوې.

د ټاکنو کمېسيون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو بل نوماند عبدالله عبدالله له دې اعلان سره مخالفت وکړ، ځان يې کټونکی وباله او د خپل حکومت د جوړولو ګواښ یې وکړ.