په غور کې احتجاج کوونکو د ټولو دولتي ادارو دروازې تړلې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې سلګونو احتجاجیانو د والي دفتر په ګډون ټولې دولتي ادارې تړلې دي. دغه کسان له څلورو ورځو راهیسې په فیروز کوه کې احتجاج کوي.

دوی وايي، د ۱۳۹۹ کال لپاره بودیجه کې د لویو لارو او برېښنا برخه کې د دوی اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې او دوی پر دغې موضوع د بیا غور غوښتنه کوي.

د راتلونکي کال په بودیجه کې د کابل - غور تر منځ د لویې لارې لګښت او دغه راز د برېښنا تولید لپاره د ابګردان نومي بند ودانیزو چارو لپاره پیسې نه دي ځانګړې شوې

.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، اوسمهال یوازې د غور مرکزي روغتون دراوزې پرانیستې دي او د نورو ټولو دولتي ادارو ورونه احتجاجیانو تړلي دي.

په غور کې یوه مدني فعال حسن حکیمي بي بي سي ته وویل، که غوښتنې یې و نه منل شي، اعتراضي غونډو ته به دوام ورکړي.

نوموړي له غوره د حکومتي چارواکو د احتمالي شړل کېدو ګواښ خبره هم کړې.

 

د غور غرنۍ سیمه د افغانستان په مرکزي برخه کې پرته ده، چې د تګ راتګ مناسبو لارو نشتوالی یې د 'وروسته پاتې والي ' یو لامل بلل کېږي.

ویل کېږي، په دغه سیمه کې هر کال د ژمي په موسم کې د غور- کابل او غور- هرات کنډ، کپر لارو له کبله د اړتیا وړ موادو بیې پورته کېږي.

بل لور ته د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، که څه هم خلک د ټولو دولتي ادارو تړل کېدو له کبله له ستونزو او کړاو سره مخامخ دي، خو په وینا یې د احتجاجیانو غوښتنې معقولې دي او دوی په کابل کې له چارواکو سره پر دې موضوع غږیدلي دي.