د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د چین ولسمشر شي ژینګ پنګ د نوي چینايي کال په مناسبت د رخصتۍ پر ورځ یوې حکومتې غونډې ته ویلي، د کرونا نوی ویروس د خپرېدو کچه په زیاتېدو ده.

ولسمشر شي ویلي، هېواد یې یو سخت حالت سره مخامخ دی. نوموړی پر دولتي تلویزیون د سیاسي بیورو په غونډه کې ښودل شوی دی.

د وهان ښار په بشپړ ډول قرنطین شوی، چې دا نوی ویروس پکې لومړی ځل رامنځته شوی دي او د یکشنبې له ورځې شخصي ګاډو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې د دغه ښار مرکز ته سفر وکړي

.

بل لور ته په فرانسه کې د هغه نوي ویروس درې پېښې ثبت شوې، چې په دې وروستیو کې په چین کې موندل شوی دی. په دې سره اوس په رسمي توګه مالومه شوه، چې دغه ویروس اروپا ته خپور شوی دی.

لومړۍ پېښه د فرانسې په بورډېاکس او دوې نورې پلازمېنه پاریس کې ثبت شوې دي. د فرانسې د روغتیا وزیرې، انېس بوزان، وویل یو ناروغ د چین له وهان ښاره په روانه اونۍ کې راستون شوی.

د هغې په وینا، دغه سړی په بوردو کې روغتون ته د دې ناروغۍ له نښو سره ورغلی و. مېرمن بوزان وویل، چې دویمه پېښه په پاریس کې ثبت شوې ده. یوه بله پېښه په استرالیا هم کې ثبت شوې ده.

په چین کې چارواکي وايي، د کرونا په نوم ویروس د قربانیانو شمېر ۴۱ کسانو ته رسېدلی. تر اوسه په چین کې پر دې ناروغۍ د اخته شوي ۱۲۸۷ کسان ثبت شوي دي چې د ټولو له ډلې ۴۱ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

دا ویروس هلته داسې مهال په پراخه کچه خپریږي چې چینایان خپل نوی کال لمانځي. دا د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو مهمه ورځ ده.

له دې سره ګڼې لمانځغونډې او محفلونه لغوه شوي او په وهان ښار کې د یوه نوي روغتون جوړېدو کار پیل شوی.

چینايي رسنیو ویلي، چې دغه ۱۰۰۰ بستریز روغتون به په راتلونکو شپږو ورځو کې چمتو شي. شاوخوا ۳۵ کېندونکي (سکواټور) او ۱۰ بلدوزران د دې روغتون د جوړولو لپاره کارول کېږي.

دا روغتون به د اوسنیو طبي خدمتونو د کموالي ستونزه حل کړي. په وهان کې درملتونونه د درملو له کموالي سره مخامخ شوي او په روغتونونو کې له وړاندې د خلکو پراخه ګڼه ګوڼه جوړه شوې.

د چین وهان ښار نژدې ۹ میلیون وګړي لري او د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټرانسپورټ بندوي.

دا اونۍ چې میلیونونه چینایان د نوي سپوږمیز کال درشل کې د سیل لپاره ځي، د دې ښار اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې چې له تګ راته ډډه وکړي.

نوی کرونا ویروس څومره خطرناک دی؟

چینايي چارواکو له خپلو وګړو غوښتي د دې ویروس د خپرېدو ځای وهان ښار ته لاړ نه شي او د همدې ښار استوګنو ته یې ویلي چې په خپل ښار کې پاتې شي.

د نړیوالې روغتیا پوهان دا ارزوي چې دا نوې ناروغي په نړیواله کچه ګواښ دی او د پراختیا چټکتیا یې دومره ده چې بېړنی حالت اعلان او نړیوال سفرونه محدود کړي که نه.

په نوي ویروس څومره پوهېږو؟

د چین او روغتیا نړیوالې ادارې لابراتوارونو کې په دې ویروس د اخته کسانو معاینې شوې او پوهانو دا ویروس د "کرونا" ویروس د کورنۍ بللی دی.

تراوسه د کرونا ویروس ۶ ډولونه موندل شوي او وروستی یې هم اووم دی. دا ویروس د ویروسونو د هغې سترې کورنۍ اړوند دی چې له عادي زوکام نیولې د سارس په څېر ناروغۍ عامل هم پکې راځي.

سارس په ۲۰۰۲ کال په چین کې له اتو زرو ډېر کسان ونیول چې پکې ۷۷۴ په نړۍ کې مړه شول. څېړنې ښيي چې دا نوی ویروس هم له سارس ویروس سره ډېر نژدې دی.

د نوي ویروس نښې

په عادي حالت کې دا ویروس د زوکام سبب کېږي، خو د سخت تنفسي سنډروم یا سارس سبب هم کېږي. کله چې انسان په دې ویروس اخته شي، تبه، ټوخی، ساه لنډي او لنډه لنډه سا اخیستل راځي.

دا ویروس څنګه پیدا شو؟

نوي ویروسونه چې موندل شوي تر ډېره له حیوان انسان ته لېږدېدلي دي.

لکه د هغو کرونا ویروسونو سرچینه حیوانات و، چې پخوا خپاره شوي دي. سارس ویروس اول څکالي (څکلکي) کې پیدا شو او بیا کوڅه ډبې پیشو ته ورغی او وروسته هم انسان ته.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې تراوسه مرس ویروس په منځني ختیځ کې ۲۴۹۴ کسان نیولي چې ۸۵۸ مړه شوي. دا ویروس له اوښ انسان ته ورغی. د اوسني ویروس د لېږدېدو ځای هم وهان ښار کې د سمندري خوړو بازار ښودل شوی دی.

سمندري تي لرونکي لکه سپین نهنګ دا ویروس لېږدولی شي، خو دا امکان ډېر دی چې بل ژوندي ژوي لکه چرګ، څکالي، سوی یا مار به دا ویروس لېږدولی وي.

د تېر کال د ډيسمبر لومړیو کې چې دا ویروس په انسان کې وپېژندل شو، نو چینايي چارواکو وویل دا ویروس له انسان بل انسان ته نه ځي.

خو دمګړۍ داسې پېښې شوې چې له انسان بل انسان ته پکې دا ویروس تللی دی. د اکسفورډ پوهنتون استاد پېټر هوربي وايي: "دا ناروغي له انسان بل انسان ته ځي، خو مهمه پوښنه دا ده چې دا تګ یې څومره اسان دی."

سارس ویروس له انسان انسان ته ځي، خو مرس ویروس په سختۍ له یو انسان بل ته ځي او یوازېنۍ لار یې نېغ تماس دی.

نوی ویروس د سږو د عفونت یا پړسوب سبب کېږي، پرنجی هم لري او ښايي له همدې لارې هم لاړ شي. دا موضوع هم ډېره مهمه ده چې کوم خلک له دې ویروس ډېر اغېزمنېږي.

لا هم مالومه نه ده چې دا ویروس له لېږد وروسته په کومه دوره کې د پړسوب سبب کېږي، بدن کې له نښو ښکاره کېدو مخکې یا چې سختې نښې یې ښکاره شي.

څومره ژر خپرېږي؟

داسې ښکاري چې یوه اونۍ کې له ۴۰ تر ۴۴۰ کسان په دې ویروس اخته شوي. په حقیقت کې په دې ویروس نوي اخته شوي کسان لا څو ورځې مخکې پرې اخته شوي و، خو وروسته وپېژندل شول.

د دې ویروس د ودې د اندازې مالومولو کم مالومات شته، خو متخصصان باوري دي چې ښايي تر دې لا ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي وي. په تایلنډ، سوېلي کوریا، تایوان، جاپان، اسټرالیا او متحده ایالتونو کې هم د دې ناروغۍ پېښې لیدل شوې دي.

دا ناروغي اول ځل د چین وهان ښار کې ښکاره شوه او مختلفو هېوادونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي کسان هم دې ښار ته تللي وو.

دا وېره هم شته چې د روانې میاشتې وروستیو کې د نوي میلادي کال د جشن لمانځلو لپاره چې په میلیونونو خلک چین کې سفر کوي، ښايي دا ویروس هم ور سره پراخ شي.