ولسمشر پوتین ښایي واک کې پاتېدل غواړي، خو څنګه؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ډېر ناڅاپه، ان د حکومت وزیران هم د کابینې استعفا هیښ کړل. ښايي د نوي کال لپاره وي چې زاړه لاړ شي او نوي راشي؟

خو نه ۶۷ کلن ویلادیمیر پوتین بله پرېکړه کړې ده. له واک ګوښه کېدو ته یې څلور کلونه پاتې دي، خو شل کلونه کېږي چې واکمن دی. ښايي د راتلونکي لپاره پلان لري

.

میخایل میشوستین هغه ټیکنوکراټ دی چې د روسیې کرکجن مالي نظام یې وڅانډه او اوس دا نظام د ګړۍ په څېر کار کوي.

اوس دی د نوي حکومت مشر دی، له بلې خوا د هغه سړي کار پای ته رسېدلی چې واک ته د پوتین له رسېدو راهیسې ور سره ګرم او خوږ ملګری و.

دیمیتري میدویدوف ان څلور کاله ولسمشر و، ځکه هغه مهال د پوتین د ولسمشرۍ دوام د اساسي قانون خلاف و.

د یوموټی روسیې د ګوند دغه نامنلی مشر میدویدوف بل ځای تللی نه شي، اوس چې د روسیې د ملي امنیت شورا د مشر ځایناستی شوی، کوم بل ځانګړی رول به ونه لوبوي.

د مکسیکو د کارنګي مرکز شنونکی الیکساندر بایونوف وايي: "دا غوراوی هم د خدمت د پای ته رسېدو په مانا دی، ته وا بدل کړل شوی، ځکه امنیت شورا ښاغلي پوتین او د ده شخصي حکومت ته د نږدې کسانو کړۍ ده".

ښاغلی پوتین غواړي هغه ټکي ته ورسېږي چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو پای کې ورسېد او ښاغلي میدویدوف یې ځای ونیو، خو دا ځل نیت نه لري د لومړي وزارت سیالۍ ته ور شېوه شي.

داسې ښکاري چې د څلورم ځل ولسمشرۍ پای ته رسېدو سره د ښاغلي پوتین کار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پای ته رسېږي.

اوس څه غواړي؟

داسې ښکاري چې د پارلمان واک زیاتېږي. لکه پارلمان به لومړی وزیر او کابینه تاییدوي، خو اوس داسې نه ده.

ښاغلي پوتین د میدویدوف ځایناستی غوره کړی او پارلمان یې باید تایید کړي.

مالومه نه ده چې پارلمان ته نور واک هم ور کړل شي، که یه. د بي بي سي روسی خبریال سرګي ګوریاشکو وايي: د پارلمان غړي به همغه وي او کومه پېښه به ونه شي.

ولسمشر پوتین اساسي قانون کې د بدلون لپاره ټولپوښتنه وړاندیزوي. وروستۍ ټولپوښتنه هم پر ۱۹۹۳ کال شوې ده.

یوه طرحه دا هم ده چې غواړي په اساسي قانون کې حکومتي شورا په دولتي سازمان بدله کړي.

دا شورا اوس یوازې د سلاکارۍ بڼه لري او د ګوندونو د مشرانو په ګډون له ۸۵ ځايي والیانو او نورو چارواکو جوړه شوې ده.

دومره لویه ده چې کله غونډه لري، نو د کریملین یو تالار ډکوي.

خو مالومه ده چې ښاغلی پوتین راتلونکي کې دې شورا ته پروګرام لري.

یوه تیوري دا ده چې غواړي د حکومتي شورا تر ټولو ځواکمن او نوی مشر شي.

د ښاغلي بایونوف په خبره: "دا چې شورا یې بحث ته ور ګډه کړې، دا مانا لري چې ښايي واک بل ځای ته ولېږدوي، داسې ځای چې د ولسمشر له مقام هم لوی کار وکړي".

د سرګي ګوریاشکوف په خبره، د ښاغلي پوتین ډالۍ په قدرت کې پاتې کېدل دي، خو څنګه؟

اوس موږ پرېکند ویلی شو چې له ۲۰۲۴ کال وروسته به هغه ولسمشر نه وي، خو ښايي د اوسني رول په څېر د ملي امنیت شورا مشر پاتې شي.

د لندن کېنګز کالج کې د روسۍ موسسې مشر سم ګرین باوري دی، کوم مخکښپوهان چې غواړي له ۲۰۲۴ کال وروسته خپل راتلونکی تضمین کړي، نو باید د شطرنج درې لوبو کې په یو وخت ښکېل شي، چې هغه د پارلمان، د حکومتي شورا او د ښاغلي پوتین د رول پېژندل دي.

د روسیې د چارو کارپوه کنستانتین اګرت هم ورته اټکل کوي او وايي، دا د تلپاتې بې مانا شطرنج تخته ده، چې ټاکلې ده، په ښکاره یو بل نوی شی ولري، خو په اصل کې به اوسنی حالت روان وي.

غبرګون څه دی؟

د ښاغلي پوتین د سر سخت مخالف الیکسی ناوالني په باور، دا هڅې د پخواني شوروي سیاست ته د ګرځېدو لپاره کېږي او د اساسي قانون د بدلولو لپاره هر ډول ټولپوښتنه به یوازې او یوازې درغلي وي.

د ښاغلي پوتین بل مخالف سیاستوال لیوبف سوبول هم ورته نظر لري: "د یوې غدۍ(د غلو ډله) په ځای د بلې غدۍ ګومارل نه سمون دی او نه هم رغول".

نور د ښاغلي میدویدوف استعا د ښاغلي پوتین د پخواني لومړي وزیر میخایل فرادکوف سره پرتله کوي چې د نوموړي د دویمې ولسمشرۍ له پای ته رسېدو کال مخکې له دندې ګوښه کړل شو.

خو د روسیې نوی لومړی وزیر محترم ټیکنوکراټ دی، چې د دغه هېواد مالي نظام یې اصلاح کړی، خو ډېر پېژندل شوی نه دی.