کمېسیون: هغه نوماندان چې تر لس سلنې کمې رایې لري، نغدي جریمه کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان ټاکنو کمیسیون ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان چې له لس سلنې کمې رايي يي اخیستې دي، نغدي جریمه کیږي. د لومړنیو اعلان شویو پایلو له مخې ۱۳ نوماندانو په ډله کې یوازې دوو، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دا شرط پوره کړی، او پاتې ۱۱ نوماندانو تر لس سلنې کمې رایې اخیستې دي

.

کمېسیون وايي د وروستیو پایلو له اعلان وروسته به د دې نوماندانو څخه په ضمانت کې اخیستل شوې یو ملیون افغانۍ دولتي بودجې ته ورکړل شي.

د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ او عبدالله عبدالله ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رايو سره مخکښ دي.

په نورو ۱۱ نوماندانو کې ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، فرامرز تمنا، سید نورالله جلیلی، عبدالطیف پدرام، عنایت الله حفیظ، محمد حکیم تورسن، احمد ولی مسعود، محمد شهاب حکیمی، غلام فاروق نجرابی او نور رحمان لیوال دي.

په دې ډله کې بیا ۹ نوماندان داسې دي چې له یوې سلنې یې هم کمې رايي ګټلې دي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند میرزامحمد حق پرست بي بي سي ته وویل، د قانون له مخې هغو کاندیدانو ته د ضمانت یو ملیون افغانۍ بېرته نه ورکول کیږي چې رايي يي له لس سلنې کمې دي.

ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو کاندیدانو د نوم ثبتونې پر وخت یو ملیون افغانۍ، د سل زره رایه ورکونکو نومونه، تذکرې او د ګوتو نښانونه د ضمانت په توګه کمېسیون ته سپارلي وو.

د نورو شرایطو تر څنګ د سل زره رایو لرلو ادعا د نوماندۍ مهم شرط و چې له مخې يي په لومړي سر کې ۱۸ نوماندان رامخکې شول، خو وروسته ۵ یې له سیالیو ووتل.

دې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ بحثونه راپارولي چې ولې ۱۱ نوماندانو لس سلنه رایې نه دي ترلاسه کړې.

د فېیسبوک او ټوېټر ډېرو کاروونکو د پوښتنې په توګه لیکلي د هغو نوماندانو سل زره رايي څه شوې چې د نوماندۍ لپاره يي کمېسیون ته سل زره تذکرې ورکړي وې.

ډېرو کاروونکو ان په دوی تور لګولی چې د تذکرو په ټولولو کې يي درغلي کړې ده.

ځينو نورو لیکلي، په افغانستان کې ولسمشرۍ ته ولاړ ځينې نوماندان ان د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې ناکامه شوي وو.