امرالله صالح: هغوی چې ټاکنې بدناموي، د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولت جوړوونکې ټاکنډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، هغه تش په نامه اپوزیسیون چې د ټاکنو بهیر بدنامه کوي او عام خلک سرګردانه کوي، په اصل کې د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي

.

نوموړي چارشنبه کابل کې د خپلې ټاکنډلې د پلویانو او خبریالانو په یوه غونډه کې وویل، د ټاکنو د بهیر مخالفینو کې اکثریت داسې کسان دي چې له دولت نه امتیاز اخلي او د ساتونکو معاشونه یې د دولت له بودجې ورکول کېږي.

ښاغلي صالح زیاته کړه، دا کسان د ولس نه، بلکې د خپلو امتیازاتو په غم کې دي چې هسې نه ورباندې بند شي.

د دولت جوړوونکې دلې لومړي مرستیال د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د خپلې ټاکنډلې ځینو شکایتونو ته هم اشاره وکړه.

نوموړي وویل، شاوخوا ۸۶ زره هغه رایې چې مخالفې ډلې یې باطلې بولي، په اصل کې د درملاګ شرکت لخوا د تفتیش یا څارنې وړ بلل شوې دي.

ده ادعا وکړه چې کمېسیون د دې رایو برخلیک نه دی مالوم کړی او دا رایې ورکې دي، خو دولت جوړوونکې ډله په دې اړه سپیناوی غواړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د دوی خپل اټکل او ارزونې له مخې د دولت جوړوونکې ډلې د رایو سلنه ۵۵ ده، او که سمه څېړنه وشي نو د دوی ترلاسه کړې رایې به څلور سلنه نورې هم دېرې شي.

نوموړي وویل، په ننګرهار ولایت کې کابو ۹ زره رایې داسې دي په ولایتي بایومټرېک الو کې ثبت شوې دي، خو مرکزي سیستم ته نه دي اچول شوې.

د امرالله صالح په وینا، تر هغې چې د دغو ۹ زرو رایو برخلیک نه وي مالوم شوی، دوی ته د ننګرهار ولایت لومړنۍ پایلې د منلو نه دي.

ښاغلي صالح پرته له دې چې د چا نوم واخلي، تور پورې کړ چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو غړی، پرته له دې چې کوم اسناد ولري، په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د تفتیش بهیر په اړه بېځایه نیوکې کوي.

نوموړي وویل، ځینې کسان د پر فېسبوک د خپلې مشهورتیا لپاره د ټول ولس له سیاسي او اقتصادي برخلیک سره لوبې کوي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاندې زرمینې کاکړ له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ښاغلي صالح نیوکې رد کړې او دا یې په خپلو چارو کې لاسوهنه وبلله.

ښاغلي صالح د ثبات او همپالې ډلې پر مشرتابه له دې کبله سخته نیوکه وکړه چې په خپله یوه خبري ناسته کې یې د دولت جوړوونکې ډلې مشرتابه لپاره، د ښاغلي صالح په وینا، نامناسبه ژبه کارولې وه.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته لومړی محمد اشرف غني خپلو پلویانو ته وینا وکړه.

څو شېبې وروسته عبدالله عبدلله د خپلو پلویانو ترمنځ راڅرګند شو او د محمد اشرف غني د وینا په اړه یې د قران هغه ایت ته اشاره وکړه چې پکې د "خره غږ" ته اشاره شوې ده.

ښاغلي صالح وویل، له دا ډول کنځلو مالومېږي چې د ثبات او همپالې ډله په ژور خپګان یا ډپرېشن اخته ده، او درملنه یې هم ناشونې ده.

امرالله صالح د ولسمشرۍ ټاکنو پر نورو نوماندانو هم نیوکه وکړه چې رایې یې نه دي ترلاسه کړې، خو اوس د نرمې کودتا له لارې غواړي چې موقت حکومت جوړ کړي.

نوموړي وویل، ځینو نوماندانو او یو شمېر مهمو کسانو له ټاکنو وړاندې د دې پروسې د ناکامولو یا بدنامولو هڅې پیل کړې وې، او په دې کار سره یې د طالبانو او "ای اېس ای" اجنډا پرمخ بېوله.

ښاغلي صالح وویل، د ټاکنو پایلې مالومې دي او ځینې کسان باید د خلکو برخلیک سره د لوبې کولو پر ځای باید اصول ومني، ځکه د دې دیموکراتیک بهیر اصلي ګټونکي عام خلک دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې یکشنبې پر ورځ اعلان شوې. خو له اعلان سملاسمي وروسته یو شمېر نوماندانو د دې پایلو له منلو انکار وکړ او د درغلۍ ادعاوې یې وکړې.

د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي او په دویم ځای کې عبدالله عبدالله ۳۹ اعشاریه ۵۲ رایې لري.

خو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په شورا کې شاملو یو شمېر نورو کسانو ویلي چې لومړنۍ پایلې ورته د منلو نه دي.

له ښاغلیو غني او عبدالله پرته په نورو ۱۱ نوماندانو کې یو هم تر لس سلنې رایې نه دي ګټلې، او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی دی چې دا ۱۱ نوماندان به اوس نغدي جریمه کېږي.

چارشنبه د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ثبتولو وروستۍ ورځ ده. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې تر دې دمه زرګونه شکایتونه ورسره ثبت شوي دي.

د یاد کمېسیون ویاندې زرمینې کاکړ بي بي سي ته وویل، د پنجشنبې له ورځې به د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر لومړنیو د زرګونو ثبت شویو شکایتو څېړل پیلوي