ټاکنیزې ناندرۍ؛ د ۳۰۰ زره رایو برخلیک بیا هم مالوم نه شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټاکنډلو سره په ګډه د کابو ۳۰۰ زره لانجمنو رایو د باوري ګڼلو څرنګوالي روښانولو په تړاو غونډه په جنجالي فضا کې پای ته ورسوله.

په دې ناسته کې ټاکنیز کمیسیون د ټاکنډلو استازو ته د دغو رایو باوري ګڼلو دلایل روښانه کړل

.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنډلې استازو د کمېسیون له خوا وړاندې شوي دلایل د ټاکنیز قانون او تګلارې خلاف وبلل او کمېسیون یې تورن کړ چې د کلپو رایو د رسمیت پېژندلو په درشل کې دی، خو کمېسیون خپل دلایل لرل.

د کمیسیون په دې علني ناسته کې د ټاکنډلو او سیاسي ګوندونو د استازو، د ټاکنو د څار بنسټونو او د اروپايي ټولنې او د جرمني د سفیرانو او ځینو بهرنیو ډیپلوماتاتو او د انګلستان سفارت د مرستیال په ګډون بېلابېلو څېرو ګډون درلود.

دا کابو څلور ساعته علني غونډه پر سیمه ییزو تلوېزیونونو په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

د دې غونډې د پوښتنو او ځوابونو اصلي منځپانګه د کابو ۳۰۰ زره لانجمنو رایو د باوري ګڼلو د څرنګوالي په اړه وه، چې په پیل کې د ټاکنو کمېسیون یوه غړي محمد حنیف دانشیار د دغو رایو د باوري ګڼلو دلایل وړاندې کړل.

نوموړي د ۱۳۷ زره قرنطین شویو رایو په اړه وویل، دېرمالاګ شرکت دا رایې باوري ګڼلې دي.

ښاغلي دانشیار ومنله چې په ځینو مواردو کې له ټاکنیزې تګلارې د تخنیکي دلایلو یا د ټاکنیزو کارکوونکو د تېروتنو له کبله سرغړونه شوې ده.

هغه په ځانګړې توګه د رایو ورکولو له مشخص وخت بهر د ۱۰۲ زره اچول شویو رایو په اړه وویل، د وخت د محدودیت له کبله د بایومیټریک وسیله کې وخت ټاکونکی سافټوېر د ټاکنو له پیلېدو مخکې عیار شوی و، خو د نورو مستندو کړنو پر بنسټ یې په دې اړه پرېکړه وکړه:

"ټولو امنیتي بنسټونو په دغو محلونو کې راپور راکړی چې دا پر وخت پرانیستل شوي او پر وخت تړل شوي او دا ستونزه نه لري. دا زموږ په پرېکړو کې حقوقي ځای لري. د ټاکنیزو ټیکټونو ناظرین، مشاهدین او د شکایاتو د محترم کمیسیون استازو په دغو محلونو کې حضور درلود. دا سند دی، موږ یو تفتیش تر سره کړی. جورنال حقوقي ځای لري. د پایلو پاڼه ناظرینو لاسلیک کړې، د ټیکټونو ناظرینو لاسلیک کړې. په جورنال کې داسې موارد نه دي ثبت شوي چې هغه د تقلب نښې نښانې وي او یا هم هلته اندېښنې مطرح شوي وي."

خو لانجه د پوښتنو د بهیر په پیلېدو پیل شوه.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مرستیال اسدالله سعادتي ددغې ډلې د نظریو او پوښتنو لپاره نور وخت وغوښت، نوموړی د ټاکنو پر ورځ له وخته بهر او د قرنطین شویو رایو باوري ګڼل د کمیسیون له خوا د تصویب شوې تګلارې خلاف او ټاکنیز جرم وباله.

د ښاغلي سعادتي خبرو غوڅولو د دغې ناستې لانجه لا پسې ډېره کړه.

په دې ناسته کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډلې په ګډون د نورو سیاسي ګوندونو استازو په اوو ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترونو د پرانیستل کېدو او د رایو بیا شمېرنې غوښتنه وکړه.

د دولت جوړونې ټاکنډلې غړي داود سلطانزوی له ټاکنیز کمیسیون وغوښتل چې ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي:

"کمیسیونونو تر اوسه خپل کار نه دی پیل کړی او موږ یې له اوسه تهدیدوو. پلمې کوو. ایا دا مناسبه ده چې په هغه پروسه کې چې موږ خپله د غړو په څېر پکې شامل شوو بیا لاسوهنه پکې وکړو؟ خو موږ په ورته وخت کې له حکومته هم غوښتني لرو. له کمیسیون او حکومته غواړو چې د ۷ ولایتونو برخلیک هم څرګند کړي، په دې اړه هغوی څه کوي؟ د افغانستان خلکو په ټاکنو کې ددې لپاره ګډون نه دی کړی چې موږ هره ورځ د ټیمونو فرمایشتونو ته سترګې په لاره اوسو. د افغانستان خلکو په تاکنو کې ګډون وکړ خو دا ټاکني د پایلو له اعلان پرته ټاکنې نه دي."

د ټاکنو کمیسیون نننۍ غونډې داسې مهال رابللې وه چې د روان بهیر پرضد د لاریونونو لمن پراخه شوې او معترض نوماندان له ټاکنو کمیسیون غوښتنه کوي چې د ټاکنو قانون او اصولو سره سم عمل وکړي خو کمیسیون وايي ټولې چارې یې د قانون له حکم سره سمې دي.