غني: تر بل هر وخت اوس سولې ته نژدې شوي یو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د میلاد النبي یوې لمانځغونډې ته وویل، اوس افغانان تر بل هر وخت سولې ته نژدې ‏شوي دي، خو شرط یې دا و چې د جنګ اور باید مړ او د جګړې باطله لار پرېښودل شي‎.‎
ښاغلی غني، چې د ولسمشرۍ ورځې یې د ګوتو په شمار پاتې دي او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته، چې ځان یې هم پکې نوماند کړی و، ‏اعلانېدو ته په تمه دی، وویل،
"د تلپاتې سولې لپاره عدالت پکار دی. داسې حالت پکار دی چې هېڅوک ځان مظلوم او بې برخې ونه ګڼي‎."‎
محمد اشرف غني د جګړې د اور مړه کول د افغان دولت تر ټولو مهم لومړیتوب وباله، چې په خبره یې پر جګړه ټینګار د باطل لار او سوله ‏د حق لار ده‎.‎
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د سولې اوه ماده یي طرحه اعلان کړه، چې ویاند یې صدیق صدیقي دا "پلان د سولې بهیر کې د راتلونکو ‏ګامونو پایښت باوري کوي‎."‎
خو عبدالله عبدالله، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی، دا طرحه "یوازې هیله" بللې وه‎.‎
ارګ وايي، دا طرحه د ټیکاو لپاره د تېرو هڅو او پورته شویو ګامونو لړۍ ده چې موخه یې ژر تر ژره د وینې بهولو مخنیوی دی‎.‎
د طالبانو او امریکا له نهم پړاو خبرو وروسته تمه وه چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي، خو کابل کې د طالبان په یو ځانمګی برید ‏کی د یوه امریکاي په ګډون د ۱۲ کسانو وژل کېدو سره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرې لومړی وځنډولې بیا یې مړې وبللې‎.‎
مګر له هغه راهیسې افغان کشاله کې ښکېل لوري د دې خبرو بیا پیلېدل غواړي‎.‎
تمه ده چې روانه میلادي میاشت د افغانانو خپلمنځي خبرې په چین کې وشي‎.‎
د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه
تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي ‏اماراتو ابو ظبۍ ښار کې‎.‎
لومړی پړاو‎: ‎د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې‎.‎
دویم پړاو‎: ‎د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې‎.‎
درېیم پړاو‎: ‎د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې ‏دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه‎.‎
څلورم پړاو‎: ‎د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې‎.‎
پنځم پړاو‎: ‎د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په ‏لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې‎.‎
شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر ‏پرمختګ وشو‎.‎
اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور ‏پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول‎.‎
اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې ‏وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو‎.‎
نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي ‏هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په ‏افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي‎.‎