بازشماری آرا آغاز می‌شود؛ تیم عبدالله: ‏خلاف قانون است

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د شاوخوا اتو زرو او ۵۰۰ محلونو د رایو شمېرل به ژر پیل کړي، خو د عبدالله ټاکنډلې دا ‏کار د قانون خلاف بللی او له خپلو څارونکو یې غوښتي چې په دې بهیر کې ګډون ونه کړي‎.‎
د ټاکنو کمېسیون له څارونکو غوښتي چې د وخت کمښت ته په پام سره څارنې او مشاهدې ته حاضر شي
‎.‎
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ویلي، ددغه ټیم مشرتابه "د خلکو د پاکو رایو د دفاع په پار" خپلو ‏ټولو ولایتي ټاکنډلو او څارونکو ته سپارښتنه کړې چې "له پاکو رایو د ناپاکو هغو تر چاڼ" پورې په دې بهیر کې ګډون ونه کړي‎.‎
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اعلان پربنسټ، یوازې هغه رایې باوري دي چې بایومټریک نښه ولري. تر اوسه جرمني دېرما لاګ شرکت ‏چې د افغانستان د ټاکنو تخنیکي بهیر یې مخته بېوه، د بایومټریک نښې لرونکو باوري رایو شمېر یو میلیون او ۷۴۳ زره او ۱۰۷ اعلان ‏کړې وې‎.‎
دغه شرکت وړاندې د بایومټریک لرونکو نښو لرونکو رایو شمېر یو میلیون او ۹۲۹ زره او ۳۳۳ اعلان کړی و، چې په وروستۍ ارزونه ‏کې یې څه باندې ۸۴ زره رایې د معیار خلاف بللې وې‎.‎
اختلاف چېرې دی؟
د عبدالله ټیم وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون "د باطلو او بایومټریک پرته رایو له جلا کېدو او چاڼ او د چاڼ شویو رایو له شمېر مالومولو ‏مخکې" بیا رایې شمېرل پیل کړي دي‎.‎
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۸۴۹۴ محلونو د رایو بیا شمېرلو پرېکړه کړې ده. له دې څخه ۲۴۲۳ داسې محلونه دي چې د ستونزو له کبله یې ‏رایې بایومټریک وسیلې ته نه دي داخلې شوې چې د کمېسیون په وینا، د دغو رایو برخلیک باید مالوم شي‎.‎
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ ناسته کې چې دوو بهرنیو غړو هم ګډون پکې درلود، پرېکړه وشوه چې دا رایې په دوو پړاوونو کې ‏وشمېرل شي‎.‎
تېره ورځ، د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل، هېڅ یو ټاکنیز ټیم باید د ټاکنو کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه و نه وکړي‎ ‎او ‏نه باید فشار پرې راوړي‎.‎
د نوي مهالوېش له مخې ټاکلې، چې لومړنۍ پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ اعلان شي‎.‎