احتجاجیانو له ښاروالې د سر وېښته پرې کړل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د بولیویا یوه کوچنۍ ښار پر ښاروالې اپوزېسیون فعالانو د احتجاج پر مهال برید کړی، لوڅې پښې یې د ښار په لارو کوڅو کې ګرځولې، سور ‏رنګ یې پرې شېندلی او په زور یې د سر وېښته ترې پرې کړي دي‎.‎
د واکمن ګوند ماس غړې ښارواله پاترېشیا ارک احتجاجیانو څو ساعته وروسته پولیسو ته وسپارله. دا په بولیویا کې له ناندریزو ولسمشرۍ ټاکنو ‏وروسته د حکومت پلوه او اپوزېسیون سیاسي فعالانو تر منځ د مخامخ ټکر وروستۍ پېښه ده
‎.‎
دغه تاو تریخوالي کې تر اوسه لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي‎.‎
د اکتوبر ۲۰ له ولسمشریزو ټاکنو وروسته په وینتو نومي ښار کې د اپوزېسیون پرلپسې احتجاج پر مهال ګنګوسه خپره شوه، چې د ولسمشر اېوو ‏مورالیس له پلویانو سره نښته کې د اپوزېسیون دوه فعالان وژل شوي دي‎.‎
احتجاجیان له هغه وروسته د ښاروالې ارک دفتر ته ورغلل او پرې یې د ولسمشر پلویتوب تور پورې کړ‎.‎
دوی نوموړې د هغو خنډونو په لرې کولو هم تورنه کړه چې دوی په لارو کې درولي وو او د هغې پر ضد یې د ‏‎'‎وژونکې، وژونکې ‏‎' ‎شعارونه ‏ورکول‎.‎
مخ پټو کسانو وروسته ښارواله د ښار لارو کوڅو ته کش کړه، د سر وېښته یې ترې پرې کړل او په زوره یې د استعفا لیکلو ته اړایسته. پولیسو ‏وروسته نوموړې یوه روغتیايي مرکز ته ولېږدوله‎.‎
د ښاروالۍ په ودانۍ کې د نوموړې د دفتر له هندارو ماتولو وروسته دفتر ته اور ورته کړل شوی‎.‎
په بولیویا کې دغه تاو تریخوالی له هغه وروسته پیل شو، چې د ټاکنو په شپه د ۲۴ ساعتونو لپاره د رایو شمېر داسې وځنډول شو چې تمه یې نه ‏کېده‎.‎
د همدې ځنډ له کبله د اپوزېسیون کاندید کارلوس میسا پلویانو ګومان وکړ چې د پنځو نورو کلونو لپاره د ولسمشر مورالیس په واک کې د پاتې ‏کېدو لپاره په رایو کې لاسوهنه شوې چې له ۲۰۰۶ راهیسې واکمن دی‎.‎
په حتمي نتایجو کې ولسمشر هغه لس سلنه زیاتې رایې تر لاسه کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې یې د بریا لپاره پکار وې‎.‎