د فرانسې ولسمشر وایي، ناټو ټلواله ذهناً فلج شوې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وايي، ناټو اتحاد یا ټلواله 'ذهناً' فلج ده. د نوموړي په اند د دې چارې سبب له دغې ټلوالې سره د ده په وینا د مهم ضامن هېواد امریکا کمېدونکې ژمنتیا ده.

له اکانومسټ سره مرکه کې نوموړي د بېلګې په توګه د سوریې له شماله د امریکايي پوځیانو ایستلو موضوع کې له ناټو سره په سلا مشوره کې د امریکا پاتې راتلل یاد کړل.

نوموړي ټولیزې دفاع ته د ناټو غړو هېوادونو پر ژمنتیا هم شکونه څرګند کړل

.

ښاغلي ماکرون دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې ناټو اتحاد د لندن په راتلونکې غونډه کې د خپل تاسیس ۷۰ مه کلیزه لمانځي.

ترکیه نوې وسلې له کومه کوي؟

د لندن له یادې ورځپاڼې سره مرکه کې ښاغلي ماکرون وویل:

''څه چې موږ اوس تجربه کوو، دا د ناټو ذهني مرګ دی.''

ناټو ټلواله چې د سړې جګړې په پیل کې د لوېدیځې اروپا او امریکا د دفاع پیاوړتیا په موخه رامنځته شوې، ښاغلی ماکرون یې په اړه وايي، چې اروپايي غړي هېوادونه یې باید نور د دغې ټولنې دفاع لپاره پر امریکا تکیه و نه کړي.

د ناټو بنسټګر منشور پنځمه ماده وايي، که د ټلوالې پر یوه غړي هېواد برید وشي، د ټولو غړو غبرګون به په یوه خوله وي.

خو ښاغلی ماکرون په دې تړاو باوري نه دي، چې ایا اوس هم دغه ماده په عمل کې پر خپل ځای پاتې ده او که نه.

نوموړي په دې تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل:

''زه نه یم پرې خبر!''

نوموړی زیاتوي:

''د امریکا متحدو ایالتونو ژمنتیا په رڼا کې باید موږ له سره ارزونه وکړو چې ناټو څه ده.''

د فرانسې ولسمشر له اروپا غواړي چې د یوه 'جیو پولټیکل قوت' په توګه له سره فکر وکړي چې په خبره یې راتلونکی یې په خپل 'کنټرول کې' پاتې شي.

اکتوبر میاشت کې د سوریې له شماله د ډېری امریکايي سرتېرو ایستلو په تړاو د ولسمشر ټرمپ ناڅاپي پرېکړې د ناټو غړي اروپايي هېوادونه حیران کړل.

د امریکا همدې پرېکړې سملاسي وروسته ترکیې چې خپله هم د ناټو غړی هېواد دی، د 'خوندي زون' رامنځته کولو په نامه سوریې ته خپل پوځیان واستول او کوردي ځواکونه چې له داعش ډلې سره جګړه کې یې د امریکا مرسته کوله، له سیمې وایستل شول.