د ملي راډیو تلویزیون ځمکه د کال په یوه پونډ اجاره ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان د ماليي وزرات وايي چې د ملي راډيو تلویزون د ملکیت اړوند یوې ټوټې ځمکې د خرڅولو او یا اجاره ورکولو په اړه څېړنې ‏کوي‎.‎
دغه وزارت وروسته له هغه دا ژمنه څرګندوي چې د افغانستان د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون وویل، د ملي راډيو تلویزون اړوند هر ‏جریب ځمکه هر کال د یوه سټرلنګ پاونډ په بدل کې د برتانیا سفارت ته په اجاره ورکړل شوې ده
‎.‎
د ماليي سرپرست وزیر همایون قیومي چې نن په همدې اړه د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون ور بللی و، د دې کمیسیون مشر زلمي زابلي د ‏پوښتنو په ځواب کې وویل چې د ملي راډيو تلویزون د یوې برخې ملکیت په اړه چې هر حکم صادر شوی د ولسمشرانو په کچه و‎.‎
ښاغلي قیومي وویل "یو ځل د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال او دوهم ځل د ولسمشر غني له خوا‎."‎
تر دې وړاندې د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون مشر زلمي زابلي ویلي وو چې ملي وحدت حکومت په غیر قانوني توګه د ملي راډيو ‏تلویزیون یوې اندازې ځمکې د خرڅولو اقدام کړی دی‎.‎
د ملي راډيو تلویزیون چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د کاناډا په سفارت د پلورل شوې لس جریبه ځمکې سربېره شاوخوا ۲۵ زره متر مربع ‏نوره ځمکه د ۵۰ کالونو لپاره اسیایي بانک، د بریتانیا سفارت او اروپايي ټولنې ته هر کال د یو سټرلېنګ پاونډ په بدل کې په اجاره ورکړل شوې ‏ده‎.‎
د دې ادعاو په ځواب کې د مالیې چارسمبال وزیر نن یکشنبه په دې اړه د پلټنې ژمنه وکړه چې ګواکې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون اړونده ‏ځمکه بې بدله یا په لږو پیسو پلورل شوې ده‎.‎
همایون قیومي د مشرانو جرګې غړو ته معلومات ورکول. خو ښاغلي قیومي سناتورانو ته وویل په دې اړه که هره پرېکړه شوې وي، د ده تر ‏کچې لوړه ده‎.‎
ملي راډیو ټلوېزیون بي بي سي ته ومنله چې ددغې ادارې لس جریبه ځمکه د کاناډا سفارت ته په څه باندې لس میلیونو ډالرو اجاره ورکړ شوې ‏او تر څنګ یې ۲۵ زره مربع متره نوره ځمکه د ۵۰ کلو له پاره د کال په یوه پونډ چې نژدې سل افغانۍ کېږي، آسیایي بانک، اروپایي ټولنې او ‏د برتانیا سفارت ته ورکړ شوې ده. دغو سفارتونو او ادارو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي‎.‎
ملي راډیو تلویزیون یو حکومتي بنسټ دی او له لسیزو راهیسې د کابل په تر ټولو مهمه سیمه کې دی. دغلته د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو ‏سفارتونه ګردچاپېره موقعیت لري او ولسمشرۍ ماڼۍ څو سوه متره ترې لېرې ده‎.‎
د سیاسي او ډیپلوماتیکو بنسټونو د شتون له کبله په دغه سیمه کې کلک امنیتي تدابیر شته چې د ملي راډیو تلویزیون ساحه یې هم خوندي کړې‎.‎