ارګ: بهرنیو چارو وزارت کې ګومارنې باید د وړتیا پر اساس ‏وشي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې وايي، په بهرنیو چارو وزارت کې پر یو لړ اصلاحاتو کار کوي، چې پر بنسټ به یې د دې وزارت لید لوری او ‏سیاست په سیمه ایزه او نړیواله کچه تر ډېره پر اقتصادي همکاریو او د اړیکو پر پیاوړتیا را وڅرخي. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند ‏صدیق صدیقي نن یکشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې وزارت کې ګومارنې باید له دې وروسته د وړتیا پر اساس وشي
‎.‎
د ارګ ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې کابو یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له ‏خپلې دندې استعفا وکړه او پر ځای یې ادریس زمان د دې وزارت نوی سرپرست ونومول شو‎.‎
ښاغلی صدیقي وایي، راتلونکي اصلاحات به هم د دې وزارت په تشکیل او جوړښت کې وي، او هم به یې د پاليسۍ او سیاست یا د محتوا په ‏برخه کې وي‎.‎
دا مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ۱۱۰۰ ډیپلوماټان لري خو ارګ وايي چې دا شمېر زیات دی او باید دې وزارت کې اصلاحات راشي او ‏د پوهې او وړتیا له مخې د کار وړ کسان په دندو وګومارل شي‎.‎
د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل، ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره په ناسته کې په دې موضوع خبرې کړي دي. ‏نوموړي نن یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل‎:‎
‎"‎د اصلاحاتو راوړلو په موخه ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له رهبرۍ نه وغوښتل چې د ډیپلوماټانو او بهرنیو چارو وزارت د ‏کارکوونکو د ګومارنې او تعیناتو په برخه کې باید سم او منل شوي معیارونه په پام کې ونیول شي، تر څو په دې اداره کې خلک د وړتیاو او ‏پوهې پر اساس وګمارل شي‎".‎
ښاغلي صدیقي همدا راز په ننني خبرې کنفرانس کې وویل، افغان حکومت ته سیمه ایزې اقتصادي اړیکی، د اقتصادي همکاریو پیاوړي کول په ‏سیمه ایز او بهرنۍ کچه لومړیتوب لري‎.‎
د ښاغلي صدیقي په خبره د بهرنیو چارو وزارت ته پکاره ده چې اقتصادي لیدری هم ولري. نوموړي وویل‎:‎
‎"‎د افغان حکومت او ولسمشر لید لور دا دی چې زموږ دغه بنسټ باید تر ډېره د بهرني سیاست په برخه کې فعال شي او د دې وزارت ډېر ‏تمرکز، سیاست او لید لورې باید پر اقتصاد وي. افغان حکومت لپاره سیمه ایزې اقتصادي اړیکی، د اقتصادي همکاریو پیاوړي کول په سیمه ایز ‏او بهرنۍ کچه لومړیتوب لري‎".‎
د بهرنیو چارو پخواني سرپرست وزیر صلاح الدین ربانې یوه اوونۍ وړاندې په خپل استعفاءلیک کې په غیر مستقیمه توګه پر ‏ولسمشرمحمداشرف غني او ارګ نیوکه کړې وه چې په حکومت کې یې موازي جوړښتونه رامنځته کړي او مهمې دولتي ادارې یې له صحنې ‏لېرې ساتلي دي‎.‎
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملي یوالي د حکومت د ویش له مخې د اجرائیه ریاست په برخه شوی و. له دې وړاندې هم افغان ولسمشر د ‏دې وزارت د اصلاحاتو لپاره یو حکم صادر کړی و چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له لوري رد شوی و‎.‎
هڅه مو وکړه، چې د ولسمشر لخوا د دې وزارت د بیا اصلاحاتو په اړه د اجرائیه ریاست نظر ولرو، خو له هڅو سره سره ونه توانیدو چې له ‏هغوی سره اړیکي ټینګي او په اړه یې نظر ولرو‎.‎
خو د حکومت ځيني سياسي مخالفین د ملي یوالي حکومت په وروستیو ورځو کې د اصلاحاتو په نوم په وزارتونو کې پراخ بدلون تر ډېره سیاسي ‏کړنه بولي‎.‎