مولانا فضل الرحمان: راتلونکو دوو ورځو کې سختې پرېکړې ‏کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت خلاف مظاهرې ‏‎'‎ازداۍ ‏مارچ ‏‎' ‎ګډونوالو ته د دغې مظاهرې پر درېیمه ورځ ویلي، ‏‎'‎د اپوزېیسون ګوندونو تر وروستۍ پرېکړې پورې ‏
‎' ‎دې همدلته ‏‎'‎د غونډې په ‏ځای کې ‏‎' ‎ناست اوسي‎.‎
نوموړي زیاته کړه، تر راتلونکو دوو ورځو پورې سختې پرېکړې کولای شي، ‏‎'‎چې تسلسل پر ځای پاتې شي‎. ' ‎نوموړی وايي، په سوله ییز ډول ‏به مخکې ځي او په وینا یې د ‏‎'‎ناروا ‏‎' ‎حکومت د نسکورېدو تر مهاله به یې مبارزه روانه وي‎.‎
نوموړي زیاته کړه، د خبرو ټولې لارې تړل شوې دي او په خبره یې ‏‎'‎جعلي ‏‎' ‎حکومت نن یوه کمېټۍ جوړه کړې، چې وايي د خبرو لپاره یې ‏دروازې پرانیستې دي‎.‎
له دې مخکې د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د دغه هېواد اپوزیسیون ګوندونو له لوري د لومړي وزیر ‏عمران خان د استعفا غوښتنه رد کړه‎.‎
د ګوند مرکزي کمېټې له غونډې وروسته خبریالانو ته وینا کې د تحریک انصاف ګوند مشرتابه غړو وویل، له وخته مخکې ټولټاکنې هم نه کېږي‎.‎
تحریک انصاف مشران وايي، له اپوزېسیون سره د خبرو لپاره یې دروازې پرانیستې دي، خو په وینا یې د لومړي وزیر د استعفا په تړاو هېڅ ‏ډول خبرې نه کوي‎.‎
د حکومتي مذاکراتي ډلې مشر او د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک وايي، ‏‎'‎پاکستان دومره کمزوری هېواد نه دی، چې څلوېښت یا پنځوس زره ‏کسان به راځي او ټول نظام به نسکوروي‎. '‎
له دې مخکې پرون جمعه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت خلاف د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ‏مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ازادۍ مارش غونډې ته وینا کې مولانا فضل الرحمان حکومت ته ګواښ وکړ چې دوې ورځې وخت لري او دې ‏دوو ورځو کې باید استعفا وکړي‎.‎
نوموړي وویل‎:‎
‎''‎دوې ورځې فرصت لرئ، تاسې باید استعفا وکړئ. دوې ورځې وخت شته، که نه زموږ مخه مه نیسئ چې موږ د ادارو په تړاو څه نظر لرو‎. ''‎
بل لور ته مولانا فضل الرحمان د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې نوموړی هڅه کوي د ‏پاکستان پوځ یو لوریز وښیې چې دا ورته نه دي پکار‎.‎
نوموړي دا خبرې پرون جمعه رسنیزو پلاوو ته وکړې. له دې مخکې د پاکستان پوځ رسنیز دفتر ‏‎'‎ای ایس پي ار' خصوصي شبکې سره په خبرو ‏کې ویلي و چې مولانا دې پر پوځ د تورونو پرځای په ټاکنو کې د روڼوالي په اړه خپل شکایت اړوندو ادارو ته وکړي‎.‎
نن شنبه په دې تړاو له خبریالانو سره خبرو کې دفاع وزیر پروېز خټک وویل، پر ملي ادارو اپوزیسیون نیوکې کړې دي: اپوزېسیون دې له هېواد ‏سره د دشمنۍ خبرې نه کوي، ادارې زموږ ټولو دي‎.‎
نوموړي زیاته کړه، ‏‎''‎ای ایس پي ار څرګنده کړه چې دوی د هر جمهوري حکومت ملګري دي. ادارې بې پرې دي، موږ سیاسي خلک یو، زموږ ‏تر شا د ادارو لاس نه شته‎. ' '‎
بل لور ته پر دویمه ورځ هم پلازمېنې اسلام اباد ته د حکومت خلاف غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان له بېلا بېلو سیمو د لاریونونو په بڼه ‏خلک روان وو. د جمعې پر شپه مولانا فضل الرحمان له ټولو پاکستانیانو وغوښتل چې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته لاړ شي. نوموړي ‏لاهور ته نژدې د تبلیغي جماعت له ګډونوالو وغوښتل، چې‎:‎
‎''‎موږ ته دعا وکړئ او کله چې اجتماع ختمه شي، په اسلام اباد کې د ازادۍ مارش کې له موږ سره ګډون وکړئ‎. ''‎
اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله سحر بلوڅ وايي، د غونډې ډېرو ګډونوالو له ځان سره د خوراک او څښاک لپاره هم توکي راوړي دي. په ‏غونډه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه کارکوونکي د بي بي سي خبریالې ته وویل، ‏‎''‎فعالانو له پنځلسو تر شلو ورځو پورې د خوراک، ‏څښاک توکي زېرمه کړي او ورته ویل شوي چې د راتلونکي امر انتظار وکړي‎. ''‎
اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، د اپوزیسیون دغه احتجاج ته د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وړمه شپه ‏وینا وکړه او پرون یې په غونډه کې ګډون نه و کړی، خو د پاکستان یوه بل پښتون ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود ‏خان اڅکزي بیا نننۍ غونډې ته وینا کې وویل، په پاکستان کې به هر کس د اساسي قانون احترام کوي‎.‎
‎''‎پوځیان، له سرتېري نیولې تر جرنېله لوړه کوي چې زه به اساسي قانون منم او پر سیاست به کار نه لرم او موږ دلته د همدې لپاره راغلي یو ‏چې دلته به هر څوک اساسي قانون مني‎. ''‎
غونډې ته د پاکستان پارلمان کې د اپوزیسیون مشر او پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور شهباز شریف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن)، د ‏پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو هم ویناوې کړې‎.‎
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه غونډه به تر څه وخته دوام وکړي، چې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو سیاسي فعالان ورته د لاریونونو په شکل له ‏خوړو او نورو اړتیا وړ موادو سره راغلي دي‎.‎
خو د حکومت او مظاهره کوونکو تر منځ د یوې هوکړې له مخې به د ازادۍ مارش ګډونوال د سیمه ییزې ادارې له لوري ټاکل شويو حدونو کې ‏دننه غونډې کوي. نن ګهیځ د عوامي نېشنل ګوند په ګډون د ځینې سیاسي ګوندونو لاریونونه پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېدل‎.‎
دغه احتجاج د روانې میاشتې پر ۲۷ نېټه د لاریون په بڼه پیل شوی و چې د اپوزېسیون نژدې ټولو ګوندونو یې ملاتړ کړی او اوس یې زرګونه ‏پلویان د اسلام اباد په پېښور موړ سیمه کې د احتجاج لپاره راټول شوي دي‎.‎