مولانا فضل الرحمان: د عمران خان حکومت یوازې دوې ورځې وخت لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت خلاف د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ازادۍ مارش غونډې ته وینا کې مولانا فضل الرحمان حکومت ته ګواښ کړی چې دوې ورځې وخت لري او دې دوو ورځو کې باید استعفا وکړي

.

نوموړي وویل:

''دوې ورځې فرصت لرئ، تاسې باید استعفا وکړئ. دوې ورځې وخت شته، که نه زموږ مخه مه نیسئ چې موږ د ادارو په تړاو څه نظر لرو. ''

مولانا فضل الرحمان د پلازمېنې په سیکټر ایچ ۹ سیمه کې د غونډې ګډونوالو ته وینا کې واکمنو ته په اشارې سره زیاته کړه:

''تاسې څوک یاست چې لویدیځوال خوشحاله کوئ؟ پاکستان او اسلام نه بیلېدونکي دي. ''

د مولانا په خبره د اسراییل د بهرنۍ پالیسي بنسټ د پاکستان له منځه وړل دي. نوموړي دغه راز پر حکومت د هېواد اقتصاد خرابولو تور پورې کړ او په وینا یې:

''موږ د پاکستان غلام اقتصاد نه منو! ''

نوموړي دغه راز غونډې ته وینا کې وویل، هېڅ یوه اداره حق نه لري چې پر پاکستان حکومت وکړي او په وینا یې 'یوازې د پاکستان خلک پر خپل هېواد د حکومت کولو حق لري. '

مولانا فضل رحمان دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې د ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزي په ګډون یې یو شمېر نور سیاستوال هم تر څنګ ولاړ وو.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، د اپوزیسیون دغه احتجاج ته د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان تېره شپه وینا وکړه او نن یې په غونډه کې ګډون نه و کړی، خو د پاکستان یوه بل پښتون ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي بیا نننۍ غونډې ته وینا کې وویل، په پاکستان کې به هر کس د اساسي قانون احترام کوي.

''پوځیان، له سرتېري نیولې تر جرنېله لوړه کوي چې زه به اساسي قانون منم او پر سیاست به کار نه لرم او موږ دلته د همدې لپاره راغلي یو چې دلته به هر څوک اساسي قانون مني. ''

غونډې ته د پاکستان پارلمان کې د اپوزیسیون مشر او پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور شهباز شریف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن)، د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو هم ویناوې کړې.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه غونډه به تر څه وخته دوام وکړي، چې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو سیاسي فعالان ورته د لاریونونو په شکل له خوړو او نورو اړتیا وړ موادو سره راغلي دي.

خو د حکومت او مظاهره کوونکو تر منځ د یوې هوکړې له مخې به د ازادۍ مارش ګډونوال د سیمه ییزې ادارې له لوري ټاکل شويو حدونو کې دننه غونډې کوي. نن ګهیځ د عوامي نېشنل ګوند په ګډون د ځینې سیاسي ګوندونو لاریونونه پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېدل.

دغه احتجاج د روانې میاشتې پر ۲۷ نېټه د لاریون په بڼه پیل شوی و چې د اپوزېسیون نژدې ټولو ګوندونو یې ملاتړ کړی او اوس یې زرګونه پلویان د اسلام اباد په پېښور موړ سیمه کې د احتجاج لپاره راټول شوي دي.