محسن دوړ: له مخکیني 'جوش او ولولې' سره ستانه شوي یو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن دوړ وايي، له مخکیني 'جوش او جذبې ' سره له زندانه ستون شوی دی. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، 'د خړ کمره پېښه به په تاریخ کې له سوله ییز احتجاج سره د زور زیاتي په توګه یاديږي
. '
نوموړی وايي، په زندان کې له ده او علي وزیر سره په چلند کې له بشري حقونو سر غړونه شوې ده.
پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله په خپل رپوټ کې وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دواړه مخکښ مشران له نژدې څلور میاشتني بند وروسته تېره شپه د خیبر پښتونخوا له هریپور زندانه د ضمانت په بدل کې خوشي شول.
ښاغلي دوړ له زندانه خوشي کېدو وروسته د هرکلي لپاره ورغلیو پلویانو ته وویل:
''موږ له تشدده کرکه کوو، او موږ خو برعکس د تشدد ښکار شوي یو. تر کومه ځایه چې د شرایطو خبره ده، موږ به له خپلو وکیلانو سره له مشورې وروسته په دې تړاو پرېکړه کوو. ''
د دوی د خوشي‌ کېدو پر وخت د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان د زندان مخې ته راټول شوي وو او د غورځنګ په ملاتړ یې شعارونه ویل.
دوه ورځې وړاندې د پېښور عالي محکمې امر کړی و چې علي وزیر او محسن دوړ دې د ضمانت په بدل کې خوشي شي.
له زندانه تر راوتلو وروسته محسن دوړ خپل پلویانو ته وویل،‌ که پښتانه په هره چاره کې همداسې اتفاق وکړي لکه د دوی د خلاصون لپاره یې چې وکړ، نو د دې قام ټولې ستونزې به یو په بل پسې هوارې شي.
علي وزیر خپلو خبرو کې وویل، د پښتنو د حقونو په دې مبارزه کې که د سر قرباني هم ترېنه وغوښتل شي نو دی به ترې ډډه ونکړي.
ظاهراً د غورځنګ دواړه مشران خوشحال او روغ ښکارېدل او له څېرو او خبرو یې داسې ښکارېده چې لا هم خپلو موخو او مبارزې ته ژمن دي.
محسن او علي کله او ولې نیول شوي وو؟
په تېره مې میاشت کې د وزیرستان خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې د سیمې ځینې ځايي خلک وژل شوي وو.
د هغې پېښې پر ضد یوه لاریون کې محسن دوړ او علي وزیر هم شامل شول، خو کله چې لاریون د خړ کمر امنیتي پوستې ورسېد نو د پاکستاني سرتېرو او مظاهر کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځته شو، چې مرګژوبله هم پکې رامنځته شوه.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر هغه مهال ادعا کړې وه چې د محسن دوړ او علي وزیر په مشرۍ مظاهره کوونکو پر امنیتي پوستې ځکه برید وکړ، چې غوښتل یې ترهګرو ته اسانتیاوې چمتو کوونکي نیول شوي کسان له هغه ځایه خوشي کړي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه په کلکه رد کړي دي.
پاکستان پوځیانو لومړي سر کې ویل، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي، خو وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شو. پاکستان پوځ دا هم ویل، چې پر پوستې د مخامخ ډزو له کبله پنځه سرتېري ټپیان شوي وو، خو پي ټي ایم مسوولینو پر پوځيانو تور پورې کړی و، چې پر سوله ییزو مظاهره کوونکو یې ډزې کړې.
څه موده وروسته د خړ کمر پېښې په اړه په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېدل چې د غورځنګ پلویان د په سولیزه توګه د پوستې په اوښتو د خوشحالۍ نارې وهي.
په وېډيو کې وروسته له هغه د ډزو غږونه اورېدل کېږي چې احتجاجيان په سوليزه توګه له پوستې اوړې. خو دا نه ده څرګنده چې دا ډزې څوک کوي.
ورپسې د یادې پېښې پر ضد په میرانشاه کې له تر دریو ورځو پورې د غورځنګ د پلویانو پرلت کړی و چې د ملي اسمبلۍ بل غړي او د غورځنګ یو مشر محسن دوړ هم پکې ګډون درلود.
ښاغلي دوړ په پرلت کې راټولو کسانو ته ویلي و، پاکستان چارواکي غواړي چې د مړیو او ټپیانو کورنیو ته تاروان ورکړي، خو د ده په خبره د پښتنو مړي دومره سپک نه دي چې څوک یې په پیسو واخلي.
له دې پرلته یوه ورځ وروسته د پاکستان ملي اسمبلۍ غړي محسن دوړ وویل، د قامي مشرانو په منځګړتوب یې په خپله خوښه ځان پاکستاني چارواکو ته سپارلی دی، خو د پاکستان امنیتي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې ښاغلی دوړ یې له شمالي وزیرستانه نیولی دی.